تاند- زرګونو خلکو پرون /دوشنبه/ د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې غونډه وکړه، د طالبانو اعمال یې وغندل او د یثړخدافغان امنیتي ځواکونو ملاتړ یې اعلان کړ.

مظاهره چیانو ویل چې د وسله والو طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د ځپونکو اقداماتو ننګه کوي.

د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجاني د چین سینهوا خبري اژانس ته وویل:«شاوخوا ۱۰ زره تنه، چې په سلګونو ښځې هم د هغوی په منځ کې وې، د دوشنبې په ورځ د جوزجان ولایت له مختلفو سیمو څخه د ولایت په مرکز شبرغان کې راټول شوي ول چې د طالبانو سختدریځي کړنې وغندي او د خپلو افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړي.»

په جوزجان کې د طالبانو پر ضد دا ستره غونډه څو ورځې وروسته له دې وشوه چې شاوخوا ۳۰۰ وسله وال طالبان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته تسلیم شول. هغوی ژمنه وکړه چې نور به د افغانستان د ګټو پر ضد جنګ نه کوي او هڅه به کوي چې د دولت نور مخالفان پخلاینې او له جګړې لاس اخیستلو ته وهڅوي.

1سینهوا خبري اژانس وايي، یوې ښځې، چې توپک یې په لاس کې و، ورته وویل چې له طالبانو غواړي چې وسله پر مځکه کښېږدي او که یې نه ږدي چمتو ده چې د هغوی پر ضد د جنګ جبهې ته لاړه شي.

ویل کېږي چې د افغانستان په شمال کې ډېرو جنایتکارو د طالبانو په نوم له خلکو د پیسو د شکولو لپاره وسلې غاړې ته کړي دي.

1

One thought on “زرګونو خلکو په شبرغان کې د طالبانو پر ضد مظاهره وکړه”
  1. دا دافغانانو دجنګولو لپاره د خارجیانو له خوا یوه توطیه ده چی په خپل مینځ کی یی وجنګوی او دوی یی ننداره وکړی خو زه وایمه چی افغانان باید په خپل مینځ کی لږ د تحمل فضا ایجاد کړی او یو دبل منلو ته باید تیار شی یو دبل دله منځه وړلو فکرونه باید له سره وباسی او دافرادو دشخصی ګټو له دام نه باید ځان وباسی چی ددنیا او آخرت د تباهی سبب یی ګرځی هر چا چی جنایت کړی وی که تر هر نامه لاندی وی باید محاکمه شی او دخپل عمل سزا باید ووینی زه افغانانو ته دا وایمه چی او افغانانو آیا دا امریکایان او خارجیان هماغه امریکایان او خارجیان نه دی چی شل کاله مخکی یی طالبانو ته د افغانستان د نجات فرشتی ویلی او ویل یی چی دا خلک د ظلم انارشی او د افغانانو دمال او ناموس نه د دفاع په خاطر راپورته شوی چی په واقعیت کی هم هماغسی و ولی اوس یی تروریستان او دالقاعده ملاتړ کوونکی بولی وروڼو القاعده امریکا د افغانستان د نیولو او مستعمره کولو لپاره د یوی حربی په توگه وکاروله دا خبری هیڅ بنیاد او اساس نه لری زما په شخصی نظر دافغانستان د ستونزی یوازنی حل داده چی خارجیان باید دا مملکت پریږدی او له دی ځایه ووځی او خپله مداخله دی زمونږ دگاونډیانو په شمول بنده کړی د افغانستان د سرنوشت او زعامت ټاکلو حق دی دافغانستان ملت ته پریښودل شی چی هر څوک یی ټاکلو دملګروملتونو ترچتر لاندی دی داسلامی هیوادونو عسکر په بیطرفانه ‌‌ډول د موقت وخت لپاره د امنیت د ټینګولو او انتخاباتو داجرا کولو لپاره ځای پرځای شی بیطرفه او شفاف انتخابات دی اجرا شی چی هر چا وګټله هماغه به ددی ملک زعیم وی او نور ټول یی باید ورسره بیدون چون وچرا ومنی او دا عسکر دی ترهغو پاتی شی ترڅو دافغانستان لپاره بیطرفه اردو روزل کیږی او هغوی د ټول هیواد امنیت په لاس کی نیسی نو دهغه دافغانستان دمسلی حل ده که نړیوال په رښتیا غواړی چی دا مسله حل شی او دلته امنیت راشی او ددوی په خبره له دی ځایه یی امنیت ته خطرنه وی او که نه غواړی نو افغانان باید پوه شی چی دوی یی د نابودی لپاره راغلی نو دیو مسلمان په حیث باید یو دبل په ضد جنگ او وژنه بس کړی او په افغانستان کی د موجودو خارجیانو په ضد باید ټول یوځای خپله لاس په کارشی او ددوی دفرهنگی او دینی یرغل مخه باید ونیسی چی دا یی شرعی او قانونی حق ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *