تاند- زلمی رسول وايي چې د ولسمشر کرزي ورور قیوم کرزی تیار شوی چې د ده په ګټه د ولسمشرۍ له کاندیداتورۍ لاس واخلي او په پام کې ده چې دواړه یو ايتلاف جوړ کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې زلمي رسول تېره شپه په یوه مرکه کې وویل:«موږ په دې خبرې کوو چې څرنګه له یو بل سره یوځای کېدای شو، تراوسه لا وروستۍ موافقې ته نه یو رسېدلي، خو نژدې شوي یو. زموږ خبرې لا پای ته نه دي رسېدلي… خو ژر به خبر شئ.»

رویټرز خبري اژانس وايي، قیوم کرزی، چې د افغانستان د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ یو له څو مخکښو کاندیدانو څخه ګڼل کېږي، تراوسه پوري حاضر شوی نه دی چې د پټو دروازو ترشا د خبرو په اړه رسنیو ته څه ووايي.

تر دې مخکې یوې ۱۷۰ کسیزې جرګې ډېرې هڅې وکړې چې قیوم کرزی او زلمی رسول ايتلاف ته وهڅوي او له دوی څخه یو د بل په وړاندې له کاندیداتورۍ تېر شي خو د جرګې هڅې ناکامې شوې.

په پیل کې د جرګې ځینو غړیو وویل چې قیوم کرزی حاضر شوی چې له کاندیداتورۍ لاس واخلي خو وروسته قیوم کرزي په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې نه تېر شوی او نه به په راتلونکې کې له کاندیداتورۍ لاس واخلي.

له بلې خوا نن په تخار کې د ولسمشرۍ د کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د لسګونو زرو کسانو په ګډون لویه غونډه جوړه شوه.

1په غونډه کې، چې د جنرال عبدالرشید دوستم زیاتو پلویانو هم ګډون کړی و، د اشرف غني په مشرۍ انتخاباتي ټیم خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړ.

د تخار اوسېدونکي وايي چې تر دې مخکې یې په خپل ولایت کې دومره لویه غونډه نه وه لیدلې.

همدا راز د ختیځ زون د درېیو ولایتونو(ننګرهار،لغمان او کونړ)سلګونه قومي مخورو او ځوانانو په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین د عمومي دفتر تر چتر لاندې دفترونو کې د بېلا، بېلو غونډو پرمهال د ډاکټرمحمد اشرف غني ملاتړ اعلان کړ.

2 thoughts on “زلمی رسول وايي، قیوم کرزي زما په ګټه له کاندیداتورۍ لاس اخلي”
  1. د څښتن سر یې خوړلی! د یوځای کېدو هلې ځلې ددوۍ د ناکامۍ او ضعف څرګندونه کوي. زه فکر کوم چې دواړه له یوه فامیله دي او محدود شمېر ارګي پلویان لري. که نور واړه کاندیدان هم ورسره یوځای شي فکر نه کوم چې حتی ۱۱ فیصده رایه به ترلاسه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *