پاچا سپين ږيری شو، له ارګ نه په داسې حال کې ووت، چې خپله ديارلس کلنه چوکۍ يې په ډېره مينه نوي .پاچا ته وسپارله، سپين ږيری .پاچا د هيواد په  هر درد اوښکې تويي کړې، کنډوکپر هيواد يې ورغاوه، د خپلې ځيرکتيا پر مټ يې په تېرو ديارلسو کلونو کې ډېر داسې کارونه تر سره شوو چې ديارلس کلونه پخوا کېدل يې  يواځې خوب وو، خو نن هغه ټول کارونه تر سره شوي دي.

نوي .پاچا ته جوړه اداره او  اردو سپارل شوې ده، سپين ږيری .پاچا خوشاله دی، وايي له مسووليته مې اوږې سپکې شوې، لږ ارام به وکړم، خو ځوان سقيم بیا خپل قلم له رنګ نه ډک کړ،  دسپين ږيري .پاچا ستاينه يې شروع کړه، هغه ورته په خپل سحرګر قلم  ورته ليکنه وکړه.

ځوان سقيم پردې هم بسنه و نه کړه، چې يواځې  په ليکنه دې سپين ږيري ولسمشر زړه خوشاله وساتي بلکې په خپل ښايسته غږ کې يې بیا خپلې ليکنې ته نوره ښکلا هم ورکړې ده، ځوان سقيم پردې خواشينۍ ښکاري چې سپين ږیری ولسمشر ځي، خو بیا خو شاله هم دی هغه وايي شکر چې دا ځل موږ خپل برخليک په خپله ټاکلی، شکر چې داځلې زموږ واکمن دټوپک او راکېټ پر مټ دارګ ماڼۍ ته ونه خوت، شکر چې دا ځل بیا زموږ مشرانو دملي يووالي حکومت رامنځ ته کړ دسپين او تور توپیر له منځه ولاړ دوړتيا او ځيرکتيا پرمټ به کدرونه دټولنې چوپړ ته وړاندې کېږي.

دا ځل به زور او پیسه نه چلېږي، دا وار به څوک واسطه هم نه قبلوي، دا ځلې به ضوابط په روابطو غښتلي وي، دا ځل به په هيواد کې دبنيادي سولې او ټيکاو لپاره کار کېږي، دا ځل به  دنويو پرمختګونو او انکشافاتو شاهدان يو، دا ځل به په لرې پرتو سیمو کې دښوونځيو په دروازو تور ځوړند شوي قلفونه ماتېږي، خو هو دغه ټول  د سپين ږيري .پاچا د کر اغېز وو چې نن حاصلات اخلو.

ديارلس کاله وړاندې مو دښوونځي نصاب مالوم نه وو،  روغتونونه جوړشو ل، پلونه په بنستيز ډول ورغېدل، سړکونه په معياري ډول جوړ شول،  دافغانۍ ارزښت لوړ شو، دغه ټول پرمختګونه وشو، ولسمشر په ښه توګه خپل مسووليت ادا کړ ستړی شو مټې يې بې سيکه شوې، ارګ ته يې نوی ولسمشر وروبلل ښه راغلاست يې ورته وويل لاسونه يې لپه کړل، دالله تعالی له دربار نه يې نوي ولسمشر ته په نوي ورسپارل شوي مسووليت کې توفيق وغوښت وړوکي شهزاده ميرويس هم لاسونه لپه کړل، داسې ښکاري چې نور له هيواد نه دناوړه دودونو چې دچوکۍ معيار به جنګ وو، دچوکۍ واکدار به زورواکی او زر واکی وو، ورو، ورو  له منځه ځي، .پاچا سپين ږیری دی، خو ځوان سقيم هم ورسره ورو، ورو دده په قدمونو روان دی، د.پاچا له بنډار نه خوند اخلي، هغه سره مينه لري.

ځوان سقيم لا ورسره دی، سپين ږیری ولسمشر يې هم له مجلس نه ستړی نه ښکاري، بلکې د خپلو تېرو ديارلسو کلونو دلاسته راوړنو په اړه ورسره خبرې کوي، هغه دځينو مجبوریتونو يادونه هم کوي، .پاچا روان دی، هغه ډېر سپين ږيری شوی دی، خو سقيم لا لګيا دی د خپل پخواني ولسمشر ستاينه کوي، د قلم رنګ يې هم نه ختمېږي، کاغذ ورته ډېر ايښی دی، خو بیا د ليکنې په منځ کې لاسونه لپه کړي وايي، ((يا الله ته خو مو د تېر وخت په ارمان کې نه کړې.))

سقيم د هرې کونډې ناره تر کاغذه رسولې ده، سقيم د هر ناداره کس اړتيا پوره  کړې ده، سقيم ځوان دی، ښه قوي برېښي،خو  نادارو سره اوښکې تويوي، نادارو سره په سلګيو سر دی،  سقيم يو داسې څوک دی، چې نه يې سپور د نيلی پرې ايښي او نه يې هم خوار د شړۍ، بلکې د هر چاپه ژبه پوهېږي، د هر چا په درد خبر دی، د هر چا د وير کيسه ورمالومه ده، د هر چا په کاله کې اوسېدلی دی.

هغه ژوند ستړی ګڼي او له مات مړوند يې سره تشبه کوي، هغه په ژوند کې ځان ستړی  حس کوي، خو د خپلو ګرانو وطنوالو د درد لپاره مرهم او ټکور لټوي، هغه د څيرې ګرېوانو لپاره په تار او تڼۍ پسې ګرځي، هغه  پوهېږي چې زما مينه زما ولس دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *