زما پکتیکا یې په وینو ولړله، د روژه تیانو خولې یې له وینو ډکې کړې، په خپلو وینو یې ورته روژه ماته کړه.
ای!
څه به نه وايئ. پر خوله لاس کیږدئ، ستاسو هره نیوکه له جهاد سره خیانت ګڼل کیږي. 
ستاسو هره نیوکه د غازیانو مورال کمزوری کوي. 
ستاسو هره نیوکه ستاسو عقیده خرابوي، سمدلاسه مرتد کیږئ، یهودي کیږئ. د امریکا نوکر کیږئ. 
چوپ شئ! د ژړا لپاره کومې داسې سمڅې ته ننوځئ چې اجرتي مفتیان مو غږ وانه وري.
زه خو چپ شوم. زه خو نوره خبره نکوم، زما د ایمان واک له نورو سره دی، هسې نه را نه وایې خلي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *