صبغت الله عاطف –
دا د ځوان لیکوال او ژورنالېست شکورالرحمن حمیدي تازه نثري هڅه ده چې د پښتو ادب یوه برخه ګرځي.

زرګون ناول د یو ځوان د ستونزمن او له کړاوه د ډک ژوند تصویر دی چې تر لوستوالو رسیږي، د زرګون پر پاڼو د افغانانو د سخت ژوند ترخه واقیعتونه په هنري بڼه انځور شوي دي.

ناول د داسې یو ځوان کیسه کوي چې په ماشومتوب کې د پلار د مینې او مهربانۍ له سیوري بې برخې کیږي، او له نامرده حالاتو څخه درنې څپېړې په مخ خوري، د یتیم ماشوم مور د بې وسۍ او غریبۍ د سخت ژوند په ګرداب کې د دوزخي ژوند سختې ګالي.

دا ناول په اصل کې د یوې مور او زوی د ژوند حالات بیانوي خو په حقیقت کې د افغاني ټولنې د زرګونو بې وسو، بې کسو او بې وزلو د ژوند کیسه ده چې لیکوال حمیدي ورته د ناول بڼه ورکړې ده.

د ناول تراژیدي سوژه له درد او تلوسې ډکه ده چې لوستونکي تر وروستیو له ځان سره را کاږي.

په زرګون ناول د شاعر او لیکوال نورشاه نوراني او عبدالله متوکل له اړخه سریزې هم کښل شوي دي.
دوی د نثر په برخه کې د حمیدي دا هڅه بریالۍ او د پام وړ بللې ده.

ښاغلي متوکل د حمیدي د نثر ژبه تصویري او روانه بللې او د نمونې په توګه یې دا څو کرښې ترې را بېلې کړي دي.
( یوې ډډې ته کېناستم، له پاسه مې لارې ته کتل یوه توره لیکه جوړه وه، تا به ویل لکه ښامار چې تږی وي او د غره سرته د اوبو په تلاش په ډېرې تېزۍ سره روان وي، خو کله کله به ددغه ښامار تنه ګډه وډه شوه او کله کله به بیا توره لیکه جوړه شوه …)

ویل کیږي چې په پښتو ادب کې د شعر په برخه کې ډېر کار شوی او د نثر په پرتله شعري مجموعې زیاتې خپریږي، خو د پښتو ادب د سترو لیکوالو توصیه ډېره کله دا وي چې ځوان لیکوالان باید د نثر په برخه کې هڅې لا تېزې او ګړندۍ کړي ځکه په پښتو ادب کې د شعر په پرتله نثر ته زیاته اړتیا محسوسیږي، د ځوان لیکوال او ژورنالېست حمیدي لپاره هیلې په دې زیاتې دي چې د نثر په برخه کې یې قلم ښه چلیږي او په دې برخه کې یې د هڅو قدرداني شوې ده.

نوموړی د ژورنالېستیکي بوختیاوو ترڅنګ وخت ناوخت شعر هم لیکي خو خاصه توجه یې هنري نثر لیکلو ته کړې ده.
د شکورالرحمن حمیدي د شعر او نثر په برخه کې له زرګون وړاندې یو شمیر اثار تر مینوالو رسیدلي.

زما مینه شهید شوه ناول، د اوو وروڼو خور که د اختر غوا ناول، ګله ګلاب مې ګل ته یوسه شعري ټولګه، زما قسمت کې جانان نشته ټپیزې دا د حمیدي چاپ اثار دي چې د ادب مینوالو یې تود هرکلی کړی.

باید یاد کړو چې له زرګون وروسته یو شمیر نور نثري اثار هم ناچاپ موجود دي چې په وخت سره به د چاپ په ګاڼه وپسولل شي.

د زرګون ناول مالي لګښت پر هېواد او ادب مین ځوان انحینیر هلمند پر غاړه اخیستی چې مینوال یې د ښار له ټولو کتاب پلورنځیو تر لاسه کولای شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *