نکلچیان د نکل په ابتدا کې وایي:« و نه و….» په دغه عبارت کې « بې زمانه زمان» ته اشاره وینو، ازلي زمانې ته، هغه وخت ته چې د اوس غوندې نه و؛ لومړنی وخت و؛ د اعلی مثالونو زمانه وه. اوس هم خلک میینېږي مګر ادم و درخانۍ ته نه رسېږي، اوس هم پهلوانان شته خو رستم یې اعلی مثال دی.

ملایان وایي په مړیو همېشه مازدیګر دی، یعنې د مړیو په دنیا کې زمانه ولاړه ده. د نکلونو زمانه د ازلي زمانې په څېر ولاړه غوندې وي. دلته د سل، زر او لس زره کاله پخوا وخت تر منځ فرق نشته.

په انګرېزي ادب کې یوه اصطلاح ده چې اناکرونزم Anachronism ورته وایٍي او منظور ورڅخه په لیکنه کې هر هغه څه دي چې د لیکنې له زمانې سره سمون نه خوري. که د طالبانو د دوران کیسه لیکو او وایو چې د موبایل زنګ راغی، په کیسه کې به مو د اناکرونزم ستونزه وي، ځکه د طالبانو په دوران کې په افغانستان کې موبایل تلفونونه نه وو. د اناکرونزم اصطلاح په اوولسمه پېړۍ کې انګلیسي ادب ته داخله شوه. له اولسمې پېړۍ راورسته په اروپایي ادب کې د زمان عامل اهمیت وموند.

تر دې له مخه د لویدیځ په ادب او فلسفه باندې د افلاطون د دې نظریې سیوری خپور و چې د فاني دنیا د محسوسو شیانو ورهاخوا ثابت او ابدي صورتونه (مُثُل، Ideas) شته چې د زمانې تېرېدا ورباندې اثر نه پرېباسي او دغه محسوس او فناکېدونکي شیان د نوموړیو صورتونو او ثابتو حقایقو د سیوریو مثال لري.

په ځینو پښتو نکلونو کې د اکبرپاچا د دوران یادونه کېږي. جلال الدین اکبر ازلي نه بلکې تاریخي شخصیت دی مګر د هغه دوران ته اشاره د دغو نکلونو د زمانې ازلي ماهیت نه بدلوي، ځکه په یادو شویو نکلونو کې د خاصې زمانې اثر نه وینو.

د بابر له بریدونو او د سوریانو له بریو او ماتو وروسته د اکبر زمانه د یوه اوږده ثبات زمانه وه چې ګڼو پښتنو پکې زراعتي ژوند ته مخه کړه. مونږ ویلای شو چې په نکلونو کې د اکبر پاچا زمانې ته اشاره د ژوند د یو نوي پړاو د پیل کېدو او یا په بله ژبه د لومړني ازلي زمان ( و نه و) استعاره ده. هغه زمان چې برخې ورکې ټاکل کېږي او فوق العاده دی.

د نکلونو زمان عام وي نه خاص. نکلونه د نالوستې، قبایلي ټولنې د کلچر پیداوار وي. په قبایلي ټولنه کې چې یو څوک یو نوی کار وکړي، ممکن له دغسې نیوکې سره مخامخ شي:« زموږ مشرانو خو داسې نه وو کړي.»

وروسته پاتې قبایلي انسان ګومان کوي چې یو وخت، ډېر پخوا، د دوی د مشرانو په زمانه کې د ژوند سمې لارې موندل شوې وې، اوس هوښیار هغه دی چې نوموړې لارې پوره وپيژني او تکړه هغه دی چې د تېرو فوق العاده کسانو په پل، پل کېږدي.

وروسته پاتې انسان که څه هم په خپله زمانه کې اوسي خو د خپلو ایډیالونو خیمه یې د یوې ډېرې لرې، له لاسه وتلې، ورکې زمانې په صحرا کې درولې ده او دی د خپلو نکلونو او قصو په وزرونو هڅه کوي چې هغلته ورشي او هلته واوسي.

د ناول تر زېږېدو له مخه، د پخوا وختونو نکلونه په « بې زمانه زمان» کې پېښېږي. د اروپا په کلاسیک ادب کې په یوه شواروز کې د تراژیدي د پېښو محدودول د انسان په ژوند کې د زمان اړخ ته د اهمیت نه ورکولو یوه نخښه ده.

په لرغوني یونان و روم کې او منځنیو پېړیو کې په ادبي آثارو کې ثابتو اصولو ، ارزښتونو او قالبونو ته اهیمت ورکول، تر ډېره حده، د افلاطون د هغې نظریې پایله وه چې د محسوسو شیانو ورهاخوا یې د ثابتو صورتونو د شتون په باره کې لرله.

له بلې خوا زموږ دیواني شاعرانو ته دا ضروري ښکارېده چې له الفه تر یأ پورې ردیفونه ولري ، د غزل په مقطع کې خامخا نوم راولي او د وحدت په میخانه کې شراب وڅښي. ته به وایې چې له دغو شاعرانو سره وېره وه چې که زلفې ماران ونه ګڼي، په مینه کې رقیب ونه لري او معشوقه ظالمه ونه بولي، د شاعرانو له ټولي به وایستل شي. دا ولې؟ دا ځکه چې زموږ په فکر او ادب کې دا نظر غالب و چې د ادب او حقیقت تر ټولو بشپړ مثالونه یو وخت موجود وو او اوس زموږ اصلي کار د هغو پیروي ده.

له رنسانس څخه راوروسته اروپایي ادب د فلسفې او فزیک د نویو پرمختګونو په رڼا کې وار په وار زمان ته د داستان د یو مهم بعد په سترګه وکتل او په دې ډول ناول رامنځ ته شو.

د پخوانو داستانونو او نکلونو پېښې په عام زمان کې پېښېږي خو د اوسنۍ کیسې حوادث په خاص زمان کې واقع کېږي. د اوسنۍ کیسې کرکټرونه په یو خاص زمان کې ژوند کوي او دغه زمان د دوی په خوی، عادتونو، ژبې او د ژوند او فکر په طرز باندې اثر لري.

د انګرېز ناول لیکونکي ایډګر مورګان فورسټر په قول ، پخواني ادب ډېره توجه « د ارزښتونو په اساس ژوند» ته ورکوله خو ناول « د زمان په اساس ژوند» انځور کړ او په دې ډول یې ادبیاتو ته نوې دنده وسپارله.

په اوسنو کیسو کې زمانه په دوه ډوله احساسېږي: یو دا چې هر څوک د عمر په بېل پړاو کې بېل طبیعت لري او بل د هرې زمانې د خلکو ځانګړنې د نورو زمانو د خلکو له ځانګړنو بېلې دي.

په پخوانو نکلونو کې که یو څوک میین وي بیا ممکن د ژوند تر پایه پورې د مینې اور ورباندې بل وي خو نوې کیسه چې د زمان له زوره خبره ده، معمولا د دغه اور د ژبغړاندو لمبو په همېشه والي باور نه لري. په اوسنو کیسو کې د سردار شاه محمود خان د وخت مامور د تنګو بایڅو پطلون اغوندي او زړه قره قل خولۍ په سروي. د سردار داوود خان د جمهوریت د وخت مامور پاچه کلان پطلون اغوندي ، لوڅ سر ګرځي. د ظاهر شاه یا کرزي د دموکراسیو مامور ممکن په عام مجلس کې په حکومت پسې بد ووایي خو د داوود خان د جمهوریت مامور شاید په خپل کور کې هم دا په خیر وګڼي چې حکومت په بدو یاد نه کړي.

د استاد شپون په یوه لیکنه کې مې لوستي وو چې د کیسو د پېښو لپاره مناسب زمان بشپړ تېر مهال ( مطلقه ماضي) دی او په پیښور پوهنتون کې مې له پروفیسر ډاکتر محمد اعظم اعظم څخه اورېدلي وو چې د ډرامې او کیسې یو اصلي توپیر په دې کې دی چې ډرامه په اوسهمال کې او کیسه په ماضی کې پېښېږي.

له لومړۍ نړیوالې جګړې ( ۱۹۱۴-۱۹۱۸) راهیسې ځینو ناول لیکونکو یوه نوې طریقه خپله کړې ده. داسې چې د کرکټر په ذهن کې چې څه تېرېږي لیکوال یې هماغسې بیانوي. د لیکلو دغه طرز ته د ذهن بهیر Stream of Consciouness وایي. ماشومان چې کله له ځان سره خبرې کوي، د خپل ذهن محتویات نېغ په نېغه څرګندوي. دغه وخت ماشومان ممکن له اوسمهال جملو ډېره استفاده وکړي:« دا مې ګوډي ده. ګوډي مې ناوې ده. نه، ناوې نه ده، یوه ښځه ده. یوه لور لري. لور یې ناروغه ده. دلته ویده ده…. د ذهن بهیر په طرز لیکل شویو ناولونو کې هم د فعل د ماضي صیغو په ځای مضارع صیغې ډېرې وینو.

له لومړۍ نړیوالې جګړې راوروسته د فرویید ارواپوهنه چې د ذهن دنیا ته یې پام یو په څو زیات کړ او د سینما جادوګر هنر چې د ډرامو په څېر یې کیسه په اوسهمال کې بیانوله او دغه راز ځینې نور عوامل د دې سبب شول چې ناول لیکونکي مضارع فعلونو ته مخه کړي خو له دغسې تمایل سره سره، بشپړ تېر مهال د اکثرو کیسو او ناولونو د پېښو اصلي مهال دی.

په کیسه کې کله ناکله د لاپخوا وخت ( بعیده ماضي، لر تېر مهال) د پېښو بیان ته اړتیا وي. مثال: « ما لا ډوډۍ خوړه چې اجمل راغی. اجمل په لاره کې سلیم لیدلی و. سلیم ورته سلام نه و اچولی خو ده سلام ورکړی و، په اوږه یې لاس ور ایښی و، ایسار کړی یې و. خپل نوی چاپ شوی کتاب یې ورکړی و. د کتاب د ویلو سپارښتنه یې ورته کړې وه….»

په دغسې ځایونو کې بهتره ده لیکوال په څه چل بېرته بشپړ تېر مهال ته راشي. د لر تېر مهال په جملو باندې د یوې اوږدې صحنې بیانول لوستونکی ستومانه کوي.

لیکوال پاسنی پارګراف داسې هم راوړی شي:« ما لا ډوډۍ خوړه چې اجمل راغی. اجمل په لاره کې سلیم لیدلی و. ویل یې، سلیم سلام رانه کړ خو زه ورغلم سلام مې ورباندې واچاوه، ایسار مې کړ، په اوږه مې لاس ورکېښود، خپل نوی کتاب مې ورکړ، ورته ومې ویل چې ویې لوله…»

د لاپخوا وخت د صحنې د لیکلو لپاره له لر تېر مهاله باید ورو او بې له دې چې غیرطبیعي ښکاره شي، د کیسې خپل وخت ته راستانه شو. مونږ د لر تېر مهال جملو د کمولو لپاره کولای شو چې د مکالمې له جملو استفاده وکړو. مثال: « څارنوال صاحب ته د مور خبره وریاده شوه چې ورته ویلي یې وو:( له دې نجلۍ سره واده مه کوه.) ده ځواب ورکړی و:( کاشکې دې مخکې راته ویلي وای اوس خو خبره ختمه ده.) څارنوال افسوس وکړ چې کاشکې یې مور ته دروغ نه وای ویلي. خبره چېرته ختمه وه؟ ده خپله مور غلطوله خو خبر نه و چې پخپله غلط شوی ، په بلا یې ځان ککړ کړی دی.»

د کیسې په منځ کې د لا پخوا وخت پېښې بیانول بې خوندي پیدا کوي نو یوه لاره دا ده چې کیسه د لا پخوا وخت له پېښې پیل کړو او بیا د بشپړ تېر مهال( مطلقې ماضي) له فعلونو کار واخلو.

معمولا د کیسو اکثره جملې د بشپړ تېر زمان جملې وي چې یو نیم ځای له نورو زمانو استفاده د داستان نثر ښکلی کوي، سرعت بدلوي او هیجان زیاتوي.

په ځینو ناولونو او کیسو کې لولو چې کرکټر کله نا کله د راتلونکي وخت په باره کې اټکل په داسې انداز کوي لکه هر څه چې همدا اوس واقع کېږي. مثال:« مکتوب په لاس راکوي، شړي مې، کور ته ځم. مېرمن مې راته وایي ولې وارخطا یې، ورته وایم: له کاره یې وایستم.»

دغه طرز هم خپله ښکلا لري.

د نړۍ د ادب ښو اثارو ته په دقت کولو سربېره د خپلو خلکو خبرو ته ځیریدل او دې ته پام کول چې هغوی د مختلفو وختونو پېښې د څه ډول جملو په ذریعه بیانوي، د خپلو کیسو د نثر په ښه کېدو کې راسره لوی کومک کولای شي.

یو څوک چې خپل خوب بیانوي، خوب یې طبعا تېر وخت لیدلی وي خو روایت یې ممکن د اوسهمال فعلونو په ذریعه وکړي. لکه:« خوب مې لید چې یو باغ دی، یو لښتی پکې بهېږي. ډېر کسان یې په غاړه ناست دي. دغه وخت ته راشې، راته ووایې….»

زه په دې نه یم خبر چې ارواښاد محمد ګل نوري د ملي هیندارې نکلونه د خلکو له خولې ټکي په ټکي رانقل کړي او که یې تصرف پکې کړی دی خو په هر حال، د هغه روایت د کندهار په سیمه کې د نکلچیانو روایت ته په کافي اندازه ورته ښکاري. د مرحوم استاد نوري په روایت کې د تېر مهال د پېښو د بیان په وخت د مختلفو زمانو فعلونه وینو. د مثال لپاره به د طالب جان او ګلبشرې د نکل یو پارګراف ولولو:« څه سر دې ګرځوم. ګل بشره ناجوړه شوه. پرته ده. خوب و خوراک ، مجلس او خبرې ځنې پاتې شوې. پلار یې په ناجوړۍ خبر، راغی پوښتنې یې ځنې وکړه چې زویه د سترګو دې ځار شم څه درشوي دي؟ ګل بشرې غږ نه ورته کاوه. ډوبه پرته ده. د پلار یوه لور ده. خورا پر ګرانه ده. حیران ولاړ دی چې څه وکړم. څه پرې وشوه. وروسته یې د ټول ښار طبیبان ورته راوستل. خو هر څه طبیبان چې راځي ګوري یې، د رنځ درک یې نه معلومېږي، بېرته ځنې ولاړ شي. وروسته یې یو طبیب راوست چې په هوښیارۍ او پوهه وتلی و. طبیب چې ورته وکتل، ویل یې، د سترګو علاج یې پکار دی. دغه دوا واخلئ ، په سترګو کې یې ورواچوئ. ګل بشرې چې دا واورېدل نو یې ناره پرې وکړه:

          په څه ناپوه طبیب مې سر شو

           خوږ مې د زړه دوا د سترګو راکوینه»

د الحاج محمد الله خان افغان د خاطراتو کتاب ( د خیر چینه) د ۱۳۸۴ په حمل کې چاپ شو. محمد الله خان افغان مرحوم ځان ته لیکوال نه وایي خو د خوږې او فصیحې ژبې څښتن دی، د داسې ژبې چې د ښه نثر د لیکلو لېوالو ته ډېر څه ورزده کولای شي. حاجي صاحب افغان خپل خاطرات بیان کړي او زوی یې ( ښاغلي نبي صلاحي) ټکي په ټکي کښلي دي. د کتاب یوه برخه د حاجي مرحوم د سیمې ( زرمت) د زیارتونو بیان ته بېله ده. کله چې حاجي صاحب د شېخاټل بابا کرامت یادوي نو د جمعه ګل نومي ملا کیسه کوي. راځئ دغه کیسه ولولو او د حاجي صاحب په روایت کې د زمان په لحاظ د فعلونو تنوع ته ځیر شو:« یو کال ملا جمعه ګل له نورو لس دولس مېړو سره پېښور ته تللی و او درې میاشتې وروسته کله چې څړمنی شوی ، بېرته یې د خپل ملک په لور د تګ نیت راکړی دی. د هر مسافر پېتی په شا و، د چا دروند او د چا سپک. کله چې دوی د پخریو ځدراڼو د غاښي بېخ ته رارسېدلي وو نو په یوه جومات کې[یې] شپه شوې وه. ځدراڼو په ګهیځ کې چای جومات ته راوړی و او ملا جمعه ګل د چای سخت عملي و. کله چې هغه ښه ګرم او په خولو کې جب جوب شوی و نو ډېر ښه په غورو راغلی و. دی ډېر ټوکي او ګپي و. کله چې به ده ټوکې کړې د خلکو به د ډېرې خندا نه پښتورګي ورته وخوږېدل. ده په دغه ورځ د ځدراڼو په جومات کې یو شڼولی تقریر وکړ. په همدغه وخت کې یوه ځدراڼ سړي چې په مموزو کې بلد و، پوښتنه ځنې کړې وه چې: ( شېخاټل بابا څه وړ سړی تېر شوی دی، د هغه قبر خو د تاسې خوا ته دی؟)

ملا جمعه ګل بله ټوکه جوړوله او په شوق راغلی و نو یې په ځواب کې ورته ویلي وو چې: ( شېخاټل مېخاټل څه کوئ، شېخاټل مو مخې ته ناست دی ، زه پخپله شېخاټل یم.) ده دا هم ورته ویلي وو چې 🙁 لس شېخاټله د ما مخی نه دي.)

کله چې ملا جمعه ګل دغه ټکي وویل ، ټک شو چې لړم په پښه ټک واهه او د خلکو په منځ کې [یې] وچیچه.

ملا جمعه ګل په دې وخت کې په چیغو او اسخولاتو بنا کړې ده او دا الفاظ یې تر خولې وتلي دي چې: وه شېخاټله توبه مې ده. وه شېخاټله زه دې غلام یم. وه شېخاټله د خدای پار دی. ما ټوکې وهلې او تا په آفتو ککړ کړم.

څه سر به مو خوږوم ، توبې او اسخولاتونه یې ډېر پرې کښلي دي او ځدراڼ په دغه ځای کې له ډېره خندیه تېک ورته پراته دي او دی اپ اوپ نارې وهي.

ملا جمعه ګل ایله ماښام کور ته رارسېدلی او خیرات یې کړی دی.

ما دا وروستي ټکي د ملا جمعه ګل له خولې اروېدلي دي.»

پښتو کیسه لیکوال ته پکار ده چې د روایت د تر ټولو مناسبې ژبې د موندلو لپاره د خلکو خبرو او په تېره د فصیح او خوله ورو کسانو د وینا انداز ته پام وکړي. استاد سعدالدین شپون همدا کار کړی او د پښتو کیسې د روایت یو ډېر کامیاب طرز یې موندلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *