تاند، سه شنبه، د اسد ۱۵مه: د ۱۳۹۸ کال د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند زلمی رسول له خپلې نوماندۍ څخه د ولسمشر غني په ګټه تېر شو.

نوموړي نن په یوه لویه غونډه کې اعلان وکړ چې له خپلې نوماندۍ څخه د دولت ساز ټاکنیزې ډلې په ګټه تېرېږي.

زلمی رسول دا وار ولسمشریزو ټاکنو ته د لومړي مرستیال عبدالجبار تقوا او دویم مرستیال غلام علي وحدت په ملتیا راوړاندې شوی و.

ولسمشر غني د زلمي رسول د انصراف په تړاو له هغه مننه وکړه او زیاته یې کړه، زلمی رسول په یوې داسې کورنۍ پورې تړلی دی چې په افغانستان کې یې تل د یوې قانونمندې ټولنې لرلو لپاره مبارزه کړې ده.

زلمی رسول په ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې هم نوماند او په دریمه درجه کې راغلی و.

نوموړی د افغانستان د ملت بابا اعلیحضرت ظاهر شاه نږدې ترین کس، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *