وروستیو غورځوپرځو د ګڼو ځوانانودفکرلوري خوځولي او راپارولي یې دي سیدعبدالله نظامي دهمدغو احساساتو انځور په یوه لیک کې ښاغلي عبدالغفورته لیوال ته کښلی او هغه یې په سړه سینه ځواب ویلی ..

قدرمنه استاده !سلامونه او درناوی

موږدا نسل هغه چې یوڅه سترګې پرانیستی شي ستاسو په څیر رانه مشرانو او دلارې خلکوته غوږ یو چې په کومه راته دتلو اشاره کوئ

دغه ورځې مې ډیرهغهڅهچېستاسو له لارښونو اخستي خو پرې شکمن یم که مو خوا نه درنیږي بیامې قانع کړه.

ټوپک وغورځوئ ، د توپ له اوسپنې دښونځي ټلۍ جوړه کړئ هرڅه سوله یزکړئ ، اوس موتوره نوره په ګټه نه ده قلمونه تیره کړئ اونور….

استادلیوال ! همداسې موډیر ځوانان روان شو مدنیت مو هم هاغسې په بې صبرۍ وپاله څنګه چې مو جګړې ته کوتکونه په بې فکرۍ راخستي و،ماچې په نورستان کې دیوې مورقرباني لیدلې وه چې میړه اومشر زوي یې بایللي و خو خپل اتلس کلن بچییېهم په کاله نه لوریده او دامریکايي پوځیانوپر وړاندېجګړې تهیېولیږه همداسېمېپه ننګرهار کې داتیا کلنې بوډۍ قرباني په خپلو سترګو ولیده چې په خپل ناروغ تن درايي صندوق ته ودریده دخوست دپلار کیسه خو مشهوره شوه اوله وه میلیونو ډیرو خلکو دیوه مدني اوښتون لپاره پاڅون وکړ ماله خپل ولس دپاک نیتۍ او قربانۍ یو بل درس واخستزما دقام باغیانو هم ددې مدني خوځښت ملا وروتړله دا ځل ګوتې هغوئ پرې کړې چې دډیموکراسۍ کټ یې پر اوږو دی.

خوزموږ مدنیت ته دنورو ځواب څه و –

موږ یې لږ وګڼلو ، موږیې  ټګان  وشمیرلو په موږ پسې بیا دټانکونو دغرولو ګواښونه وشو او استاده ! دا ټوکې نه وې که له محقق سره یې دریمې میرمنې دره یوسف ته تګ منلی، که په کابل کې طلايي ښارګوټي او لوړ پوړې ودانۍ داصیلو کابلایانو وی که مارکیټونه او سوداګریز مرکزونه دنورو افغانانو وی ، که شیرپور نه وی ویشل شوینو دې خلکوبه زموږدخوارو ډیرې وینې تویې کړی وی دوئ خو د واک لپاره ډیرې نارواوې کړي او کوي یې ، د دوئ خو یوه بله لاره هلته تړل شوې چې غرونو ته تللی نشي هلته خو سرببري ځوانان دهمدوئ په مخالفت کې لا وړاندې ګوته په ماشه دي،وښکنځل شو په ژبه مو ملنډې ووهل شوې اوس پر خپل مدنیت پښمیانه ښکارو  هی دامدنیت راته هم دهغو وسلو په څیر راوړل شوی او پردی دی چې نوم پري روسي او امریکايي دی خو وژل پرې موږه کوو

اوس چې خبره سخته شوه نو بې ټوپکه هم نه شي دترکستان په شیلو کې پښتنې پرګنۍ کله دتنظیمي ملیشو بي عفتۍ زغملی شي هلته خو بې ټوپکه نه کیږي ، په ننګرهار کې ماشوم ته دکوتک مارو دټوپک خوله ور اوړي نو موږ به ورته بې لاسو ولاړیوتا اوخدای دلته راته سپینه ووایه بې ټوپکه به موپه داسې حالاتو کې ددې وطن عزت څنګه وساتل شيبیا راته هغه بیلګې مه راوړه چې دا تیر لس کلونه يي موږ وخوړوځواب یې غواړم .

درناوی

ستا کشر نظامي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګران نظامي  سلامونه ،

روغتیا دې غواړم .

له پوښتنې دې ډیره مننه ، نن دې زما هغه ارمان هم پوره کړ ، چې له ځوانو کادرونو مې د( هرڅه په پټوسترګو نه منلو ) مشاجرې او ځانپوهوونې په برخه کې درلوده .

زما دسولې غږ او له ټوپکه کرکه د شعار تربریده نه ده ، زه ان په ادبیاتو کې هم دشعارونو کلک مخالف يم ، له ادبیاتو مې لاتمه دا ده چې ذهنیتونه  ، نه ، بلکې ارواوې بدلې کړې او زموږ دټولنې ګډه لاشعور پر سوله واړوي .

اوس راځم ستا پوښتنې ته ، چې ډیر سیاسي – اقتصادي دی:

  زما سوله ددوښمن پروړاندې ارامه کیناستل او دهغه هره ناروا پر ځان منل ، نه دي . زه دوچ تحمل او زغم بولندوی نه یم ، او نه هم دیوبې مانا هیومانیزم ډنډورې غږوم ، چې که دوښمن په چپ مخ ووهلې ښي هم ورواړوه او که کوټ یې درنه ویوست نو کمیس ته وروباسه ! نه ، حاشا ! او هیڅکله نه !

زه دخپل ولس پام دې ته را اړوم ، چې وسله یې زړه ، ناکاره او ناسمه ده . په دې زړه وسله نوی جنګ نه شي ګټلی . ټوپک دنننۍ جګړې وسله نه ده . په کونړ او نورستان کې دببرسرو له زرګونو ټوپکونو څخه ستا مایک ، کامره او شعوري هڅې ډیرې اغیزمنې دي .

زه او ته په دې کې اختلاف نه لرو ، چې دوښمن دې تا ته یوڅوک او ماته بل څوک ښکاري ، نه زما او ستا دوښمن هماغه دی، چې دواړه یې پيژنو ، له دې دوښمن سره زما دمخامختیا لاره ، وسایل ، تکتیک او څرنګوالی توپیر لري ، زه وایم چې په لنډه لاره ، تلپاتې وسایلو او لږو تلفاتو ددوښمن بیخ وباسو .

ته راته دا ولس په پوهه ،  یووالي ، پرمختللي اقتصاد ، اقتصادي سرچینو ، عادلانه نظام او دانساني ژوند په ښو شرایطو سنبال کړه ، بیا دې دکورنیو غلیمانو څه چې د ښکرورو غربي طاقتونو ګونډې وګوره ، چې څنګه ورته په سجده پریوځي !

زما زړه دلته درد کوي ، چې دببر سرو یاغیانو مې په لوی دوښمن زور نه رسیږي ، خپل ماشومان اوښځې راوژني ، یا یوبل دخلکو له مخې په دار راځړوي ( نورستان بېلګه ) .

دتېرو دیارلسو کلونواحصایې واخله ، ارقام مخې  ته کیږده ، چې همدې ټوپکو – چې ته مې پرهغو باور ته رابولې ـ  دوښمن څومره وژلی او دکور خلک یې څومره سټ کړي دي ؟

ستا زلمیو په غرونو کې ټوپک ګرځول او په کوردننه سیالانو دې شرکتونه جوړول ، قاچاق یې کاوه ، په دوبۍ او ترکیه کې یې بزنسونه جوړول ، په کابل کې یې لوړپوړې ودانۍ لاپسې هسکېدې …. نن سبا سیاست په اقتصاد او اقتصاد په امن پسې روان دی . دسیاست او اقتصاد شعور او فعالیت په فرهنګي زمینه کې وده کوي ، که ستا فرهنګ دټوپک او بم وي ، نه به سیاست ته ورسیږي ، نه اقتصاد ته ، بیا به دقیامت تر ورځې په غرونو کې سرګردانه یې .

سیال سیال دی او دوښمن دوښمن . دواړه دې پرمختګ ته نه پریږدي ، دواړه دې په جهالت کې ساتي ، دواړه دې دغیرت زاړه مفهوم ته وربولي ، دواړه دزمري نوم درباندې ږدي او چې څلوربول شوې ، ښکر دې وکړل او په څيرلو او داړلو دې پیل وکړ ، بیا دې دنیا ته ورښيي، چې هه ! نه مې درته ویل ،چې دا وحشي دی ؟

نه مدنیت ملامت دی نه دیموکراسي ، هماغسې چې داسلام سپیڅلی دین نه دی ملامت او نیمګړتیا زما او ستا په مسلمانۍ کې ده ، همداسې انتخابات ، ولسواکي او مدنیت بد څيزونه نه دي ، زما وستا چلند ورسره سم نه دی .

کله چې په دې ټاکنو کې ، په خپل پینځه زره کلن (!) تاریخ کې دلومړي ځل لپاره راووتلې او ښځې ونر دې رایه ورکړه ، دنیا دې وخوځوله ، پوهیږي ، ستا دولس په تاریخ کې ستا دغه پاڅون دعطف ټکی شو ، وروسته له دې به ستا دولس تاریخ په دوو برخو کې لوستل کیږي ، دجوزا دڅلریشتم نه مخکې ولس او بیا تر دې ټاکنو وروسته ولس .

تاریخي پېښو ته په وړه ( څو اونۍ یامیاشتې ) تاریخي مقطع کې مه ګوره ، دې ته وګوره چې په خپل لوی تاریخ کې دې څه کړي دی ؟

او س ته بشپړ اکثریت ثابت شوې او دنیا دا ومنله . اوس نو خپلې رایې وژغوره ،خو په منطق ، محکمه ، مدني چلند او ولسي زور ! بیا خپل حکومت وڅاره ، نوی نسل ښوونځي ته واستوه ، نیم ولس ښارونو ته راوله ، حکومتي دستګاه ، اقتصاد ، خدمات او تعلیم وروبښه ، ددې په مرسته په کلیو کې نیمایي پاتې ولس ته خدمات ورسوه ، کلي کلي ته بریښنا ، سړک ، اوبه ، کلینیک …. یوسه ، دکلي اوښار ترمنځ د خدماتو او اقتصادي تولید ماته شوې کړۍ بېرته ورغوه ، ټوپک پراوږه زلمي دې راوله چې خپلې کورنۍ ته حلاله ډوډۍ وګټي او خپل ماشوم ورور یابچي خامخا ښوونځي ته ولیږي ، دخپل هغه حق پوښتنه په دفتر ، دیوان ، پارلمان او نړیوالو ستیجونو کې وکړه ، چې په تېرو درې نیم سوه کلونو کې درنه اخیستل شوی دی ، ژبه دې پوهنتون ، فابریکې ، جومات ، ارګ او ښوونځي ته ورسوه ، بیا دې دچا پلار راشي او ستا مټ دې تاوکړي کنه .

هغه ظلمونه چې تا په خپل لیک کې یادکړي دي ، هغه ماټول دلته لیدلي دي ، زما او ستا له ولس سره څومره ظلمونه چې مادلته لیدلي دي ، که درته ویې لیکم نو وبه یې نه شی منلای . زه هیڅلکه نه وایم چې ستا سیالان او نړیوال دوښمنان درحم وړ دي ، بلکې دوی دسختې مقابلې وړ دي ، خو دمقابلې معاصره لاره غواړي ، دغیرت اوسمهالی مفهوم دادی چې له دوښمن سره دمبارزې څومره کادرونه ، ژوندي سرونه ، پیاوړې مټې او دخولو تویولو تندي لرې .

زه د جګړې داحساساتو پرځای دجګړې عقلي لاره درښییم ، یوازې دکونړ سیند که په عقل وکاروو ، ددنیا اټومي بټۍ به ورته ړنګې شي ، او که یوازې دنورستان ټول اقتصادي ـ ایکالوژیک امکانات په خپله ګټه وکارولای شو ، نو دشیرپور ماڼۍ خو پرځای پریږده ، چې دنیویارک ماڼۍ به یې هم پښو ته ورپریوځي .

زه هیڅکله تا له سترو دوښمنانو سره سولې ته نه هڅوم ، بلکې دجګړې اوسمهالي امکانات په لاس درکوم ، چې دعقل او پوهې ، اقتصاد او سیاست په مټ ورسره مخامخ شې ، داسې چې هغه راپریوځي او ته بچ پاتې شې !

نوره دې نو خپله خوښه

پر لوی الله ج مې سپارلی یې

زما سترګې دې ستادلیدو له نوره بې نوره نه شي .

ستا لېوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *