تاند- په پاکستان او هندوستان کې د نن مازدیګر زورورې زلزلې لږترلږه ۵۰ تنه یوازې په بلوچستان ایالت کې وژلي او وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې خورا ډېر وي.

د بلوچستان اعلي وزیر عبدالمالک بلوچ رسنیو ته وویل چې زلزلې په بلوچ مېشتو سیمو لکه بیدي، ماشي، خاران، بېله او جاو کې زیات تاوانونه اړولي دي.

دا هغه سیمې دي چې د ډیورند له کرښې لېرې او سند او هند ته نژدې دي.

د ده په وینا په کلات کې ۳۳ مړي له کنډوالو راایستل شوي دي.

د ده په وینا زلزله د بلوچ ازادي غوښتونکي قومندان الله نذر تر کنټرول لاندې سیمه لا ډېره ځپلې ده.

نور راپورونه وايي چې د زلزلې ټکانونو، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۷ درجې اټکل شوی، ښوونځي او د پوځ مرکزونه هم ویجاړ کړي دي.

له زلزلې وروسته د دوړو باد پیل شو چې له کبله یې سیمې ته د هوا له لارې تګ له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

په کوټه کې چارواکي وايي چې په دغه ایالت کې پنځوس تنه وژل شوي او سلګونو نور ژوبل دي. خو وېره لري چې د تلفاتو شمېر به زیات وي.

دې زلزلې په سند کې هم وراني کړې ده خو تراوسه پوري دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *