ډېره خوشاله وم کتاب قلم رنګې او څراغ غوندې قلم تراش چې اکا مې راته راوړی وه موږه نوي له کلي نه کابل ته راغلي وه موږه د خپل ګاونډي کره د سبق لوستلو لپاره له خپل کتاب قلم سره ولاړو، زه ډېره خوشاله وم کله چې په ټولګې کي کیناستم څو شېبې وروسته ښوونکې  ټولګۍ ته راننوتله ټول د ولاړسید په ویلو ودرېدو .زه هم په تلوار ودریدم ښونکې ته مې برګ برګ کتل هغه سرتور سر وه ما له ځان سره وویل چې دې ته پلار یې شور نه کوي  چې ټکری یې نده ای په سر کړي نه پوهیدم چې دا څوک ده او د څه لپاره راغلې ده.

خو قلم رنګو ته مې خوشاله وم ښوونکې له المارۍ نه همداسې کتاب چې زما سره وه سوراوسپین پوښ یې درلوده راویست موږ ته یې وویل:

کتابونه خلاص کړئ او یوولسمه پاڼه راواړوئ نورو ته مې چې وکتل کتابونه یې خلاص کړل (س) توری یې په سر لیکلې وه او د سابو عکس هم په کې وه هغې وویل [بخوانید (س)سبزي سبزي بسیار فایده دارد سبزي باید با آب پاک شسته شود ].

زه حیرانه وم چې ښځه هم ویلي شي زموږ په کلي کې خو یواځې سړي خط ویلی شي نو دا سنګه دلته خو ښځې هم خط ویلی شي بیانو زه هم په سوچونو کې ډوبه شوم چې یوه ورځ به زه هم د تورې دړې ترڅنګ ولاړه یم په لاس کې سپینې پاڼې او پرې تورتور خطونه همداسې ورته ګورم شونډې پرې ښوروم چې یووار د ښوونکې له غږ سره د سوچونو له دریابه راووتم (دخترم نو آمدي اسمت چیست؟ متوجې درس ات باش بچیم).

نوره پرې پوهه شوم چې سه وایې خو په دې اسم یې پوهه نه شوم له ځانه سره مې ویل اسم به څه ته وایې ټولو انجونو راته وویل نامت چیست؟

نور مې نو سر پرې خلاص شو چې د نوم پوښتنه مې کوي.

ومې ویل نامم رڼا است ښوونکې مې وویل بسیار خوب بسیار اسم زیبا .

بفرماید بیاید که نوشتن اسم ات را برایت یاد بدهم زه بیا وارخطا شوم چې دا بیاید خويې چې راشه خو بفرماید به څه ته وایې……

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *