ته چې کله راشې او زمونږ په کلي کې ښه غوړه ډوډۍ وخورې او مستې یا شړومبې هم ورسره و څښې او نیشه شي!!! نو په ځان نه پوهیږې چې څه وکړي نو بیا زمونږ له کلي څخه او یا هم د کور له شا څخه پرې دوه یا دری ټکه وارونه وکړي خو دا چې ویرې په سې اخستۍ وې او نیشه دې هم له سره لاړه شي خپله ښه وکړي (وتښتې) او نښان ورته په لاس ورکړي!
آفرین شه او ستا په همت، چې ته څنګه غیرتمن يې چې له کلي څخه وارونه کوي او د ټوپک ډز خو کولای شې!! خو ایا ته کوم هدف لرې؟ او که یوازې دیته خوشاله یې چې ډز خو هم کولای شې!!
له تا څخه د کلی ټول ماشومان ډاریږی، ځکه چې ته کله هم دې کلي ته راغلی یې نو همدا دې کړي او بيا تللی یې!!!
ستا مور او خور او خپلوان خو تا ته تل دعا(بد دعا) کوي، ځکه چې ته ډیر نیک اخلاقه وې!!!! او بیا خو اوس ته مخابرې لرې او ټوپک لرې، نو اوس خو ټول ستا په دعا دي !!!!
کله چې ستا د نيشې مرمۍ د پولیس او یا اردو د کمپ په په سل مترۍ کې هم تیرې شي نو د هغوی د توپ خوله زمونږ پر کلي برابره شي ته به وایې چې د اختر په شپه ښاد نامې کوې او فیرونه کوي او همداسي توپونه او هاوانونه راته برابروي او زمونږ له کلي تور لوخړې پورته کړي!!
زه له خپلو ملګرو سره کوښښ کوم چې تر پولې لاندې پټ شم- خو هغوی مې نه پریږدي چې پټ شم ځکه چې دوی ټولو وخته د پټیدو ځای نیولی وي!!
زما د لوبو ملګرې خو تیره ورځ همداسې د هاوان په مرمۍ مړه ( شهیده) شوه او هیچا هم دا ونه ویل چې شهید شو ولې دوی شهیدان دي ؟؟؟؟
کله چې پولیس لالا او سپشل فورس زمونږ کلي ته راشي نو هغوی هرڅه ړنګوي او دې ته بانه ګوري چې څنګه خلک ووهي او وځوروي نو ځکه خو مونږ له دو ی څخه ټول ډاریږو !!!! ولې ځینې وخت خو بیا دوی خپل ټوپک او مرمۍ هم پر مونږ رابار کړي چې ورته وې ساتو د ملیشو له تګ وروسته د خپل ټپي درملنې ته نه یو وارخطا خو د ددوی د ټوپکونو حساب ته وارخطا یو. مونږ ځکه باید دا وکړو ځکه چې دوی خو مج……… دی !!!
له دې څخه ها خوا کله چې د نظم ساتونکی پولیس داسې څوک وي چې !!
د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۷ (په مبارکه شپه) د غوایانو د غلا لپاره راپورته شوی وي په همدغه شپه يې خدای وشرموي او ونیول شي او اوس ستا د مال څخه ساتنه کوي نو آیا ما ته داځای شته چې ګله ترینه وکړم!!!!!!
نو بیا یو بله پاچاهي ده چې!!!!!!!!!!! زه پکې ژوند کوم چې نه پوهیږي چې څه وکړم؟
ځکه چې نیم عمر د ماشومتوب مې د پولې د لاندې تیر کړی زه له ترهې او ویرې څخه بل څه نه پیژنم.
زه حیرانیږیم چې آرامي به څنګه وي؟ او خلک به څه احساس کوي چې بې ترسه خپل ژوند کوي
!!!!!! زه یوازې غواړم چې تجربه يې وکړم!!!!!!!!! خو کله ؟ او څه وخت له مانه لاره ورکه ده