د ژوند په اخري شیبو شوم دومره قدرې پوی
پداسې زینو وختم چې بام نلري
د استاد پسرلي په مرګ د هندي سبک تر ټولو وروستۍ او اسمانڅکه مناره راپریوته. نور نو په پښتو او فارسي کې ددې سبک پاڼه اوښتې ښکاري، فکر نه کوم، چې دا سبک دې تر دې وروسته دومره لوی پالونکی پیدا کړای شي. استاد په پښتو کې له شیدا وروسته د خپل سبک تر ګردو لوی شاعر و او دده په زمانه کې په ګاونډیو ژبو کې هم ددې سبک دومره لوی شاعر ندی تیر شوی. په معاصره پارسي شاعرۍ کې د سهراب سپهري ځینې ترکیبونه د بیدل په طرز جوړ شویدي او خلک یې په ازاده شاعرۍ کې د هندي سبک پالونکی ګڼي، مګر په پښتو کې یوازې استاد پسرلی و، چې ددې لوی هنري سبک د پرتم پیټی یې یوه پیړۍ پر سر وګرځاوه. استاد پسرلی د فکر، خیال، تجربو او مینې یوې لوی مکتب و. په پښتو کې به داسې شاعران ډېر کم وي، چې ژوند او حوادثو ته دې یې د استاد هومره له خپلې زاویې ورکتلي وي. استاد زموږ د فرهنګي او کلتوري ژوند یو بې ځوابه منتقد و. ما په ژوندیو شاعرانو کې دده په څیر سلیم ذوق ندی پیدا کړی. دده شاعري یوازې د خیالي میناتوریو تر حده محدوده نده، د انسان له ژورو اروایي او ټولنیزو تجربو سره سروکار لري. هغه فلسفه چې استاد یې وړاندې کوي، د سقراط و اپلاتون په کتابونو کې نه شئ موندلی، دی داسې فلسفي نه و، چې پردي فکرونه نظم کړي، بلکې د خپلو سندرو جامونه یې له خپلو فکرونو لبرېز کول. د استاد په شاعرۍ کې محلي او کوچني فکرونه نشته، دی د هغه څه په اړه خبرې کوي، چې د انسان له ژوند سره تړاو لري. ده د خپلو افکارو د اظهار لپاره د شرقي شاعرۍ تر ټولو اصیل صنف (غزل) غوره کړی و؛ کلیمات، مصطلاحات، کږنې او انګیرنې یې له خپل چاپیریاله اخیستې؛ مګر فکر یې د خپل چاپیریال په کچه نه و، فکر یې له ټولو معاصرو شرقي توهماتو او مزخرفاتو لوړ و. دده شاعرانه افکارو سړي ته فرانسس بیکن او دکارت وریادول. دغه دواړو خصوصیاتو یې پښتنو او عموما انسان ته لویه ګټه لرله. که دده ځینې غزلونه او نظمونه په نورو ژبو ترجمه شي، یوازې شرقي پیرایه یې ممکن هغوی ته د شاعر د اصلي ځای پته ورکړي، مګر فکر به یې هغوی خپل وګڼي. فرانسس بیکن په غرب کې د فکر د ازادۍ لپاره هڅې کړیدي، په علم کې یې د خپلو تجربو او مشاهدو ونډه مهمه بللې ده. په بله ژبه بیکن غوښتل، چې د آس غاښونه پخپله وشماري او د ارسطو له بیالوژۍ یې شمېر مالوم نکړي. خپلو سترګو او تجربو اتکا او له تقلید څخه کرکه د استاد پسرلي د فکر یوه لویه ځانګړنه ده. استاد په دې برخه کې له علامه اقباله هم وړاندې دی، ځکه هغه د ټولو ارزښتونو مور شرقي افکار ګڼي او خلک یې تقلید ته رابولي مګر استاد پسرلی غواړي، چې د زړو او سولیدلیو افکارو په ویرانو کې د نوي او انساني فکر نوې او ښکلې ماڼۍ ابادې کړي. وایي:
د شهنامو پر ځای مې اوس مهرنامې غواړي زړه
لا به تر څو زړې کیسې د زال او سام اورمه
استاد سل و زر دلایل لري، چې موږ په نورو پسې له تګه راوګرځوي، وایي:
نورو پسې تګ سړی خړمخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
تقلید د جمود او پر ځای پاتې کیدو لامل ګڼي:
ځې چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې یې
ستن به ځان ایستلی وي، خو تاره ته به پاتې یې
بیا وایي:
ذهني کجي د عملي کجروۍ لار پرانیزي
د تیر پشان به کږیدم چې په کمان پسې تلم
خبره یوازې تر دې حده نه پاتې کیږي، چې یوازې تقلید بد وګڼي، له تقلید څخه د خلاصون لارې او چارې هم ښیي:
که مطلب ځوږ وي، له زړو ژرندو هم ځوږ راخیژي
د ژوند نغمه د خوند لپاره هنرور بدلوي
ړانده ټول عمر پټې سترګې په امسا پسې ځي
بینا هغه دی، چې هم لارې هم رهبر بدلوي
نه زوړ منطق چلیږي، یاره نه زاړه فکرونه
زیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
استاد د سقراط غوندې د نوي فکر د پیدا کیدو لپاره د پوښتنې کولو له طریقې استفاده کړیده، هغه خپله خبره د ملا په څېر نیغه نکوي، پوښتنه کوي، بیا بله پوښتنه راپیدا کوي او چې لوستونکی په ځان پوهیږي، نو د استاد فکر یې منلی وي. استاد د خپل سبک په ظریفو پوښتنو د انسان په زړه کې شک راويښوي او شک د یقین پر لور د تحرک لوی عامل دی. استاد راته وایي، چې هر لوړ، چې تاسو یې لوړ ګڼئ په حقیقت کې لوړ ندی، د ځمکې په سطحه کومه داسې معیاري نقطه نشته، چې د هغې په مقیاس لوړ او ټیټ مالوم کړو. یو شی د یوه په پرتله لوړ او د بل په پرتله ممکن ټیټ وي، همدا ځای دی، چې په خپلو افکارو او باورونو کې د اعتدال په پیدا کیدو بریالي کیږو:
غره ته ختلو کړم په ډیرو منل شویو شکمن
چې غر به لوړ و خامخا که شاو خوا ناسته وه؟
د دویمې مسرې پوښتنه خورا جالبه او باور لړزوونکې ده، غر لوړ دی، که شاو خوا ټیټه ده؟. نور نو پخپله لټون کوه او دا لټون به دې اخر اعتدال ته ورسوي. اخر به د هر څه په لوړوالي کې د یوه ټیټوالي لاس ووینې او په هر ښه والي کې د یوه بدوالي. د استاد د پورتني بیت دویمه مسره د فکر و فلسفې د یوه تکاملي تاریخ حیثیت لري، چې د انشټاین د نسبیت پر تیورۍ پای ته رسیږي. زموږ باورونه د ټولنیز شعور تابع دي، ټولنې منلي ښه او ټولنې رټلي راته بد ښکاري. دا حقیقت ته د رسیدو سمه لاره نده، ځکه چې له تقلید او مطلقیت نه ډکه ده. استاد له دې دواړو سره په سنګر کې ناست دی او ځکه وایي چې:
خدایزده کمزوري وه د دماغ که خوشبیني د زړه
نیم یې د منلو ندي، څه چې موږ منلي دي
د استاد افکار راسره مرسته کوي، چې په غم کې وخاندو او په کاذبو خوشحالیو کې ځانونه ورک نکړو. شاعري د نایابو ښکلاګانو راسپړل دي، هغه چې د عوامو سترګې یې نشي لیدلی. وایي:
یوازې خوشحالي کړي د ګل عمر څو شیبې
که زړه ته ضرورت وینې غم داسې وګڼه
استاد ښایي زموږ په شاعرانو کې یوازینی وي، چې دروغجن ویاړونه ورته ټوکې ښکاري او د نویو انساني ارزښتونو د معرفي کولو په لټه دی، وایي:
د بل تاریخ لیکل غواړم د مینې په بنیاد
تیریو رابخښلی نام و ننګ ویلې کوم
د استاد په شاعرۍ کې د فکر له نویوالي ورهاخوا د ژبې، لهجې، خیال او ظریفو تخنیکونو یوه داسې دونیا ودانه ده، چې د هندي سبک ستر شاعران یې د نندارې تاب لرلی شي، یا هغسې باذوقه لوستونکی، چې سالک صیب یاد کړیدی:
غوښتي هنرمند جانان په لیک کې دي
یو د پسرلي بل د شیدا کتاب
د هندي سبک د شاعرانو یو لوی تخنیک مضمون افریني دی. دوی له طبیعي پیښو نه د خیال او فکر په مټ یو بل داسې مضمون پنځوي، چې نه پخوا چا پنځولی وي او نه د چا ورپام شوی وي. له هر څه نه مضمون جوړول او په هر څه کې یوه نوې ذاویه پیدا کول، ددې شاعرانو هغه کمال دی، چې یو بل یې پرې ازمایل. صایب اصفهاني د استاد پر طبعه برابر شاعر و، کوم چا ورته ویلي ول، چې له دې مسرې نه شعر جوړ که چې:
دویدن، رفتن، ایستادن، نشستن، خفتن و مردن
صایب تر دې مسرې وړاندې یوازې دومره ولیکل چې:
بقدر هر سکون راحت است، بنګر تفاوت را
دویدن، رفتن، ایستاد، نشستن، خفتن و مردن
استاد پسرلی د مضمون افرینۍ په لحاظ، ممکن په معاصره پښتو شاعرۍ کې هیڅ سیال ونلري. یو خو یې سبک له مضمون افرینۍ جوړ و او بل دده مشاهده دومره نازکه او دقیقه وه، چې په هر څه کې ورته مضمونونو سترګکونه وهلي دي، د ځینې جالبو مضمونونو بیلګې یې ولولئ:
اوړي هوښیارانو ته تل خپل خلک
پوخ چې شي، په څانګه ثمر پیټی شي
««««
ژړا مدام نه وي پېشه د ټیټو
اکثر له غرونو نه چینه راوزي
««««
مه غواړه ابرو په عالیجاهو کې
پورته منزلونو ته نم نه خیژي
««««
لار د پورته تللو سرکوزي غواړي
غرونو ته چې څو نشې تم نه خیژي
««««
کوږ فکر تنها نه وي په ټیټو کې
ډیرې کږې لارې خو غر هم لري
«««««
زړه چې دې تش نکړي نارواوو نه سجده نشوه
زه چې منم بس په عابدانو کې مینا منم
««««
مینه کې چې وکړي، څوک اودس پخپلو اوښکو
مونځ یې ادا کیږي په ولاړه لکه شمه
او په سلګونو داسې نور….
د استاد په شاعرۍ کې تشبیهات او استعارې دومره نوې او ډیرې وې، چې هیڅ پښتو شاعر یې سیالي نشي کولی. عربان استعاره د تشبهیاتو ملکه ګڼي، که دا سمه وي، نو د استاد شاعري د پښتو شاعرۍ ملکه وه. د ژوند او اروایي لوړو ژورو په اړه د استاد تجربې بې سیاله تجربه دي. فکر یې تر خپلې ټولنې لوی و، خو د خپلې ټولنې په ژبه او کلتور کې پټې پرتې ښکلاوې یې د شاعرۍ لپاره ګاڼه کولې وایي:
ناویسا سترګو پسې ډیرې اوبه وشیندلې
د نامالوم پړاو په ورک منزل چې لاړه چیغه
««««
د دیوالونو په چولو کې ږدي ایستلي وېښته
زه هم په سمڅو کې بې دردې دونیا پرېښودمه
استاد مې پخپله نه و لیدلی، خو د هغه شاعري مې د مکتب په وختونو کې سخته په زړه ناسته وه. د مکتب یوه استاد (ماته شپیلۍ) راکړه، لومړی غزل پکې دا راواوښت چې:
تیرې شه خو هیرې مه شه د غمونو شپې او ورځې
بیا دې هیڅ رانشي داسې د ګرومونو شپې او ورځې
چې عدم ته یې راضي کړو زړه مې غواړي پسرلیه
کاشکې طی شي د بریښنا په، قدمونو شپې او ورځې
دا مې له استاد پسرلي سره لومړی خیالي ملاقات و، بیا مې د استاد ټول چاپ شوي کتابونه ولوستل او چې هر بیت به مې لوسته، فکر مې کاوه، چې یوه نوې خبرې ذده کوم. په ۱۳۸۲ ل کې کابل ته د کانکور لپاره راغلی وم، نذیرجان نذیر مې ولیده، نذیرجان د کابل میشتو شاعرانو بیتونه راته ویل، ما استاد وریاد کړ، هغه له خوشحالۍ وغوړیده او یاد مې شي، چې بیا مو ټوله شپه د استاد په شعرونو تیره کړه. زه له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځاییدم، چې د استاد یو مینوال مې پیدا کړ. سهار نذیر پوهنتون ته روان و، زه یې د استاد دیدن ته وروستم او پخپله پوهنتون ته ولاړ. له استاد سره الیاس وحدت، زاهدشاه انګار او استاد غضنفر ناست ول، وروسته درې واړه لاړل او زه له استاد سره یوازې پاتې شوم. دده د شاعرۍ او ژوند په اړه مې ورسره ګڼې خبرې او پوښتنې مطرح کړې، دومره خوشحال وم لکه لوی ارمان مې چې پوره شوی وي. بیا به چې زه هر ځل پوهنتون ته تلم او راتلم، نو د استاد دیدن مې نه قضا کاوه. زیاتره به مې ورسره د بیدل او صایب او له لویه سره د هندي سبک د شاعرۍ په اړه بحثونه کول. پدې بحثونو کې ما د ادبیاتو او هنر د تیورۍ په اړه ډېر څه ذده کړل، چې ځینې مې لیکلي او ځینې به یې خامخا لیکم. له استاد سره ډیرې مینې او د هغه د شعرونو ډیرو تکرارولو، زه د هغه د شاعرۍ د حافظ په توګه معرفي کړم، داسې، چې زیاترو ملګرو به د استاد د شعرونو په اړه له مانه پوښتنې کولې. تیر اختر هم استاد ته ورغلي وو، شفق د لومړۍ شاعرۍ په اړه ترې پوښتنه وکړه. استاد د خپلې لومړۍ شاعرۍ او دې په اړه، چې څنګه به په هر څه کې ورته تشبیهاتو سترګکونه وهل خاطرې وویلې. دی په عادي ژوند کې بیخي د خپل فکر مجسم سمبول و او د خپل فکر د تمثیل یو ریښتونی کریکټر. بیدل او صایب یې ډېر خوښ ول او د فارسي شاعرۍ زښت ډېر بیتونه به یې په یاد ویل. استاد به چې کوم کتابونه په خپلو خبرو کې یادول، ما به وروسته پیدا کړل، رښتیا به مې ډېر څه ترې ذده کړل. د شفیعي کدکني، ډاکټر حمیدي، محمد حجازي، علي دشتي او نورو ډېرو لیکوالانو زیاتره شهکار اثار مې د استاد په غیرمستقیمه توصیه لوستي او دې ټولو زما د ذوق او قریحې په جوړیدو کې لویه مرسته کړیده. د استاد شعرونه او اثار یو له هغو کتابونو څخه دي، چې له ما سره په سفر او حضر کې ملګري وي، زه یې چې هر ځل لولم نوي رامالومیږي. څه وخت مخکې د بیدل په اړه د کاظم کاظمي یو نوی کتاب (کلید در باز) چاپ شوی و، ما استاد ته په کومه ناسته کې وریاد کړ، چې ښه کتاب دی، بیا چې په دې تیر اختر کې ورسره مخ شوم نو راته ویې ویل:
ډاکټر صیب دا بیدل مې بیخي ډېر خوښیږي، تا ماته له یو کتابه ویلي ول، هغه مې پیدا نکړ، ورته تلوسه مې ده، که راته رایې وړې مننه به دې وي. ما ورسره وعده وکړه او چې کور ته راغلم، نو خپله کتابخانه مې پسې راولټوله خو کتاب نه و. هغه کتابپلورونکي ته مې زنګ وکړ، چې دا کتاب مې ترې اخیستی و، هغه وعده راکړه، چې کتاب په ګودام کې شته او راتلونکې اونۍ به یې راته راوړي. خو راتلونکې اونۍ استاد د بیمارۍ پر کټ پریووت.
د استاد تر ناروغیدو څه وخت وړاندې راته انځور صیب زنګ وکړ، چې ملي تلویزون د استاد پسرلي په اړه یوه ډکومنټري جوړوي او ددې کار لپاره یې ته غوره کړی یې. زه ډېر خوشحال شوم او له انځور صیب سره مې غوټه کړه، چې هر کله چې تا راباندې غږ وکړ، زه به تیار یم. انځور صیب لکه په کوم سفر ولاړ او زه انتظار وم، چې دده تر راګرځیدو وروسته به د ډکومنټرۍ کار پیل کړو، خو د قسمت چارې نورې وې.
زه د استاد له بیمارۍ نه وم خبر، د نوي عیسوي کال د جنورۍ په پنځمه نیټه مې په فسبوک کې د کوم ملګري پوسټ وکوت، چې د استاد د ناروغۍ په اړه یې کړی و، ورسره یې دا هم ویلي ول، چې چهارصدو بستر ته یې نه و پریښی. زما په زړه کې د درد لیکه تیره شوه او سمدستي مې استاد غضنفر ته زنګ وکړ. استاد وویل، چې د ستونزمن ورتګ له کبله مې ته خبر نکړې،خو که ورځې په څلورم منزل ۴۰۶ نمبر کوټې کې بستر دی. ماښام و، سمدستي ور روان شوم، چې روغتون ته ورسیدم، ښه و په دروازه کې هغه عسکر نوکریوال و، چې په چهارصدوبستر کې زما د ستاژ پر مهال زما ملګری شوی و. اجازه یې راکړه او سیده د استاد کوټې ته ورغلم. ایمل پسرلي، اجمل پسرلی او د استاد یو لمسی حاضر ول، استاد مې له نږدې ولیده، په سږو کې یې اوبه جمع شوې وې، په تکلیف ملاست و، ما لږ راکیناوه، له داسې وضعیت سره یې ساه سمه شوه. اجمل خواړه او مایعات ورکول، خو نه یې خوړل، وروسته یې زما له لاسه شیدې او د میوې اوبه وڅښلې، خبرې یې راسره وکړې، تسپې یې وغوښتې او ورو، ورو په خبرو راغی. ایمل او اجمل دواړه له دې حالته خوښ شول او بیا مو تر ناوخته ډېر بنډارونه سره وکړل، د استاد د شاعرۍ او ژوند په اړه مو ډيرې خبرې سره وکړې او بیا درېواړه ترې راغلو. استاد غضنفر ته مې فون وکړ، د استاد د صحت په اړه مې ډاډ ورکړ او هغه هم خوشحال شو. دوه ورځې وروسته زه او کاروان صیب دوبۍ ته راغلو او د استاد قافله هندوستان ته لاړه. څو ورځې مخکې په ابوظبۍ کې د کوزې پښتونخوا د شاعرانو ملګرو مشاعره او د کتابونو مخکتنه وه، زه او کاروان صیب یې غوښتي وو، په هغه مشاعره کې ګران ملګري او تکړه شاعر ممتاز اورکزي د استاد پسرلي بیتونه ویل او د هغه د صحت لپاره یې په اخر کې په شریکه دوعا وکړه. د مشاعرې په پای کې ما د استاد د شاعرۍ او شخصیت په اړه خبرې وکړې او دخپلو شعرونو پر ځای مې د استاد ډېر شعرونه وویل. پرون ماښام، د یو ملګري په فسبوک کې د استاد د مرګ خبر نشر و، زه یوازې د ډک مجلس په منځ کې په در، در وژړیدم. نذیرجان په سکایپ کې ډاډ راکول غوښتل، خو ما خبرې نشوې کولی. ددې لیکنې تر لیکلو پورې د استاد له خاطراتو او شعرونو سره راروان وم. استاد زما د حافظې لویه برخه وه او لویه برخه به پاتې وي. هغوی به بختور وي، چې استاد یې لیدلی او پیژندلی و. مګر وروستۍ خبره دا چې د هغه په حق کې یوه نسل ظلم وکړ. درې برخې لوستونکو د هغه د فکر او فن هیڅ پاڼه وانه ړوله او یوې برخې باذوقه لوستونکیو هغه هیچاته ورمعرفي نکړ. پدې یوه برخه لوستونکو کې یې زامن هم وو، چې د استاد په اړه خبرې ورته سختې وې او حیا یې په خوله مهرونه لګولي ول. اوس نو یوازې د استاد خپله خبره کفایت کوي چې ویلي یې ول:
چې کتی نشئ اوس زما لور ته
بتۍ او شمې، مه راوړئ ګور ته
ستاسې دستور دی، مړه په اوږو وړی
ژوندي مو نکړل له خاورو پورته
او یا دا چې:
د عدم غېږ کې، سوکه ویده وو
نه خیر و شر و، نه بد او ښه وو
که بیا عدم وي، نه لویه خدایه!
د پاڅولو، مطلب دې څه وو؟
احسان الله درمل/ دوبۍ
د جنوري ۱۴ مه نیټه ۲۰۱۴ ل