زلمی خلیلزاد

تاند، دوشنبه‍ د سنبلې ۱۱ مه: که څه هم زلمي خلیلزاد تر اوسه څه ندي ویلي خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاندې درانۍ وزیري ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې خلیلزاد پرون ناوخته له دوحې څخه کابل ته له رسېدو وروسته له ولسمشر غني سره په ارګ کې کتلي او د سولې د خبرو جزیات یې ورکړي دي.

اغلې وزیري که څه هم په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ښاغلي خلیلزاد پرون په یو ټویټ کې ویلي وو، چې د سولې په اړه وروستي جزئیات به له افغان چارواکو سره شریک کړي.

په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو مذاکرات وړمه شپه بې له کومې ښکاره پایلې پايته ورسېدل.

زلمي خلیلزاد د یادو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته وویل، چې دواړې خواوې د داسې توافق په درشل کي دي، چې تاوتریخوالی به ورسره راکم شي او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به د خبرو زمینه برابره کړي.

دواړو لوریو تر دې مخکې خوشبیني ښودلې وه، چې په نهم دور مذاکراتو کې وروستۍ نتیجې ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي وو، چې نهم دور مذاکرات په بریا سره پای ته ورسېدل

ولسمشرۍ ماڼۍ او خلیلزاد په دې اړه تراوسه نور جزیات نه دې شریک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *