زه نه پوهیږم چی لا اوس هم خوب وینم او که ویښ یم!
تل می هیله درلوده چی په هره ژبه ګویا، نر او ښځه په یوه ملی افغانی رنګ کی رنګ شو، تل می هیله درلوده چی پښتون دری ووایی او تاجک ورور می پښتو، تل می هیله درلوده چی ټول سره په یوه ملی دریځ کی په یوه انتخاب هوکړه وکړو.
نو نن چی د ټاکنیزو منډو تندو پایلنی ورځ وه او ډاکټر صیب اشرف غنی خپله پایلنی غونډه درلوده او هلته ډاکټر صیب اشرف غنی د ستر تدبیر خاوند د هری ډلی خلک ځان ځان ته راوغوښتل او له هغو سره یی روغبړ وکړ خو ماته ی ترټولو زیات خوند هلته راکړو چی غنی صیب ته ترکمنو ورونو ملاوروتړله او د ترکی فرهنګ ښایسته دودیزی جامی یی ورپه تن کړې.
ګوری د انسان طبیعت داسی دی چی همیشه یو شی او یو رنګ نه خوښوی خو کله چی رنګونه ډیر وی یعنی رنګارنګ شی نو هلته انسان له هغې منظری ډیر خوند اخلی.
که مو پام شوی وی افغانستان د داسی یوه بڼ په شان دی چی دلته رنګارنګ ګلونه دی
دلته د پښتون په نامه ګل، دلته د تاجک په نامه ګل، دلته د ازبک په نامه ګل ، دلته د ترکمن په نامه ګل ، دلته د ایماق په نامه ګل، دلته د پشه یی په نامه ګل، دلته د ګوجړ په نامه ګل، دلته د براهوی په نامه ګل، دلته د هنود په نامه ګل، او دلته د نورستانی په نامه ګل هم شته چی هر یو یی ځان ته خپل خصایص، هر یو یی ځان ته بوی، هر یو یی ځان ته رنګ او هر یو یی ځان ته ښکلا لری او کله چی دا د افغانستان په بڼ کښی سره راټولیږی نو ترټولو ښایسته تری جوړیږی چی د انسان زړه غواړی ورته وګوری او دومره ورته وګوری ترڅو چی خوند تری اخیستی شی.
او ما نن دا ټول د اشرف غنی احمدزی په پلویانو کی ولیده، اشرف غنی سره هرګل یوځای ده، د هر ګل بوی له اشرف غنی نه راځی.
هر ګل داسی فکر کوی چی یواځی اشرف غنی د افغانستان په نامه دا ښکلی بڼ چی د تباهی په حالت کښی ده بیرته ژوندی کولای شی. خپله بقا په غنی کی وینی او غنی ټاکی.
بیځایه به نوی چی د بابرزی دا شعر هم ورسره مل کړو:
د شملو وطن ته راشه چی شملی درته په سرکړو
ته زنا د ستورو راوړه مونږ به وینی د زړه درکړو
نن ډیر خوشحاله یم زړه می همدا اوس نه د بری زیری راکوی، او انشاالله چی ملت قدم پورته کړی او الله رب العزت به هم راسره مل وی.
د غنی افغانستان لپاره غنی غواړو.
د بریا په هیله
wrora shair ki “zana” nada “rana” da
ْشه خوب دي ليدلي دا دملي وحدت خوبونه دائم رشتياخيزي داخكه جه الله تعالي د يو ملت به اتحاد او اتفاق به ورور ولي أوبرا بري راضي او هغه ملت ته كا ميابي او سر لوري به نصيب كوي. هر هغه خوك جه ملي وحدت ته دكو
كرد بلته وهي هغه بلته دي دده به كور روشانه شي جه خبله نابود اوملتءي دشره خلاص شي.مخ به وراندي دملي وحدت به لور.
جلالزوي
كه زه ووايم جه زه يم،أوته وواءي جه زه يم،-نه به زه وم او نه به ته وي. —– اوكه زه ووايم جه ته ءي ، أوته وواءي جه ته ءي ،،هم به زه وم ،، أوهم به ته ءي.
ستاسې ليکنه د ډېر قدر وړ اود ټولو افغانانو هیله ده چې ټول په یو ټغر د ورونو په څیر کښيني کور مو ودان ، ماته ېې دومره خوند راکړ چې د سترګو څخه مې اوښکې راغلې ځکه چې د قومونو تر منځ پخوانۍ ورورلي مې په زړه و وریده ـ يوه د ټایپ کولو اشتباه باید په ګوتو شی او هغه په وروستۍ برخه کې د بابرزي صيب د شعر په بيت کې ( ته رڼا د ستورو راوړه ) باندې صحيح شي په درنښت
This country suffered a lot, I mean a lot, and the time with healing is coming Insha-Allah.
Very soon Afghanistan will have a democratically elected president. Hoping for Mr. Ghani Ahmadzai
to become the first democratically elected president in the history of Afghanistan.