زرین مرغه
په ځنګل کې مې پاڼې تر ګامونو لاندې کیدي او غرچی یې خوت. پر ځینو تکو زیړو پاڼو مې زړه نه کیده چې ګام کیږدم. مخې ته مې د لمر وړانګو ته یو شی وځلیده. دښتي چرګ و. مړ شوی و. ورته کښیناستم. سترګې یې رډې رډې راختلې وې. د وزرونو بڼکې یې لکه زیړه زرغونه رنګارنګ ښکاریدې. ورو مې په بل اړخ راواړاوه، د څه نښه نه وه چې ولې مړ شوی دی. راپاڅیدم، شاته مې ورته وکتل، د لمر وړانګو ته بریښیده.
چې لږ مخته ولاړم شمال راپیدا شو، د ونو پاڼې یې له څانګو رابیلولې او دلته هلته یې شیندلې. موبایل ته مې وکتل. څلویښت دقیقې کیدې چې په ځنګل کې ګرځیدم، بیرته راوګرځیدم. پر پاڼو مې د ګامونو غژ غژ ته بیا ورپام شو، لکه کپۍ چې مې په پښو وي. لږ وړاندې مې بڼکه ولیده، له مځکې مې راپورته کړه، مخکې نورې بڼکې وې او لږ مخته سپي راته وغپل. د پراګ سپي خروړې نه دي، که داړل کوي نو بیا یې څښتن په اوربوز کې یوه جالۍ بندوي چې چاته خوله وانه چوي، خو سپی رامنډه کړه، له مځکې مې لرګی راواخیست. سپی وغپیده او رانژدې شو له لرې یوه سړي چیغه کړه. وویریدم چې اوس مې د سپي د وهلو په جرم ونه نیسي. میاشت مخکې یو چا کیسه راته کوله چې سپی یې په کوڅه کې په څه وهلی و د سپي څښتن پولیس پرې راخبر کړی و او بیا سړی پولیسو ورسره بیولی و.
لرګی مې وغورځاوه. سړي د سپي تر غاړې پړی راتاو کړ او ما ته یې په نیولې ساه وویل:
– مننه…مننه… که دې لرګی نه وای پسې رااخیستی دا چرګ به یې ټول خوړلی و او خدای خبر چې څه وخت مړ شوی، غوښه به یې اوس میکروبي شوې وې.
پسرلی صاحب سلامونه، ليکنې دې ډېرې خوندورې او له مانا ډکې دي، خو د وروستيو څو ليکنو مکان دې يواځې ځنګل دی، ، له همدې امله يې تصويرونه تقريبا يو شان دي. حال دا چې تاسو به يواځې په ځنګله کې نه ګرځي، او نه به مو ټولې خاطرې په همدې ځنګله پورې تړلې وي، هيله مې دا ده چې د پراګ نورې برخې هم راباندې ووينی. مننه