تاند- دا د عراق د پلازمېنې بغداد یو لوبغالی دی. زرګونه عراقیان په دې لوبغالي کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د حضور پر ضد شعارونه ورکوي.

دوی وايي«زه عراقي یم، زه عراقي یم، پر قاسم سلیماني دې لعنت وي.»

د ایران قدس ځواک د دغه هیواد د سپاه پاسداران هغه څانګه ده چې په بهرنیو هیوادونو کې پوځي مداخله کوي. دې ځواک زرګونه افغانان سوریې ته په زور او رضا لېږلي چې د بشار اسد د رژیم ملاتړ وکړي.

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د عراق په شیعه مېشتو سیمو کې د ایران د لاسوهنو پر ضد مظاهرې روانې دي چې په نتیجه کې یې د دغه هیواد صدراعظم استعفا ته اړ شوی دی. په دغو مظاهرو کې په لسګونو شیعه عراقیان وژل شوي دي.

دوی وايي، شیعه مذهبه دي خو عراقیان دي او د دې معنا دا نه ده چې په خپلو ملي او هیوادنیو چارو کې د ایران مداخله ومني.

ایران ادعا کوي چې عراقیان د امریکا له لوري لمسول شوي دي خو دا نه وايي چې څرنګه کېدای شي چې ولس د یوه داسې هیواد له لوري ولمسول شي چې نه په خټه عرب وي، نه یې ژبه عربي وي او نه په دين مسلمان وي او نه یې مذهب شیعه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *