تاند- زرګونه هزاره ګانو نن په کابل کې مظاهره وکړه او حکومت یې په دې وغانده چې ولې یې تېر کال د څو تنو هزاره ګانو وژونکي محاکمې ته حاضر کړي نه دي.

تېر کال د داعش پلویانو په زابل کې څو تنه هزاره ګان له تښتولو وروسته په بې رحمۍ ووژل خو وروسته برمته ګر د وسله والو طالبانو له لوري له منځه یووړل شول.

هزاه ګانو او د هغوی یوشمېر مشرانو په کابل کې په یوه غونډه کې حکومت د هزاره قوم د ۷ غړیو د حق په تحقق کې ناکام وباله.

دا غونډه د هزاره قوم د قربانیانو د عدالت غوښتنې لپاره د هغې معصومې ۹ کلنې نجلۍ په نوم نومول شوی و چې (تبسم) نومېده.

دوی حکومت هزاره قوم ته پر بې پامۍ تورن کړ.

هزاره ګانو تېر کال د ارګ په خوله کې د لسګونو زرو کسانو په ګډون پراخ لاریون وکړ او حکومت یې سخت چلینج کړ.

تېر کال په همدې ورځ ۷ تنه هزاره مسافر، چې له ایران څخه خپلو کورونو ته روان ول، د سختدریځو داعشیانو له لوري بې موجبه له موټرو کښته کړای شول او له څو ورځې برمته توب وروسته ووژل شول.

دا په داسي حال کې ده چې تېره شپه په مزارشریف کې، چې د افغانستان یو تر ټولو ارام او امن ښار دی، په یوه موټر بمي چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شول.

تر دې وړاندې په کندوز کې د بهرنیو پوځیانو په یوه بمباري کې نژدې ۱۰۰ تنه ملکیان مړه او ژوبل شول.

2 thoughts on “زرګونو تنو د ۷ هزاره ګانو د وژل کېدو په لومړي تلین مظاهره وکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *