تاند، جمعه، د دلوې ۱۱مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر او د دغه هیواد د باندنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله او مذاکراتو لیدنې کړې دي.
د پاکستان د پوځ په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، خلیلزاد له جنرال باجوه سره پد پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر (جي ایچ کیو) کې کتلي او په افغان سوله کې د زمینه سازۍ له کبله یې ترې مننه کړې ده.
زلمي خلیلزاد لا څه نه دي ویلي، خو دا په داسې حال کې ده چې کابل په دې وروستیو کې په اوربند پافشاري کوي او زلمي خلیلزاد بیا طالب مرکچیانو ته د تاوتریخوالي د دایمي راکمولو وړاندیز کړی دی.
د یادونې ده چې پاکستان وايي، په طالبانو له خپل ټول نفوذ څخه کار اخلي تر څو یې د افغان کشالې د سوله ییز حل لپاره وهڅوي.