مينه مجله نوې نوې چاپېدله، لومړۍ ګڼې يې وې، ما ور ته ليک لېږلی و، د مضامينو او مطالبو پر معيار مې ترې غوښتنه کړې وه. دې وخت کې د مجلو بازار هم ښه تود و، بلا ډېرې مجلې په ننګرهاې کې چاپېدلې، چې اوس يې یوه هم نشته. ددوی دې هم کور ودان وي زما لیک يې کټ مټ په مينه کې خپور کړی، خو لاندې يې ترې ليکلي وو، چې وروه تاسو په خپله معياري ليکنې نه را لېږئ او همدا وجه ده، چې مينه به هم غير معياري ليکنې خپروي. له هم هغه وخته مې وخت نا وخت د مجلو لپاره ليکنې کولې، کله به یو نيم شعر هم کوم دوست په مجله کې خپور کړی و. خو د ليکنو لپاره ما سره دا انتخاب نه و، چې په کومو موضوعاتو ليکل وکړم او په کومو يې ونه کړم.
هلته ورو ورو د مجلو لمن په ټوليدو شوه او یواځې د ګوتو په شمار مجلې پاتې شوې او په ننګرهار کې زما شپې هم ختمې شوې، کابل ته د راتګ سره د کابل د رسنيو د بازار سره آشنا شوم، دلته د ورځپاڼو بازارونه تاوده و، دا وخت د ولسمشريزو ټاکنو و، داسې په نا آشنا نا اشنا نومونو ورځپاڼې مې وکتلې او د لوستلو لپاره په کې د کمپايني مقالو پرته نور څه نه ليدل کېدل.
دلته د ننګرهار په پرتله د انټرنيټ اسانتياوې هم زياتې وې او د مجلو د اډيټرانو له زړه نا زړه هم خلاص شو، په خپله خوښه مو ليکنه کړې او په ويب پاڼه کې خپره شوې.
خو دلته هم د مضامينو په انتخاب کې نه وم درېدلی او په هر څه مي لېکل کړي. که چاودنه شوې، د ځانمرګو په اړه مې ليکل کړي، که وزيران پارلمان ته غوښتل شوي د دوه ګوني چلند او د ولسي جرګې د غړو په اړه مې انتقادي ليکنه کړې، که کتاب چاپ شوی ورباندې مې ليکل کړي، کره کتنه مې کړې او نور مسائل مخې ته راغلي هم درېغه مې ترې نه کوله.
کابو دوه دوه نيم کاله وړاندې د بی بی سي د یوه خبريال سره بلد شوم، د هغه غږ مې له کوچنيتوبه اورېدلی و. دا ډاکټر لطیف بهاند و. له هغه سره د فسبک ملګرتيا ډېره خوږه وه، نږدې هره ورځ به مو شېبه نيمه شېبه سره بنډار کولو. د زما د ليکنو ستاينه به يې کوله، خو په څنګ څنګ کې به يې ادبي ليکنو ته هڅولم.
لږه موده وروسته ډاکټر صیب کابل ته راغی، دلته مو د ملګرۍ خونده د نورو افغانانو په څېر شوه، یواځې په رسمي غونډو او ناستو کې به سره مخ کېدو او آن د مبایل اړيکې مو هم کمې وې، خو په یوه ناسته کې يې راته مخامخ وويل، چې هلکه نورې سياسي ليکنې مه کوه.
ما هم ها وکړه او سياسي قلم مې هم هغه شېبه مات مات کړ.
که لوستونکی درته ووايي، چې دا څيز ماته خوند نه را کوي، نو بيا يې ليکل نه دي په کار. زموږ دا ځيني سرچوک ليکوالان همداسې دي. ښه پوهېږي، چې ليکنې مې چاته خوند نه ورکوي. بس له ځانه به لګيا وي او مفتې مشورې او تبصرې به کوي. کله به يې دولت را نيولی وي، کله به يې مخالف او کله نړيوال بس سات تېری ورته ښکاري.
اوس چې ډاکټر صیب له هېواده بهر دی، اړيکې مو بيا سره خوږې شوي او هره ورځ سره بحث کوو. پرون يې راته ويل، چې د ځانځانۍ خامار ولوله، ستا د خوښې مضمون دی. ور سره مې ومنله او په زړه کې مې ویل، اوس نو د دې سرچوک ليکنو له لوستلو لکه چې خلاص شوم.
ما ويل: سياست اوس د ماشومانو د لاس آله شوه، داسې ليکنې به ولولې، چې ليکوال له خپله عمره او سواده څو چنده پورته غږېدلی وي او په افتخار سره خپل دې کار ته دوام ورکوي. ته وا لوستونکي همده ته ناست دي.