تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: زلمی خلیلزاد طالبانو سره د اتم پړاو خبرو ختمولو وروسته واشنګټن ته رسېدلی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د مذاکراتو د اتم پړاو په پای کې پر خپل ټویټر ولیکل چې د اګست له درېیمې راهیسې د سولې د خبرو پیل کړی دا پړاو یې پای ته رسولی دی: (( دغې پړاو څو ورځې ونیوې، چې موږ په کې د هوکړې پر تخنیکي اړخ زیات تمرکز درلود.))

خلیلزاد وايي، واشنګټن ته ځکه ستون شوی چې د امریکا له مشرانو سره د سولې د مذاکراتو په تړاو د راتلونکو اقداماتو برخه کې سلا مشورې وکړي.

بلخوا ذبیح الله مجاهد هم تایید کړې چې طالبان هم د اتم پړاو خبرو نه وروسته له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي.

د سولې د خبرو اتم پړاو د اسد په ۱۲مه د قطر په دوحه کې پیل شوی و چې ورسره تمه وه د سولې هوکړه به په کې نهايي او لاسلیک شي، خو اټکلونه لا هم ناسم ثابت شول.

One thought on “زلمی خلیلزاد واشنګټن ته رسېدلی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *