تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر او د دغه هیواد د باندنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله او مذاکراتو تر لیدنو وروسته نن سهار کابل ته رارسېدلی دی.
خلیلزاد چې په ټویټر دې ورځو کې څه نه لیکي په اړه یې د حکومت سرچینې وایي، چې نوموړي نن له ولسمشر سره د شریکولو لپاره د ناټو هیوادونو، د طالب مرکچیانو، د پاکستاني مشرانو وروستي نظرونه راوړي دي.
همدا راز ویل شوي چې هغه به له اجرایه رییس او افغان سیاستوالو سره هم لیدنې وکړي.
زلمي خلیلزاد لا څه نه دي ویلي، خو دا ځل افغانستان او پاکستان ته په داسې حال کې راغلی چې کابل په دې وروستیو کې په اوربند پافشاري کوي او زلمي خلیلزاد بیا طالب مرکچیانو ته د تاوتریخوالي د دایمي راکمولو وړاندیز کړی دی.
د یادونې ده چې پاکستان وايي، په طالبانو له خپل ټول نفوذ څخه کار اخلي تر څو یې د افغان کشالې د سوله ییز حل لپاره وهڅوي.