کلونه کیږي په خوبونو کي راتللې اشنا

ته خبر نه وي ما سندري درته کړلې اشنا

چي به خبره د پښتو چي د غیرت به سوله

نوم به دي نه وو په غزل کي مي راتللې اشنا

ما مي خوبونه تر فالبینه پوري نه دي وړي

ما د ایپي فقیر اورغوي کي کتلې اشنا

ما د زندان په دروازو کي ستا آواز اورېدی

ما به لیده چي زولنې دي ماتولې اشنا

ښکلي آواز دي زما سړو وینو ته اور ورکړی

خوب ته راتللې او پر زړه مي اورېدلې اشنا

د جهاني دغه غزل دي له نامه ښکلې ده

د خیال پر ښار مي لکه ستوری ځلېدلې اشنا

منظور پښتین ته:

ته هغه یې چي په خوب کي مي لیدلې

ته هغه یې چي بابا به مي کیسې راته کولې

ته هغه یې چي په پاڼود تاریخ کي مي لوستلې

زما یادیږي چي سپین ږیرو به ویله

شاعرانو به کټ مټ را نقلوله

دا کیسه به په رباب کي شرنګېدله

یوه ورځ به داسي راسي

چي پیدا به یو زمری پر پښتونخوا سي

د ایپي د مورچلونو وخت به بیا سي

د مکار دښمن په کور کي به غوغا سي

یو زلمی به په ویده قام کي پیدا سي

چي « منظور» به هم د قام هم د الله سي

په جونګړو به شور ګډ د پښتونخوا سي

غلیمان به یې تباه او نیمه خوا سي

له آوازه به یې ویښ ویده وطن سي

ورته جوړ به د قامونو انجمن سي

زلزله به یې په کور کي د دښمن سي

ته هغه یې چي په خوب کي مي لیدلې

په والله چي ته هغه یې بل څوک نه یې

چي په پاڼو د تاریخ کي لوستلې

ما لیدل د پښتنو بېړۍ ډوبیږي

ما ویل چي یو سالار به پیدا کیږي

پښتونخوا له درانه خوبه را پاڅیږي

زولنې د زندانونو به ماتیږي

تر اټکه د هلیمند څپې رسیږي

نن یې وار د پاڅېدو دی

نن زندان پر ماتېدو دی

نن پښتون پر ویښېدو دی

تور پنجاب پر نړېدو دی

نن به واخلي د تاریخ کرښي نومونه

نن به توره د خوشحال راوړي رنګونه

نن به ریږدي د فرنګ د زوی ورنونه

نن به یاد سي په لنډیو کي نومونه

نن به ښکلي ستا په نوم سي ګودرونه

ته هغه یې چي په خوب کي مي لیدلې

په والله چي ته هغه یې بل څوک نه یې

ما لیدلې د وزیرو په مورچو کي

ما لیدې د کړاکړ په تورو غرو کي

ما لیدلې د قومونو په جرګو کي

د زلمیو پاڅېدلو په اوږو کي

په سندرو په غزل په ترانو کي

ته هغه یې چي په خوب کي مي لیدلې

ستا پیغام به د بڼو پر څوکو وړمه

ستا آواز  به زه تر عرشه رسومه

دا ویده پښتون له خوبه پاڅومه

په اولس کي به دي ږغ  «منظورومه »

په جرګو کي به ګرېوان ورته څیرمه

په خپل شعر او ستا په ږغ یې ویښومه

ته هغه یې چي په خوب کي مي لیدلې

ته هغه یې چي بابا به مي کیسې راته کولې

په والله چي ته هغه یې بل څوک نه یې.

 د ۲۰۲۰ کال د جنوري دوولسمه   ویرجینیا

عبدالباري جهاني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *