زلمی رسول له احمدضیا مسعود او حبیبې سرابي سره

د تېرو دوولسو کلونو په اړه د قضاوت لپاره تر ټولو ساده لاره همداده، چې له ځانه پوښتنه وکړو، چې حامد کرزي کوم داسې کار کړی، چې په هغه کې یې د نظار شورا دجنګسالارانو مصلحت او ګټې په پام کې نه وي نیولې ؟ خبره د هغو لویو سیاستونو او پرېکړو پر سر ده، چې د هېواد لباره سیاسي، حقوقي، فرهنګي او اقتصادي پایلې او اغېزې لرٍي او د وخت به تېرېدو سره د تاریخ یوه برخه ګرځي.

په کابینه کې د ۷۰ فیصدو پښتنو ونډه ۳۰ فیصدو ته را ښکته کول، د جعلي او کاذبو معلوماتو پر بنسټ د پنجشیر ولسوالۍ ولایت کول، په افغانی بانکنوټونو باندې د افغان مشاهیرو د انځرونو مخنیوی، په قومونو ا وقبایلو د ملي اردو او پولیسو وېشل او د پښتنو  ونډه ۳۰ فیصدو ته راښکته کول، جنګی قوماندانو او فاسدو جګړه ماروته د اتل، شهید، بل او بل لقبونو ورکول، له بیت المال څخه د درملنې، جایزو، دسترخوان، مېلمستیاوو او نورو امتیازونو په نوم ناوړه ګټه اخستل، د نظار شورا د غړو له خوا د کابل د تاریخی ځایونو لاندې کول او د شیر پور په شان د ستراتیژیکو تاریخي ځایونو غصب او چور، د ملي مصطلحاتو او په اردو  او نورو پوځي چارو کې فرهنګی لاسوهنې او داسې نورې د سیاسي فساد فجایع هغه نمونې دي، چې په تیرو دوولسو کلونو کې د نظار شورا د فاسدې واکمنۍ    ناوړه اغېزې یې بللای شو،

حامد کرزی، د داسې یو کس په توګه چې د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره یې له هیڅ راز سیاسي فساد او معاملې نه مخ نه دی اړولی، په واقعیت کې د شمال ټلوالې هغه مهره وه، چې پرېکړې د ده په نوم کېدلې خو امتیاز او سیاسي مزې په کې نظار شورا او جمعیتیانو کولې. کرزی په تصمیم نیولو کې د نظار شورا په انحصار کې و او هرې موضوع ته یې د نظار شورا له عینکو کتل، په لومړۍ دوره کې ضیا مسعود او په دویمه دوره کې قسیم فهیم د لومړیو مرستیالانو په نوم د جمهور رئیسانو رول ولوباوه،

د قسیم فهیم له مړینې وروسته د جمعیت له خوا د ولسمشر د لومړي مرستیال ټاکل کېدل دا وښودله چې کرزی د افغانستان اساسي قانون نه بلکې د جمعیت د غړو او شورای نظار پرېکړې عملي کوي، هماغه کس، چې جمعیت یې په ګوته کوي کرزی یې ولسي جرګې ته ور پیزنی، په دې اساس د قانوني راتلل د افغانستان د اساسي قانون ننګونه او  په جمعیت کې د کرزی د ماموریت د اثبات لپاره کافی دلیل دی.

اوس چې ټاکنې را روانې دي ، کرزي زلمی رسول را وړاندې کړی او مرستیال ورسره د ده پخوانی مرستیال ضیا مسعود دی ، د تجربې له مخې قاطع اکثریت افغانان په دې پوه دي، چې حامد کرزی له خپلو ټولو کمزوریو سره نسبت زلمي رسول ته یو څه ذاتي صلاحیتونه لري، یعنې زلمی رسول نسبت کرزي ته ډیر کمزوری، تنبل او له کاری وړتیا او ذاتي صلاحیتونو بې برخې کس دی، اوس نو پوښتنه پیدا کیږي، چې کرزي هر هر څه د نظار شورا په خوښه کول او کوي یې نو زلمی رسول به د کومې وړتیا له مخې دا سې او یا تر ده زیات د نظار شورا په واک او انحصار کې نه وي. ؟

خبره ښکاره ده، چې زلمی رسول نظر هغو ځانګړنو ته چې د ده په شخصیت کې لیدل کیږي، د در غلیو له لارې د رئیس جمهور کېدو په صورت کې به د نظار شورا لپاره وسیله وي او ډیر داسې کارونه به د ده په نوم وکړي، چې د افغانستان اساسي قانون او تاریخي ارزښتونه به یې د تحمل توان نلري. په راتلونکو پنخو کلونو کې دشمال ټلوالې پلانونه د تېرو لسو کلونو په نسبت ډیر خطرناک او د افغانستان سیاسي نظام ته مضر دي.

زلمی رسول، چې د کاندیدۍ له پیل څخه تر ننه پورې یې یې ټولې هلې ځلې له دولتي امکاناتو او غیر قانوني لارو برابریږي، د سولې د شورا غړي، د پوهنې وزیر ، د پکتیا والي او د کندهار چارواکي په ډېره بې پروایۍ سره له دولتي وخت او امکاناتو ګټه اخلي. او غواړي له غیر قانوني لارو هغه څوک په ملت وتپي، چې نه یوازې کاري وړتیا نلري، بلکې دومره وړتیا نلري، چې خپل قانوني واکونه اعمال کړي، په همدې دلیل زه له خپل ولس نه غوښتنه کوم، چې داسې یو کس ته رایه مه ورکوی، چې په راتلو سره یې د نظار شورا واکمني دوام کوي، سیاسي فساد دوام کوي، د ځمکو غصب دوام کوي، اساسي قانون تر پښو لاندې او بې ارزښته کیږي. هغه کسان، چې سر له اوسه د ملت په  اراده پښې ږدي او زلمي رسول ته د درغلیو لپاره تیاری نیسي. هغوی دې خپلو ګرېوانونو کې سر کوز کړي. که نه نو افغانستان لاړه تباه شو، نظام او سیستم یې لاړو برباد شو، د بدلون هیلې لاړې مړې شوې . ټول افغانان په یوه غږ باید لاړ شي رایې وکاروي دا سې یو کس ته چې د جمهوری ریاست وړتیا ولري، او د کارسړی وي.

0 thoughts on “زلمی رسول د نظار شورا د واکمنۍ دوام/ عبدالولي بارکزی”
  1. ډیره ښکلی او له ریښتیا ډکه لیکنه ده او ما خو تری دا برداشت کړه چی افغان ملت ته خدای پاک آخری چانس د یو سوکاله او سرلوړی افغانستان د جوړولو لپاره د ښاغلی اشرف غنی احمد زی صیب په بریا کی رالیږلی ده خو هر هغه وزیر والی او یا نور لوړ پوړی دولتی چارواکی چی ددی ټیم په خلاف له بل نومانده چی نه نوم لری او نه ریښی مالومی دی ملاتړ کوی دوی د افغانستان اصلی او داخلی دښمنان دی(دلستوڼی ماران) او نه پریږدی چی داملت نور د سوکالی او ثبات په لور یون ولری او له خلکو می دا غوښتنه ده چی لارو او کوڅو ته راووځی اوددی داخلی دښمنانو دا دسیسی شنډی کړی ځکه موږ هسی له خارجی دښمنانو سر ټکوو ددی وطن اصلی دښمنان خو له دی خاوری تغذی کیږی هم او بیا یی پر ضد داسی نا پاکه دسیسی جوړوی نور د خدای لپاره بس دی او ددی خلکو آزار مه اخلی
    منندوی په افغانی مینه

  2. ډیر خوشحاله یم چې د افغانانو سیاسي شعور اوس په زلمي توب راغلی او د خپل ولس خدمتګاران او نا اهل او وطن خرڅوونکي پیژني زه دې ته سوچ وړی یم چې دغه زلمی رسول چې شعارونه ورکوي کوم نوښت ده په هغه دندو کې رامنځته کړی چې په تیره دوره کې ورته سپارل شوې وې دی اوس د مداریانو په شان له هر ډول لاس صفایي او خولې چالاکي کار اخلي تیره ورځ مې په تلویزیون کې د تودو خبرو په بحث کې ولیدل چې د زلمي نماینده په اشرف غني یو څو نیوکې وکړې خو عجیبه دا وه چې یو څو تصویرونه یې ښودل خو کله چې د اشرف غني نماینده راغلو بیا یې لاس هم نه ور وړاندې کولو ده ویل چې اشرف غني د دولت ملاتړ لري او ځینې لوړ رتبه مامورین هم د ده ترڅنګ ولاړ دي کله چې نوموړي دغه انتقاد کولو نو ماته دا متل رایاد شو چې غله هم وايي چې غله دي هغه داسې وه چې یو کلي ته غله لاړ وه د کلي خلک پسې راجګ شول غلو منډې او کلیوالو هم ورپسې منډې کړې نو د کلي خلکو چغې وهلې چې غله دي کله چې غله ستړي شوه نو غلي شول د کلي خلک پرې ور ورسیدل په دغه وخت دغه غله د کلي د خلکو سره یو ځای او چغې یې کړې چې غله دي هلی غله دي نو ماته دا په زهن کې کښیناستل چې اوس زلمی رسول غواړي د تقلب له لارې ځان رامخته کړي خو د دې په خاطر د مخه خپل تقلب په نور ورتپي او وايي چې دولت د اشرف غني ملاتړ کوي که نه ټولو افغانانو ته د کرزي ملاتړ معلوم دی چې له چایې کوي الفت صاحب په دغه اړه وايي
    نورو کې وینو هغه څه چې یې په ځان کې وینو +د خپل غلط قیاس عکسونه په جهان کې وینو
    په ائینه کې ماشومان تصویر د ځان ګوري + کوي باور چې واقعي نور ماشومان ګوري
    نو اوس زلمی رسول هغه څه په نورو کې لټوي او پر نورو یې تپي چې خپله یې د کولو په تکل را وتلی که نه دی او د ده ټیم په دې ښه پوهیږي چې هیڅکله به هم دا ویښ ولس پرې اعتبار ونه کا او نه به د دې دولت کړنو ته د دوام چانس ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *