تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وايي، د پاکستان د نوي حکومت له لوري همکارۍ ته خوشبینه دی او په دې باور لري چې طالبان بیا واک ته نه شي رسېدای.
زلمي رسول پرون له فرانس ۲۴ خبري تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل: له پاکستاني چارواکو سره وروستیو خبرو افغانستان هیله من کړی دی.
تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشرحامد کرزی د دوو ورځو لپاره په اسلام اباد کې و چې په لړ کې یې د پاکستان له نوي صدراعظم نوازشریف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل.
دا په پاکستان کې د مې د میاشتې له انتخاباتو او د صدراعظم په توګه د نوازشریف له غوره کېدو وروسته له نوموړي سره د حامد کرزي لومړۍ کتنه وه.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د دولت ځیني عناصر په دې تورن دي چې په پراخه پیمانه د طالبانو مالي مرسته کوي، دا ډله کنټرولوي او پناه ورکوي خو اسلام اباد ظاهراً وايي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هیڅ هڅه نه سپموي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې تلویزیون ته وویل، کابل د اسلام اباد له نوي حکومت سره ډېرو ښو اړیکو ته بې دلیله هیله من نه دی.
ده زیاته کړه:«فکر کوم چې اوس په پاکستان کې دا درک رامنځته شوی چې پاکستان خورا زیاتې امنیتي او اقتصادي ستونزې لري، او دا ستونزې له افغانستان سره د تروریزم پرضد په جګړه کې له همکارۍ پرته نه شي حل کېدای.
ښاغلي رسول له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د قوت موندلو په اړه اندېښنې رد کړې، ویې ویل چې په دې برخه کې زیاته مبالغه کېږي.
د ده په وینا طالبانو په سږني دوبي کې ډېرې هلې ځلې وکړې چې داسي وښيي چې ګواکي د ۲۰۱۴ کال په پای کې دوی بېرته واک ته رسېدای شي خو بریالي نه شول.
د افغانستان د باندنیو چارو وزیر همداراز وویل:« طالبان د افغانانو لپاره هیڅ جذابیت نه لري ځکه چې د دوی کار یوازې وژل دي، دوی د افغانانو لپاره له دې پرته بل څه نه لري.»
زلمي رسول دا هم وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د هیواد د اتیا فیصده سیمو امنیت په خپله ساتي.
ده په عین حال کې وویل چې په هلمند او کندهار کې څو ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې دي.
داسی ښکاری زلمی رسول د هغه پروګرام سره سم روان دی چی پنجاب یی غواړی. اوس دی د یوی خوا هڅه کوی چی د افغانانو مغزونو کی د پنجاپ تصویر ښه کړی او د بلی خوا په دی ډاډه شوی دی چی پنجاپ هم نه غواړی چی طالبانو واک ته ورسیږی نوموړی نه سیاسی عالم دی ، نه سیاستوال او نه د افغانستان او سیمی په پیښو کی داخیل سړی دی په ده کی دا استعداد هم نه شته چی د هیواد له پاره ملی سیاست طرح کړی او د افغانستان په ګټه فعاله دیپلوماسی رامنځته کړی.
په دی ډول د کرزی سفر اسلام اباد ته ډیر د شرمه ډکه موضوع وه هغه نه یوازی په خپله یوه پیسه شو بلکی د افغانانو دریز یی په یوه روپی کړ. د کابل اداره تر ټولو کمزوری او بیسواده اداره ده چی یو مثال یی په خپله زلمی رسول دی