د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له نن /د امریکا په وخت د نوومبر ۸/ څخه د نوومبر تر ۲۰ پورې افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات او قطر ته سفر پیلوي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته لار هواره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل«ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد د اکتوبر په میاشت کې سیمې ته په خپل وروستي سفر کې د افغانستان له حکومت او طالبانو وغوښتل د خبرو لپاره صلاحیت لرونکي ټیمونه وټاکي او دواړه خواوې یې وهڅول چې دې لور ته ګامونه واخلي.»
د افغانستان حکومت په وروستیو ورځو کې د یوې صلاحیت لرونکې کمېټې پر جوړولو کار پیل کړی دی.
د امریکا له لوري د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خیلزاد له ټاکل کېدو وروسته هیلې غوړېدلي چې امریکا د افغانستان د سولې په مسله کې تر پخوا جدي شوې او ممکن د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو ته سوله ییزه حللار وموندل شي.
ATTENTION;DEAR PASHTOON LEADERS SALAMUALIKUM;
PLEASE DON,T BE HAPPY FOR KHALILZAD AND DON,T TRUST HIM.
HE IS AGAINST PASHTOON TRIB/HIS DECISION WILL BE WRONG ABOUT GENERAL PASHTOONS/HE GOT ANTI PASHTOON MENTALITY.
DO,NT FORGOT BUN CONFERENCE.
THANK YOU