محمد ابراهیم سپېڅلی

چي د سندرو او موسیقۍ اوریدل مي په یادیږي، نو د استاد خیال محمد له نوم سره اشنا سوی یم

دابه نو زما په غالب ګومان ۱۹۸۰ یم کلونه وو.

دلته د جګړو اور بل و ، لکه همدااوس چي وسله وال بریدونه کیږي، پرمسافر وړونکو موټرونو بمونه چوي، پوستې تسلیمږي، ملکیان وژل کیږي اود جګړو له ویري خلک له کورونو څخه تښتي.

زموږ کورنۍ هم په د ژمي په یخ سهار کي په پټه خپل کور پرېښود او له ښارڅخه لیري یو کلي ته کډه سوو.

د بازیو شریکان، د خالپوڅو کور او شناخته سیمه راڅخه پاته سوه.

په نابلده کلي کي ډېر دېغ وم، د لوبو ملګري له زړه نه وتل او آن ځینی وخت به د خوب په خیالي نړۍ کي د خالپوڅو کور او کلي ته له شریکانو سره لوبو ته هم ورتلم .

په دې کلي کي ما ځان پردی احساسوی، شریکان مي نه درلودل، ټوله ورځ به د نورو کوچنیانو برعکس په کورکي د مور ترڅنګ په فکرونو کي ډوب ناست وم .

تراوسه مي په یاد دي، موږ یو چینايي ټيپ درلودی، چي د شپې لخوا به مي پلار خبرونه اوریدل.

زه په خبرونو نه پوهیدم، خو پلار به مي ویل « یوګړی ږغ مه لرئ ! خبرونه دي. »

موږ به چوپ ناست وو، اخر به په ارږمۍ ، ارږمۍ کښلو بیده سوی وم او په خوب کي به مي د خالپوڅو کور او خپل شریکان لیدل.

غرمه مهال به مي ځوان ورور، چي له عسکري جلب اظهار څخه په کور کي پټ و، په چینايي ټیپ  د کوټې راډیو سټېشن په نیولی و، خو ځیني وختونه به د راډیو ترږغ کښهاری لوړ و.

په راډیو کي به د خبرو او سندرغاړو ترڅنګ د یوسندرغاړي ږغ پرما خوږ لګیدی، لیکن افسوس ! ددغه سندرغاړي سندره به هره ورځ نه خپرېده.

دا وخت، نو زه د شپږو کالو وم پښه مي په اووم کال کي وه اود مخ غاښونه مي وتلو ته اماده سوي وو.

اوس مي په دې نوې مېنه (کلي) کي د کوڅې دوه درې شریکان، چي زموږ ګاونډیان وو پېژندلي وو، خوبیابه مي هم د هغه خوږ ږغي لرونکي سندرغاړي  د سندري اوریدو په هیله غرمه ځان کورته رارسوی.

هغه وخت د کوټي راډیو غرمنۍ پښتو خپرونه په ورځ کي یوساعت خپرېده.

پرما به دایوساعت دسندري اوریدو په تمه خورا اوږد سو ، خو کومه ورځ ، چي به يې سندریز ږغ په راډیو کي خپره سو، نو زړه به مي باغ باغ سو.

سندري مي يې خوښیدې، مګر د سندرغاړي نوم ته مي پام نه و، ځکه زه يې پر ږغ مین وم نه پر نوم .

« اشنا د لیونتوب هغه وختونه دي جوړ هیرسول

کاواکه ګرځېدل رنګین خیالونه دي ، جوړ هیر سول

نن سترګي دي څه وايي ولي زه پرې نه پوهیږم ؟

پوهیږمه په دې چي شوګیرونه دي، جوړ هیر سول »

دغه سندره، چي اوس هم واورم، خپل کوچنیوالی راپه یاد سي.

دغه سندره پرما خورا تاثیر کوي او هغه د چاخبره د زړه تارونه مي راریږدوي.

یاده سندره به اکثره وخت د کوټي راډیو څخه خپرېده او ماته به يې داسي خوند راکوی، چي د هغه وخت احساس اوس نه سم بیانولای.

نور مي سرنه په خلاصیدی، چي داڅه وايي ؟ خو په اوریدولو يې نه مړېدم.

د راډیو څخه د سندرو اوریدو دالړۍ نژدې یوکال یا یونیم کال روانه وه او ددغه خوږ ژبي سندرغاړی هري سندري زه د خیالونو په زرین ټال کي ځنګولم .

«بي بي شیریني ژړي ګلي ، راباندي واچوه سور شال جوړه لاسونه »

دابیا یوه بله سندره وه، چي په اوریدو به یې خورا خوښیدم او اکثره وخت، چي به څوک نه وو، نو زما د معشوق سندرغاړي دغه اوله راډیو څخه دده په ږغ کي نوري ما اوریدلي  سندري به مي نیمګړي زمزه کولې.

یوه ورځ مي فکر سو، چي داسندرغاړی څوک دی او څه نومیږي ؟

زړه مي راغونډ کړ، له خپل ځوان ورورڅخه، چي له عسکرۍ څخه په کور کي پټ و پوښتنه وکړه «ګل اغا هغه نامي غزلي، چي وايي نوم يې څه شی دی؟ »

ورور مي وخندل « کوم نامي غزلي چي وايي ؟»

ما چي هرڅه وکړل، ورور مي پوه نه کړای سو.

په داسبا، چي بیا د ورور څنګ ته پروت چینايي ټيپ ته نژدې د سندري اوریدو په هیله کښېنستم، نو غیبي په راډیو کي دغه خوږه سندره شروع سوه : « نادان یمه په عشق کي، چي مین زړه صبرومه ـ لا دومره مي یاديږي، چي هرڅومره يې هیرومه .»

بېله ځنډه مي ورور ته وویل، « دغه غزله چي وايي !  ما دغه درته یادوی، چي نامي غزلی وایی. »

ورور مي په ځیر ځیر راته وکتل، زه وبیریدم ، چي اوس مي یوه چپلاخه کش نه کړي، خو هغه وویل: « داخیال محمد نومیږي»

خیال محمد ؟ ما پوښتنه کړه ، ده راته وویل هو !

اوس له هغه وخته درې لسیزي تیري سوي دي، چي زه د خیال محمد په خواږه او مترنم ږغ کي سندري، غزلونه، لنډۍ او فلمي بدلي اورم.

له موسیقۍ اوریدو سره زمامینه، اصلا د استاد خیال محمد د ږغ سره د میني پر بنسټ رامنځته سوې ده.

زه اکثره وخت له ځان سره وایم، که پرما د استاد خیال محمد ږغ تاثیر نه وای کړی، نو کیدای سي، چي له موسیقۍ اوریدو سره مي دونده مینه نه په زړه کي په غورځنګ نه وای.

دانو زه یوازي نه یم، بلکي زما په څیر په سلهاوو کسان د استاد خیال محمد له خواږه ږغ سره مینه لري او سندري يې په مینه مینه اوري.

زه یوڅو کسان اوس هم پېژنم، چي د دغه استاد سندرغاړي د سندرو میني د شعر او سندرو ویلو ډګر ته راوستلي او لا غواړي، چی دغه لار پسي تعقیب کړي، خو هغه د خوشحال بابا خبره « هرسړی پیدا دي خپل خپل کار لره کنه »

ماته اکثره وخت دا فکر راپیداسي، چي که استاد خیال پښتون نه وای اوپه یوه بله ژبه يې هنر ته دومره خدمت کړی وایی، نو تاسي څه فکر کوی، چي د هغي ژبي ویونکو به دی څومره نازولی وای !!

استاد خیال او دده په څير نور د هنر اتلان په څو څو ځله په لویو ویاړ غونډو ارزي.

که چیري ددغسي هنري اتلانولمانځل پر وخت وي نو ښه خبره به وي، ځکه موږپښتانه اکثره وخت یا مړه ستایو او په ډېر سپین ږیرتوب کي خپل مخور ستایوو.

په کار ده، چي دغسي پېژندل سوي کسان پر وخت وستایل سي، چي دوی نورهم نړيوال شهکارونه ټولني ته وړاندي کړي او په دې ډول نړيوالو ته دا وښول سي، چي پښتانه هم د نورو پرمختللو ملتونو غوندي د هنري ډګر اتلانو ته «ډمان» نه وايي او د لمانځلو لپاره يې سره په یو زړه او یو خوله سره راټولیږي، چي داسي راټولیدل د ویښو ملتونولویه ځانګړتیا ده.

که د واقیعت په عینکو کي وکتل سي، نو پښتني هنرمندان، د نورو ټولنو تر هنرمندانو ځکه ډیر د ستایني وړ دي، چي لاتراوسه زموږ په ټولنه کي لکه څنګه، چي په کار ده هغسي هنرمند ته له کورنۍ څخه  تر ښاره په سمه سترګه نه کتل کیږي اودا داسي مانا لري لکه یوڅوک، چي دهنري ماڼۍ بډایه کولو ته د دوبي په سره غرمه پر لوڅه شا تودې خښتي راوړي،چي داد هر بې ذوق کار نه دی او باید افغان هنرمندان د ولس ترڅنګ د دولتونو لخواهم په معنوي او مادي سوغاتونو ونازول سي، ترڅو موږ هم د تاریخ په کتابونو کي د هنرنازول سوی بډای  څپرکی ولرو.

د همداسی یوې ورځي په هیله .

دغه لیکنه د سرخط ورځپاڼي په ۴۳۱ ګڼه کي هم خپره سوې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *