په خوست ولايت کې څلور زره ، شپږ سوه ځوانانو د خپلو هيلو د پوره کولو په موخه د کانکور ازموينه ورکړه .
د کانکو ر ازموينه د پلازمېنې کابل نه د راغلي اته ويشت کسيزه هيت ،رسنيو، د ولايتي شورا داستازو او همداشان د سلګونو استادانو او نظار ت کوونکو په شتون کې واخېستل شوه، چې له همدې امله د شفافيت او عدالت له مخې د پام وړ بلل شويده .
د لوړ و زده کړو وزارت راغلي هيت د ازموينې وړاندې دخوست ولايت د سرپرست والي عبدالجبارنعيمي سره ځانګړي ليدنه ترسره کړه .
هيت خوست سرپرست والي ته د کانکور د ازموينې په تړاو هراړخيز مالومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ، چې پوره تلاش به وکړي، چې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او طرزالعمل مطابق شفافه ازموينه واخلي او د بې عدالتيو مخه به نيسي .
دخوست سرپر ست والي عبدالجبارنعيمي پدې خوښي وښوده، چې په هېواد کې کال په کال د کانکور د ازموينې لپاره ښه چاپېريال رامنځته کيږي، چې په کې لسګونه زره ځوانان د لوړو زده کړو د حاصلولو په موخه فعال ګډون کوي .
نوموړي په ازموينه کې په شفافيت او عدالت ټينګار وکړ او ويې ويل چې بايد د کانکور کمېټه پوره تلاش وکړي، چې هرچا ته خپل حقوق ورسيږي او د هغو احتمالي ستونزو په جديت سره مخه ونيسي، چې د ځوانانو باور،راتلونکي او تعليمي لېوالتيا ته زيان رسوي .
نعيمي د کانکور کمېټې او راغلي هيت ته ډاډ ورکړ، چې دى او ټوله اداره به يې په هره برخه کې بشپړه همکاره وي او هېچا ته به ددې اجازه ورنه کړي، چې د کانکور ازموينه د اخلال سره مخامخ کړي .نوموړي ټولو امنيتي او کشفي ځواکونو ته هم لارښوونه کړ ي وه، چې دکانکور لپاره خاص امنيتي تدابير ونيسي، ترڅو دغه دوه ورځېنۍ ازموينه په ډاډمنه فضا کې سرته ورسيږي .
دخوست ولايت خلک او په ځانګړي ډول روڼ اندي پدې زيات خوشاله دي، چې ټولو ځوانانو ښه تيارى درلود او په ډېرې لېوالتيا يې په ازموينه کې برخه واخېسته .
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٢٤-٩-١٣٩٣ دوشنبه