تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن /جمعه/ سیمې ته راورسېږي.

زلمی خلیلزاد به، چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه سیلامشورې کوي، د دې سفر په لړ کې سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان ته لاړ شي.

که څه هم تېره میاشت زلمی خلیلزاد له ټاکل کېدو سره هممهاله د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره اسلام اباد او نوي ډیلي ته لاړ خو دا به د ځانګړي استازي په توګه د سولې د هلوځلو لپاره د ده لومړنی سفر وي.

خلیلزاد په افغانستان او عراق کې د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازي په توګه دندې ترسره کړي دي.

دی لومړنی افغان الاصل امریکايي دی چې په متحدو ایالتونو کې دومره لوړو پوستونو ته رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *