ژباړه : څېړندوی الحاج مولوي زین الله منلی

په “ ونداون “ سیمه کې د جمنا سین په غاړه یو ریشي یعنې عالم او ملنګ چې “ پربهو” نومیږي عبادت کوي . دې ملنګ ته یو بی وزله برهمن راغی او ملنګ ته یی درناوی او احترام وکړ.

ملنګ له ده څخه وپوښتل : وروره له کوم ځای څخه راغلې یې او نوم دې څه دی؟

برهمن ورته وویل : ستر واکمنه له ډېر لېری ځای نه راغلی یم . زما غم او کړاو په یو ځای کې هم له مینځه نه ځي . یوه شپه می د الله عبادت وکړ او او یو بزرګ راته وویل:

“ د جمنا د سین په غاړه یو پوه ملنګ استوګن دی هغه ته ورشه ، دعا ورڅخه وغواړه. دا رسیدلی ملنګ به دې ټولې ستونزې حل کړي”

ملنګ دې سوالګر ته وویل : “ ته زما په هیله دلته راغلی یې خو زه څه یم چی ستا اړه خلاصه کړم؟ څه مې چې درلودل له هغو څخه مې ځان خلاص کړ او اوس له یوې ځولۍ سره په دی ځای کې د سین په غاړه استوګن یم . خو ښه ده، زما په یاد دي چې کومه ورځ به زه د کوم چا ستونزه حل کړم. ما په هغه وړاندې ځای کې په یوه غونډۍ کې یو “پارس کاڼی” (سنګ پارس یا زرکاڼی) ښخ کړې دې. ځه وروره، او هغه پارس کاڼی واخله.

سوالګر برهمن له ځان سره وویل چې ښه لویه شتمني په لاس راغله . واه واه پارس کاڼی می ومونده، پارس کاڼی!

دا سوالګر برهمن په منډه لاړ ، هغه ورته ورښودل شوی ځای یې وکنود او پارس کاڼی یې ورڅخه راوایسته. د ده پر غاړه یو د اوسپنې تعویذ و چی دا پارس کاڼی یې ورباندی وسولاوه هغه تعویز په سرو زرو واووښت . دا برهمن له خوښۍ څخه په نڅا شو ، ښه ډېر یې ونڅل او ویې ویل په دغه شتمنۍ به، چی په لاس راغلې ده، ډېرې ښکلې ښکلې ماڼۍ او ډېر سمسور بڼونه جوړ کړم . داسی ډېر چورتونه یې ووهل ، ویل یې د ودانۍ د جوړولو له پاره به ډېر ښه ښه ماهران کارپوهان راولم او ښکلې ښکلې ماڼۍ او نور د اړتیا وړ ځایونه به جوړ کړم. په بڼونو کې به ښکلي ښکلي، هر راز میوه لرونکي د ښکلا او رنګ په رنګ ګلانو نیالګي ولګوم . برهمن په یوه سترګه دا خپل خیالي باغونه ، بڼونه او ودانۍ کتلې او په بله سترګه یې دی خیالي او نه پاتې کیدونکی نړۍ ته کتل . په زړه کې یې نا قراري راغله او په منډه منډه بیرته د سین د غاړې ملنګ ته ورغی . په پښو کې ورولوېد، ویې ویل چی دا دې په څه غم ککړ کړم! واخله داخپل پارس کاڼی دی!

 ملنګ چی برهمن څخه پارس کاڼی واخیست وړاندې یې د جمنا د سین په ژور ځای کې وروغورځاوه. کاڼی ورکوونکی او کاڼی اخیستونکی دواړه بریالي له کړاو څخه وژغورل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *