هغه وګړي چې کړوه وړه ، هېلې ، غوښتنې او کړنلارې یې د دودونو او رواجونو په شپول کې راګیرې وي، نو په طبیعي ډول په داسې ټولنو کې دیني ګروهې او ارونه هم د دودیزو ارونو تابع ګرځي او دودیزو ارونو ته لومړیتوب ورکول کیږي ، په خواکې یې حکومتي او قضايي قوانین خپل ارزښت له لاسه ورکوي او کمزوري کیږي، او خلک د دودیزو ارونو په بنسټ د خپل ژوند تګلاره او د وګړو کړوړو ته برېدونه ټاکي چې په داسې یوې ټولنې کې هرې پېښې او هرې کړنې  ته له ظاهري پلوه کتل کیږي او سملاسي پرېکړې کیږي او د داسې ټولنو یوه ځانګړنه داده چې د داسې ټولنو هر وګړی د هرې پېښې په اړه کولای شي حکم وکړي او همداشان خپل حکم په ځان او تر خپل اغیز لاندې خلکو باندې یې  پلی کړي، د دې ټولنو د دودیزو ارونو په اړه  له هرهر چا سره بیل بیل تعبیرونه او هرې ستونزې ته بېلې بېلې د حل لارې وي، او هر څوک له خپلې سلیقې سره سم پرېکړې کوي او د حل لارې لټوي.

په داسې ټولنو کې  د حقونو تله تل په بدلون کې وي، او همداشان په مختلفو سیمو کې د حقوقو ډولونه او کچه توپیر لري، خو په ټوله کې د مېرمنو په تېره د ځوانو مېرمنو او جېنکو حقونه د نورو په پرتله ډېر لږ او یا خو د نورو دا حسان پوروړي وي.

دا مهال د سویلي اسیا  د ډیری هېوادونو وګړي  سره له دې چې مذهبي ګروهې یې ډېرې ځواکمنې دي، خو خپلو دودیزو ارونو ته ژمن او د خپلو دودیزو ارونو له مخې د خپلو کړنو برېدونه ساتي،  درې کاله وړاندې په کابل کې د هند له پنجاب ایالت نه یو ټولنپوه په یوه پوهنیز ورکشاپ کې  یوه  زړه بوږنونکې کېسه وکړه، ,ویې وېل چې ( له بده مرغه زموږ په سیمه کې ډېرې کورنۍ نه غواړي چې په کور کې یې لور پېدا شي،  او که چېرې د چا په کور کې لور دنیا ته راشي نو د کور مشران یا هغه سمدلاسه وژني او یا مور یې نه پرېږدي چې خپلې لور ته شېدې ورکړي، دا ځکه دوی غواړي نجلۍ په خپله مړه شي، او بیا یې پټ په پټه سوځوي، او په دې ډول هیڅوک نه پوهیږي چې نجلۍ یې وژلې ده).

ما ورته ووېل: خلک د خپل مذهب د حکمونو پر بنسټ داسې کوي ؟ ویې ویل چې نه، دا اوس یو دود جوړ شوی دی، او دا دود خپل بیلابیل ټولنیزاو دودیز لاملونه لري.

ما ترې وپوښتل چې دهند دېموکراسي په نړۍ کې ساری نلري ، همداشان په هند کې مېرمنو ته برابر حقونه ورکړل شوي دي، نو ولې حکومت دداسې پېښو عاملینو ته سزا نه ورکوي.

هغه ووېل هېڅوک حکومت ته د خبر ورکولو زړه نه ښه کوي ، ولې چې سبا که د دوی لور هم پېدا شي نو دوی یې باېد مړه کړي، او حکومت به له دوی هم پوښتنه کوي ، بله خبره دا ده چې خپلو رواجونو ته دومره ژمن دي چې ان حکومتي څارندویان نه توانیږي چې د دوی پر وړاندې زبات و مومي، خو ډیر وخت حکومت هم نه غواړي چې دخلکو له دودونو او رواجونو سره په ټکر کې شي.

هغه زیاته کړه چې اوس دغه ستونزه ترپخوا کمه شوېده، ولې چې د سیمې روڼ اندو او لوستو د جینکو د وژلو په وړاندې غوښتل مبارزه وکړي، خو دوی د دغه دود په وړاندې د مخامخ غبرګون ښوولو زړه نه کاوه، ولې چې په دودیزو ټولنو کې د دود اصول له دیني اصولو نه په لوړه کچه ورته درنښت کیږي او پلې کیږي،خو موږ یوه ټولنه جوړه کړه ، د دې ټولنې څارګر به کلي په کلي ګرځېدل او هغه کورونه به یې موندل چې خپلې لوڼې به یې وژلې وې ، بیا به د ټولنې پنځوس تنه په سپینو جامو کې چې هلته د ویر جامې هم ګڼل کیږي  د وژل شوې نجلۍ د کور د لوی وره ترمخې څلوېښت شپې کیناستل، هیچا ته یې هیڅ نه وېل یواځې ناست به ول، ورو ورو سیمه وال وپوهېدل چې دا خلک د هغه چا د کورتر مخې کيني  چاچې خپله لور وژلې وي، نو هماغه وو چې په ډیرو کلیو کې د لور وژلو دود په کرارۍ له منځه ولاړ، خو لا په ځینو کلیو کې دا ستونزه شته.

پښتني ټولنه هم دودیزو ارونو په بنسټ ولاړه یوه متدېنه ټولنه ده، پښتني ټولنه هم د یوې دودیزې ټولنې نږدې ټولې ځانګړتیاوې لري. او له نورو دودیزو ټولنو سره د پښتني ټولنې توپیر دادی چې پښتني ټولنه کې د ښځو په اړوند دودیز ارونه د افراط تر بريده پلې کیږي.او بل جوت توپیر یې دادی چې زموږ په ټولنه کې ډیری دیني علما کرام د دغو دودیزو اصولو په پلې کول او ځواکمنولو کې مرسته کوي، حال داچې زموږ دیني اصول کولای شي  زموږ د دودونو د منفي ټکو رغونه وکړي، اوهمدا شان خلک د خپلو دودونو ومنفي ټکو ته متوجه کړي.

بله خبره چې ډیره په زړه پورې ده ، هغه داده چې زموږ د ټولنې لوستي له نالوستو وګړو سره اوږه په اوږه او قدم په قدم د خپلو دودونو منفي ټکي پلې کوي ، او کله ناکله خو دوی له نالوستو نه قدم لمړی او یا ډیر وړاندې شي.

ښايي همدا لامل وي چې زموږ په ټولنه کې د دودونو منفي ټکي ورځ تر بلې ځواکمن کیږي، او په ارونو بدلیږي.

کله ناکله خو زموږ لوستي همدا دودیزې تیږې د هغو ښځو پښو ته ور  اچوي چې د پرمختګ او خدمت هوډ لري. په دې برخه کې هغه پښتنې ډیرې تر ګوزار لاندې راځي چې د ادب مینه والې یا لاروۍ وي.

یو مهال  په یوې مجلې کې مې د همېش خلیل یوه لیکنه ولوسته چې د پښتو ژبې پېاوړې شاعره حسینه ګل تنها یې د شهواني شعرونو په لیکلو تورنه کړې وه، او د هغې شعرونه  یې یواځې د حسینه ګل تنها د شهواني اورو یو انځور ګڼلی و.زه دلته نه غواړم د حسینه ګل تنها دشاعرۍ په اړه وغږېږم ، خو تاسو دا وړاندیز کوم چې یو ځل د حسینه ګل تنها شعرونه ولولئ.

ما هغه مهال په هېله مجله کې د ( مات مې روایات کړل علامت شومه ) په نوم یوه لیکنه خپره کړه، خو د خلیل صیب هغې لیکنې زما یوه پیاوړې ادبي کره کتونکې خور چې تل به یې زما لیکنې او ناولونه له خپل نظر نه تېرول، او ډېر ښې لار ښوونې یې راته کولې، د کره کتنې او کره پښتو لېکنې پوره وړتیا یې درلوده، له پښتو ادب سره مینه یې هم د دې وړتیا مله وه، او زما یوه ډیره خوږه ملګرې چې ډیرې ښکلې لنډې کېسې یې لیکلې ،ما هم هڅوله او په خپلې وړتیا هم ښه پوهېده، لمړنۍ لنډه کېسه یې هومره ښکلې وه چې زما پرې رخه راغله، دهغې یوه کیسه  په هېله مجله کې خپره هم شوه ، له ادب نه خواتورې کړې، او زما له ټولو هڅو سره سره دواړو تر دې دمه ان د یوې لنډۍ له لوستو نه ډډه کړې.او دهغوی یو دلیل دا و چې وېل یې نه غواړو خپل ټول ژوند له ادبي هڅو نه بلهاري کړو.

په ۱۳۸۲ لمریزلیږدیز کال کې دهېواد یوه کابل ته څېرمه ولایت ته ولاړم، کله چې تلم نو یوه لیکوال ورور راته ووېل چې ماته د(    ) شاعرې سره مرکه وکړه، ته یې ثبته کړه، له ټیپ نه یې زه لیکم، خو کله چې په هغه ولایت کې دهغې شاعرې کور ته ورغلم او د مرکې مې ورته یاده کړه، هغه مخ په قبله پرېوته او دواړه غوږونه یې د توبې لپاره کلک ونیول، ترې پوښتنه مې وکړه، راته یې ووېل چې اوس مې له شعر لیکلو توبه کړې ده، کوم خپل یې یاد کړ چې هغه هم کله ناکله شاعري او لیکوالي کوله ، دغه خپل یې ددې ورور ته  ویلي ول ( خور دې ډیر عاشقانه شعرونه لیکي چېرته عاشقه نه وي). له هغې وروسته یې ورور وهلې وه او ورته یې ویلي ول چې بیا دې قلم او کتاب په لاس کې ونه وینم.

د هغې هغه ماڼېجڼه بڼه مې تر اوسه هېره شوې نه ده. او له هغه وروسته مې بیا د هغې نوم چېرې لوستی  نه دی.

تېره ورځ مې د شرر صیب یوه ښکلې لیکنه ولوسته چې د شفیقې خپلواک په شعر یې یوه علمي او هر اړخیزه کتنه کړې وه، د ښاغلي شرر لیکنه د یوه ادبي لوست ترکچې کره او پوهنیزه وه، خو دا لیکنه دیوه درانه ورور د  ( ملي بیرغ او سکس تعریف) لېکنې په ځواب کې لیکل شوې وه.

دا  د ډیرې خوښۍ ځای دی چې د ښاغلي شرر په شان ورونه د خپلو ادیبو خوېندو ملاتړ ته ورادانګي او دهغوی سپیناوی کوي . خو دا د ډېرې خواشېنۍ خبره ده چې اوس هم پښتنو ادیبو میرمنو مخې ته تیږې اچول کیږي او د هغو ادبي پنځونو په جرم چې نارينه لیکوال یې په وارو وارو  ورته پنځونې کوي او دا پنځونې یې دلوړ هنر په ډول ستاېل کیږي خو مېرمنې له اخلاقي برېدونو نه په سرغړاوي تورنیږي چې د اخلاقي سرغړاویو ټکی زموږ په دود کې د زغم وړ نه دی.

ما د شفیقې خپلواک شعر یو ځل نه څو ځله واورېد، ما داسې څه پکې ونه لیدل چې هغه دې له بیرغ نه د سکس په تعریف تورنه شي.

ملي بیرغ زموږ دهویت او زموږ د حیثیت، یووالي او خپلواکۍ نښه ده، خو داددې معنی نه ورکوي چې له خپل بیرغ سره دې زموږ د مینې په تشبه او تعبیر بندیز ولګیږي، څوک به بیرغ ته خپل زړه وايي څوک به یې خپله لوپټه ګڼي او څوک به یې پګړۍ او یا شمله ، که داسې وي نو د پګړۍ نوم خو ورته بیخي نشو اخېستی ولې چې اوس افغان طالبان پګړۍ پر سروي، او زړه خو به ځکه ورته نه وایو چې زړه کې خو د یوه انسان مینه هم وي، او کېدای شي یو بل څوک بیا ترې یو بل غلط تعبیر واخلي، زما زوی تل د ا فغانستان بیرغ جوړوي او لوبې ورسره کوي، دابه د ځینو په اند سم کفر وي، خو زه پوهېږم چې هغه له خپل بیرغ سره څومره مینه کوي او څومره درناوی ورته لري . که له دې خبرې نه تیر شو او راشو دې خبرې ته چې ولې تل د ځینو تورونو په لګولو د پښتنو جینکو او میرمنو پرمختګ ته خنډونه پېدا کیږي؟  په داسې حال کې چې زموږ ټولنه یوه دود پاله ټولنه ده ، او زموږ په ټولنه کې مېرمنو ته شته ستونزې هم له ګڼلو اوړي، نو بیا ولې موږ ورته نورې ستونزې هم وپنځوو، ولې زموږ ځینې ورونه په یوه پښتني ټولنه کې په یوې نجلۍ یا مېرمنې د خپلو تورونو اغیز او پاېلې نه سنجوي؟ یا یې سنجولی نشي؟او دې ته پام نه کوي چې دده دغه  تور کېدای شي د هغې ژوند له ګواښ سره مخ کړي، کېدای شي په ټولنه او کورنۍ کې د هغې شخصیت او حیثیت وځپل شي، اوهغه له ټولنې نه ګوښه شي، کېدای شي هیڅ نارینه دې ته حاضر نشي چې هغه د خپل ژوند ملګرې کړي.

ایا هغوی چې په دومره اسانۍ او په لوړ سر داسې تور لګولی شي په دې ټولنه کې نه اوسي؟ او که د خپلې ټولنې د پېژندلو وړتیا نلري؟ او یا د سمو او ناسمو کلیماتو د کارولو توپیر نشي کولای؟ او که په کسدي ډول غواړي داوړ ستونزې او خنډونه رامنځ ته کړي؟ او یا په ریښتیا هم دوی داسې انګیري او کوم کسدي عمل په منځ کې نشته؟ که چېرې دوی په ريښتیا داسې انګیري او له ډیر صداقته دا څه لیکي نو بیا ولې د نارینه شاعرانو دا وړ ټکو ته ګوت نېونه نه کوي؟ که د دوي په اند نارینه شاعرانو او لیکوالو  له ازل نه ضمانت لیک راوړی؟ چې داسې نده، زموږ د دیني او دودیزو اصولو پر بنسټ نارینه او ښځې په مساویانه ډول د اخلاقي برېدونو د ساتلو مسول ګڼل شوي دي .

هغه مهال چې د لمړي ځل لپاره د یوه نارینه پر وال لاندې لنډۍ ولیکل شوه ، زموږ د بیرغ د حیثیت ساتونکي چېرې ول ؟

زما جانان ملي بیرغ دی

تورې یې زلفې ،سرې یې شونډې، شنه خالونه

که په پورته لنډۍ کې داسې څه نشته چې زموږ د بیرغ حیثت ته دې پکې زیان ورسیږي، خو د شفیقې په شعر کې هم څه نشته، او که د هغې په شعر کې د بیرغ سپکاوی شوي، نوهغوی چې دغه نیوکه کوي د دغې لنډۍ د خپرېدا پر مهال ولې غلي ول؟او یا یې ځان غلی نیولی و؟ او که هغه مهال یې دا لنډۍ دافغان بیرغ سپکاوی نه ګاڼه، اوڅه یې دوېلو لپاره نه لرل نو بیا خو د شفېقې او ټولو ادیبو میرمنو په وړاندې  دا یوه له عقدې ډکه  کړنه ده او بس.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *