لیکوال : استاد رحمت الله حکیمي –

ریښتیا هم چې ټولنیز ، ریالیست اومتدین لیکوال همیش دخلکو په زړونو او سترګو کې وي اودتل دپاره ټولنه پرې لوړه ګوري ، غزلبول استاد پوهندوی فضل ولي ناګار دپښتو ژبې اوادب هغه ځلانده ستوری دی ، چې  دبلوري غمي غوندې ښکلا څو اړخیزه ځلا لري ،نن هم په شعوري ډول ټولنه د(فی سبیل الله ) په لوري رهبري کوي او په راتلونکي کې به هم دژبې او ادب ټولمنلې څېره اوهستې وي ښاغلي ناګار صیب عقیده په شعر کې وړاندې کړه او په خپل هنر کې ټول مسلمة امت ته په یوه سترګه ګوري  داچې دناګار صیب لیکنې ولې ژوندی دي ؟ زما په فکر علت به یې داوي چې ګړنۍ او لیکنۍ وینا ته عقیده وي روح ورکوي ، دهنر او ادب په وسیله ددې ژوند پر مټو د ابدي ژوند توښه برابروي ، ښاغلی ناګار صیب فکر په فکرونو کوي او هغې لارې ته یې رهبري کوي په کومه کې چې دبریمنتیا راز پروت وي ، چې دغه اړخ یې هنر ته جاوېدانه ښکلا ورکړې .

دښاغلي ناګار صیبب وینا او لیک په خلکو ځکه تاثیر کوي ، چې هنر او شخصیت یې په یوه لاره روان دی ، دټولنیزواسلامي ارزښتونو په رڼا کې لیکنې کوي ، ددغې بلوري غمي څانګیزوځلا ته که فکر وکړو دهرې ډډې یې ټولنې ته رڼا ورکوي ، په لیکنۍ او ګړنۍ وینا کې یې ملي او بین المللي رغښتي فکر موجود دی ، تاثیري ویل اولیکل کوي ، وچ او بربنډ هنر نه خوښوي ، دغه روحیه یې له هغې چینې نه اوبه څښې کوم چې د اسلام مبارک دین له غره رابهیږي ،په هره وینا او لیک کې یې دتاثرزړي له ورایه ښکاري او دټولنې رغښتي پېرایه په کې موجوده وي ، جناب محمدرسول الله (صلی الله علیه وسلم ) فرمایي : (( چې تاثیر لرونکې ژبه د انسان ښکلاده )) ، داسې شاعر دی ، چې شعر یې  داسلامي ټولنې له لوړ څلي نه افاقي مزلونه وهي ، په عملي ډول یې دنفس دتزکیې مبارزه شروع کړې ، دستر حمزه پلنیونی ښکاري دهغه شاعر په وینا چې وايي :

باورد ې وشه چې ناګار چېرې په لار ووینم

دستر حمزه دغزل سیوری مې په لور راځي

زه خو وایم چې ادب اوپښتو یې داسلام مبارک دین په داسې مرغلرین تار پیلي چې  انشا الله په هر ډګر کې دلوړاوی ډغرې وهي ، الله (ج) دې یې نور هم  قلم تانداوهڅاند لري .

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *