تاند، دوشنبه، د جدي ۱۶ مه: د قطر دفتر د یو شمېر سرچینو لخوا تاند ته تایید شوې ده چې زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی دی او نن به له طالب مشرانو سره وګوري.

دغه سرچینه وړاندې څه نه وايي، خو زیاتوي چې زلمی خلیلزاد تېره ورځ قطر ته رسېدلی او ټاکل شوې چې نن له طالب مشرانو سره وویني.

بلخوا حکومتي سرچینې وايي، زلمی خلیلزاد شاید یوولسم پړاو خبرې پيل نه کړي، بلکې له طالبانو څخه به په دې اړه وپوښتي چې اوربند ته راضي شوي دي که نه؟

د سرچینې په حواله طالبانو په لنډمهاله اوربند د یوې اوونۍ پورې هوکړه کړې ده، خو یو شمېر جنګي طالب مشران یې په اعلان او څرنګوالي اختلاف لري او له همدې کبله د قطر دفتر لا د ملا هیبت الله پریکړه نه ده ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د لنډې وقفې په نوم له طالبانو سره د ډسمبر په ۱۳مه خبرې ودرولې تر څو دواړه لوري وروستۍ سلا مشورې وکړي.

One thought on “زلمی خلیلزاد بیا دوحې ته رسېدلی دی”
  1. په پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل،” چې د پاکستان پارلمان په زور او پیسو جوړ شوی دی ځکه چې هره پرېکړه د ولس پرته په خپل سر کوي.

    محمود اڅکزي داخبرې نن د کوټې په پرېس کلب کې یوې جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې، هغه وویل د پاکستان سیاسي ګوندونه دې د پارلمان څخه د پوځ د سر لښکر د مودې غځولو لپاره په پوځي قانون کې د بدلون مخه ونیسي.

    اڅکزي په دې خبري غونډه کې خبریالانو ته د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې په کال ( ۲۰۱۸ ) کې هم د پاکستان په ټاکنو کې درغلي شوې وه چې مونږ ته اوس هیڅ د منلو وړ نه ده او روان حکومت هیڅ د ولس په رایو نه دی جوړ شوی، بلکې په درغلیو مینځته راغلی دی.

    محمود اڅکزي د پاکستاني ریاست پر سیاسیونو غږ وکړ چې د پاکستان د پوځ لښکر په قانون کې دې د بدلون مخه ونیول شي هغه وویل، پارلمان هڅه کوي چې دا قانون تغیر کړي، خو باید د تغیریدو مخه یې ونیول شي.

    محمود اڅکزي پر پاکستاني ریاست تور پورې کړ چې په دې وروستیو کې هیڅ داسې لاسته راوړنه هم نه لري چې یادونه یې وکړو، بلکې ورځ تر بلې سیاسي او اقتصادي حالت د خرابېدو په حال کې دی.

    محمود اڅکزي د دې خبري کنفرانس په یوې څنډه کې د افغانستان اړوند هم یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې پاکستان هیڅکله هم له افعانستان سره په ریښتیني ډول نه دی تللی، بلکې تل یې ورسره دوه مخي کړې ده.

    هغه داهم وویل، که چېرې پاکستان دوه مخي او ټګي ونه کړي په افغانستان کې د دریو میاشتو په موده کې سوله راتللی شي، خو پاکستان نه غواړي چې په ریښتیني ډول له افغانستان سره ودریږي.

    هغه وویل، د افغانستان سوله ټولو سیمه ییزو هېوادونو ته په ګټه ده چې باید ټول له خپله اړخه پوره پوره همکاري وکړي او پاکستان دې هم له ټګۍ پرته د افعان سولې ملاتړ وکړي.

    اڅکزی چې د پښتنو، بلکې د ټول افغانستان یو خواخوږی
    بلل کېږي تل یې د افغانستان لپاره ملي او د ولس په ګټه دریځ غوره کړی دی چې لاهم په همدې تګلاره مخکې روان دی چې له همد امله ترې افعانان خوښ دي.

    د یادونې وړ ده دا لومړی ځل نه دی چې محمود اڅکزی په پاکستان تور پورې کوي چې ګواکې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او هم د سولې په برخه کې ریښتینولي نه لري، بلکې له دې وړاندې هم نوموړي پر پاکستاني ریاست سختې نیوکې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *