زه سياسي څوک نه يم او نه هم تر ډېره په سياست پوهيږم، خو په دې وروستيو کي، چي دا ځيني په سياست کښېوتلي کسان وينم او يايې په فېسبوک پاڼو کي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د ولاړو کاندېدانو په اړه پوسټونه لولم، نو حيرانۍ له ځان سره ووايم شکر، چي د دغسي سياست ځپلو په ډله کي نه يم.

دا شمير کسان، چي ځان تر روڼ اندو هم پورته ګڼي د دموکراسۍ او د بيان ازادۍ څخه په ګټي اخيستني داسي بې مسؤليته خبري ليکي او وايي، چي هيڅ دموکراسي او د بيان ازادي يې د زغم توان لري.

زه دې خبري ته هېښ پاته يم، چي ايا په نوره نړۍ کي هم سياسي کمپاينونه داسي وي او که دابيا د سياسي کمپاينونو نوې بڼه ده ؟

ريښتني روڼ اندي چاته ښکنځل او سپکي خبري نه کوي او نه هم سپکي خبري زموږ او ستاسي درد دوا کولاى سي، که چيري داسي خبرو زموږ جګړه ځپلي ملت ته ګټه کولاى، نو په تيره دېرش کلنه دوره کي دا ډول کږې خبري خورا ډيري سره تبادله سوې، چي تر هرچا يې ملت سخت وځپى او لا تراوسه د هغو احساساتي خبرو ګزک پاته دى.

د سياست پوهان تر هرڅه پر زغم او تعقل ټينګار کوي او وايي، سياست ژور پام او لوړ زغم ته اړتيا لري.

يوازي په فېسبوک کي پر پروفايل باندي يوڅو ورځي د يوکاندې او دوې ورځي وروسته بيا د بل کاندېد عکسونه ټومبل سياست نه دى او نه په دې ناڅيزه کړنو افغانستان کي هوسايي راتلاى سي.

زموږ هيواد د تيرو درې لسيزو په دوران کي سختي ناخوالي ليدلي او دا ناخوالي همدومره سخت ريښتني هر اړخيز رغنيز کا رته اړتيا لري.

تاسي به د فېسبوک پر پاڼه ليدلي وي،چي يوکس کله د يوچا په اړه مثبت نظرونه، پوسټونه او تصويرونه خپروي، خو بله ورځ بيا په هغه کاندې پسې داسي خبري کوي، چي بيا ليکل يې دلته مناسب نه ګڼم.

دغسي کسانو ته په کار ده، چي په ډېر پام سره قدمونه واخلي، لومړى ځان ښه ډاډه او بيا د يو کاندېد ترشا ودريږي.

د کاندېد ترشا درېدل بايد يوازي پر احساساتو او مادي بنسټ نه وي، بلکي بشپړ پام او فکر ته اړتيا لري.

خداى دي وکړي، چي دا خبره ډېره کليشه يي نه وي، چي اوسمهال افغانستان تريوې نازکي مرحلې تيريږي، دا خبره به تاسي اورېدلې وي، خو اوس په رښتيا زموږ هيواد تر يوې نازکي سياسي مرحلې تيريږي.

په دغسي وخت کي هر افغان ته په کار ده، چي په صداقت او پوره افغانيت لومړى په راتلونکو ټاکنو کي ونډه واخلي او خپلي يوې رايي ته په درنه سترګه وګوري.

کېدلاى سي، چي زموږ دا يوه رايه افغانستان او افغانان له روانو ناخوالو وژغوري.

په دې لار کي هيڅ احساسات، ښکنځل، سپکي سپوري او بل ته ګوته نيول نه ځايږي او نه هم دومره وخت سته، چي موږ يې په دې کږو خبرو ضايع کړو.

ريښتنو افغانانوته په کار ده، چي يوازي هغه چاته رايه ورکړي، چي د دوى په اند په رښتيا افغانستان له روان بحراني حالت څخه د خداى مرسته ژغورلاى سي.

که چيري داځل زموږ افغانان د تېر په څېر په پوره لېوالتيا او ملي احساس د رايه ورکولو مرکزونو ته ولاړ سي، يوازي او يوازي د راتلونکي اباد افغانستان لپاره رايه وکاروي، نو پوره ډاډه يم، چي نور به له ناخوالو په ژغولي هيواد کي د خوښۍ سا واخلو.

خو که خداى مه کړه دا ځل سرټمبګۍ، بېځايه احساساتو او ماديت سترګي راپټي کړي، نو دا وګڼئ، چي د پنځو کالو لپاره مو جنتي افغانستان يوځل بيا د دوږخ سرو لمبو ته ور ټېله کړ.

په دې هيله، چي نور د ننګونو او وياړنو ترڅنګ د سياست اتلان هم واوسوو او له دې لاري نړۍ ته وښيو، چي افغانان د جنګونو د ګټلو ترڅنګ په سړه سينه، د دموکراسۍ او د بيان د ا��ادۍ په رڼا کي سياست هم کولاى او هم چلولاى سي.

دا خبره ټولي نړۍ ته په ثبوت ورسوو، چي افغانان هم د نورو پرمختللو ملتونو په ډول ټولي ستونزي د زغم او ورورۍ په فضاء کي حلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *