تاند-  د ولسمشرۍ ناکام کاندید زلمی رسول نن په یوه غونډه کې د عبداله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

تر دې مخکې د ولسمشرۍ یوه بل کاندید ګل اغا شېرزي هم د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړی و.

زلمی رسول له عبدالله عبدالله سره په یوه خبري غونډه کې، چې ګل اغا شېرزی هم حاضر و، برحه واخیسته او د ولسمشرۍ په دوهم ځلی انتخاباتو کې یې د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.

تر اوسه څرګنده نه ده چې زلمي رسول په کومو شرطونو له عبدالله عبدالله سره یوځای شوی دی خو ګومان کېږي چې د وزارت ژمنه به ورکړل شوې وي.

تر انتخاباتو مخکې زلمی رسول ډېرو خلکو ته یو له دوو مخکښو کاندیدانو څخه ښکارېده ځکه چې د ولسمشر کرزي د خوښې وړ کاندید ښکارېده.

په تېرو څو ورځو کې د پکتیا د والي جمعه خان همدرد په شان یو شمېر مخور کسان، چې د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې یې زلمي رسول ته د څه باندې ۱۱ فیصدو رایو په ګټلو کې مهم رول درلود، له اشرف غني احمدزي سره یوځای شوي دي.

تاند ته معلومه شوې چې ټاکل شوې وه چې زلمی رسول د نهايي پایلو له اعلانه وروسته د عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړي خو له اشرف غني احمدزي سره د جمعه خان همدرد، قاضي محمد وقاد او وحید الله سباوون د ملاتړ اعلان سبب شو چې دوی خپل اعلان رامخکې کړي څو د ښاغلي رسول نور ملګري انشعاب ونه کړي او له ده سره یوځای د ښاغلي عبدالله ټیم ته واوړي.

د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې ترلاسه نه کړای شوې.

ټاکل شوې ده چې د جوزا په ۲۴ مه د دوو مخکښو کاندیدانو ښاغلیو عبدالله او غني ترمنځ دوهم ځليانتخابات وشي.

14 thoughts on “زلمی رسول له عبدالله عبدالله سره ملګری شو”
  1. سیاست هم څه عجیب شی دی
    یووخت وو چه ګل آغا شیرزی به زلمی رسول ته بی ناموسه ویل او نن بیا ورسره په یوه کاسه ډوډی خوری

  2. ټولو هغو کسانو ته د دې یو ځای کېدو مبارکي وایم چې په پاکستان او ایران باندې د افغانستان د پلورلو او ویشلو ارزومن د ي. مبارک دې وي د شاه شجاع په ټولو لمسیو او کړوسیو!

  3. که زلمی رسول له محقق او عبدالله سره یوځای شی نو دا به په دی معنی وی چی د دشت برچی ټول کثافات او چټلی به دی وخوری.

  4. دکندهاریو پاچا تر اوسه پښتوته کارندی کړی اواضافه پښتانه ځپلی اوځپی یی ښه مثالونه یی ظاهرهاه ،داودخان چه حتی خپله یی هم په پښتو ژبه خبری نشوی کولای او اوس راشه دی لوی خولی اودی بل بی ناموسه ته دپښتنو په رایه د پښتنو داصلی دښمنانو سره سوداکوی زه خووایم چه ددینه خوولاکه بله بیغیرتی په دیناکی پداکړی الله دی داسی بی ناموسان هلاک اوبرباد کړی

  5. دا خو ډیر خواشینی خبر وو. هیله لرو چی استاد سیاف د داکتر اشرف غنی احمدزی سره یوځای شی.

  6. جمه خان همدرد أوس بوه شو او فكري سرته راغي اوخبل تاريخي بس منزل ته متوجه شو أوس هم سر وخت دي به دي لار كي د دوي يو والي غوارم .

  7. دا هغه ګند دی چی هیڅ وخت د افغانستان د ګټی او د دی مظلوم ولس د ګټو لپاره فکر نه کوی او نه یی هم کړیدی بلکه د خپل شخصی ګټو لپاره هر څه کوی دی ته به حتما د یو نه بلکه څو وزارتونو ژمنه شوی وی، دوی ددی اهلیت نلری ترڅو هیواد او خلکو ته خدمت وکړی ددوی ضمیرونه مړه دی ټول دوی خپل امتحان ورکړیدی زما په نظر د اشرف غنی څخه بغیر یو یی هم د هیواد او خلکو لپاره ژمن نه دی، بس د ځان غم کی دی کنه بیا به وګورو که عبدالله وګټل نو ټولو ته به ښکاره شی چی دوی هماغه لیوان دی چی د افغانستان په ورانولو او د خلکو په ځورولو، مړه کولو او بربادی کی لوی لاس لرل،لکه څنګه چی زه د اویایمی لسزیزی غمیزی نشم هیرولای هیڅ افغان به دغه غمیزه هیره نه کړی نو بیا څنګه عبدالله وکولای شی چی یو ځل ۱۹۰ درجی فرق وکړی او د یو قاتل، چپاولګر، غاصب او داړه مار څخه یو سپیڅلی انسان جوړ شی ، د تعجب خبره ده

  8. دیر شه خبره ده، الله تعالی تولو ته اتفاق او اتحاد درکری

  9. عبدالله نسبت اشرف نه ښه ده ځکه په پښتنو باندې به لږ پام کوي خو که اشرف غنی شو نو بیا به په پاړسیوان پام کوي ځکه مخالف سمت نه هر یو ډاریږي کرزي پښتون وه پاړسیوانان په سر وخیزول هزارګان چې پخوا تشنابونه پاکول خو اوس يې پښتون غلام ده مړه د وی داسی پښتانه چې ددوي په مشري کې پښتانه زورول کیږی وژل کیږی .

  10. لنډغر تل د بل لنډغر یا خو لکۍ نیسي او یا خو یې لکۍ له اوله نیولي وي. دا کومه نوي خبره نه او ټول ورباندې پوهیړي چې دغو لډرانو لا هم د ملت په احساساتو د ملنډو وهلو تنده نه ده ماته شوي.

  11. da zalmy rasol mulatar da abdollah sara kom ahmit na lari
    aw pa doham praw ki da ashraf ghani pa rayo his aghiza na pribasy
    zaka zalmay rasol pa afghanano his raya na lari

  12. دا خو نن نه له ډېره مخه د دې ټړون کېدل اټکل کېدلی شوای. ولې دا خلک په ځانګړونو سره یو دي. خو د خواشینۍ ځای دا دی چې داسې خلک خو په افغانستان کې ډېر دي خو لکه احمدزی صیب یو په زرو کالو کې خدای پاک لکه چانس په دې خاوره پیدا کوي. په درنښت

  13. دوی کمبختان نو څه وکړي ډاکتر صیب احمدزي ورته پیسی او وزارتونه ورنکړل، نو دوی مجبور شول چې د یو غل سره یو ځای شې چې مصرف شوي پیسې بیرته پوره کړی ځکه چې د خپلو بادارو هیوادنو څخه ډیر زیات پوروړي شوي دی هو هم یو وزارت ترلاسه کړي.ګل اغ شیرزي اشرف غني ته ویلی چې ماته به وزارت راکوی بیا به یو ځای شم درسره، ډاکتر صیب غني ورته وویل چې یو ولسوالۍ هم نه درکوم نو دي کمبخت سه کړی وه نو!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  14. دوی کمبختان نو څه وکړي ډاکتر صیب احمدزي ورته پیسی او وزارتونه ورنکړل، نو دوی مجبور شول چې د یو غل سره یو ځای شې چې مصرف شوي پیسې بیرته پوره کړی ځکه چې د خپلو بادارو هیوادنو څخه ډیر زیات پوروړي شوي دی هو هم یو وزارت ترلاسه کړي.ګل اغ شیرزي اشرف غني ته ویلی چې ماته به وزارت راکوی بیا به یو ځای شم درسره، ډاکتر صیب غني ورته وویل چې یو ولسوالۍ هم نه درکوم نو دي کمبخت سه کړی وه نو!??????????????????????????

  15. نه پوهیږی چی دا د افغانستان سیاستمدارانو په افغانستان کښی کومه لوبه راوانه کړی ده یو ورځ یو کاندید راپاسی مثلا ښاغلي شیرزي ویلی وو “یوشمېر نوماندان دي، نوم به يې واخلم زلمی رسول نومېږي، له لوېدیځ نه راغلی غواړي چې د دې هېواد باچا شي. ناموس نلری، د غرب جاسوس دی که چیری زلمی رسول پاچا شی جهاد نو پر ضد به یی جهاد وکړم او کرزي صیب هم خپل ورور ورته تېر کړ، کرزی صیب غواړي چې ریموټ کنټرول په خپل لاس کې ونیسي او له ده نه د یوه تلویزیون په څیر کار واخلي. او همدارنګه زلمی رسول یی د پاکستان په حملو هم تورن کړو او بیا وایی چی دوی د نړی فاسد وزیران دی چې په نړۍ کې اعلان شول بیا نو څنګه کولی شي چې د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي خو اوس د خپلو شخصی ګټو لپاره غواړی د همدغی کاندی سره یو ځای شی چی دی څخه دا نتیجه اخستلی شو چی دا پورتنی ټول بد صفات چی شیرزی ډاکټر صاحب زلمی رسول ته کارولی دی خپله په شیرزی کښی موجود دی زما په فکر چی اینده کښی به د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله ټیم چی د اصلاحاتو او همپالنی دعودار دی هم ناکام ثابت کړی ځکه داسی کسانو باندی هیڅ باور ندی پکار د دوی مثال لکه د امیب وایرس دی چی هیڅ پته یی نه لګی چی کله په کوم شکل را څرګندیږی زما په فکر سره باید داسی کسانو ته هیڅ ځای ورنکړل شی ځکه دوی صرف دی چوکی وږی دی او بس نوره فیصله به ملت ته پریږدو

  16. خبره ټوله خلاصه شوی دومره پاته ده چه دزلمی رسول نکاح ولوی خولی شیرزی ته وټړی یو به فاعل شی او هغه بل هسی هم مفعول د

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *