هو بلکل غرونه غرونه افغانستان دی. غرونه، رغونه، ځنګلونه، دښتې، شاړې ځمکې، سیندونه، سیلابونه او داسې نور ټول د طبعیت برخې دي. طبعیت د انساني خدمت، سهولت او پرمختګ لپاره بیلا بیل فرصتونه وړاندې کړي دي. د نړۍ ډير شمیر انسانان له وړاندې پر دې پوه شوي چې طبعیت ورته ډير ارزښتناکه فرصتونه د دوی په خدمت کې ورکړي او له فرصتونو څخه یې تر خپل امکانه ګټه پورته کړي. ځکه خو د نړۍ په زیات شمیر هیوادونو کې د انسانانو ژوند د سهولتونو او امکاناتو په لرلو سره ښایسته او آسانه شوی.
زه هم ولس یم, طبعیت مې شا و خوا راچاپیر دی، له بیلا بیلو فرصتونو هم ډک دی. فرصتونو څخه یې ګټې اخیستنې لپاره د نړی تر هر چا سخته اړتیا هم لرم. خو بیا هم فکر کوم چې طبعیت مې راته هیڅ نشي راکولائ.
نه نه داسې نه ده. پر طبعیت به پړه نه اچوو. طبعیت خو مې داسې بې ارزښاته بللی، چې آن د سیاخت په موخه په کې د ګرځیدو وړ یې هم نه بولم. په طبعیت کې مې د انسان خوړنې ماشینونه نصب شوي ښکاري. ځکه خو د نړۍ بل انسان هم زما له طبعیته د خوند اخیستو سالم نیت نه لري. دا ولې مې پر خپل طبعیت داسې حالت راوستی؟ کني زما طبعیت تر بل ډير ښایسته او شتمن دی. حاضر دی، چې ډير څه راته په وړیا توګه د خدمت لپاره وړاندې کړي. نو راځه زما ګرانه افغانه خپل طبعیت سره همغږي شو او له شتونه یې ګټه واخلو.