صفي الله عمرخیل

د ژوند یوازې څو پسرلي مې اړولي و ، لا هم د ماشومتوب په بې سره او بې بره تخت ناست وم اوله خپلې بې پروا پاچاهۍ مې خوند اخیسته ، د مازدیګر د لمر له ډوبیدو څو شیبې وړاندې به مو د والیبال د توپ دربا ترغوږو شوه ، د کلي له ماشومانو سره به یو ځای د والیبال سیل ته تلو، دا داسې وخت و چې ژوند لکه بیځایه شوی هډوکی بیرته یوڅه ځای ته ورغلی و د تیرو ناخوالو په پرتله خلک نسبتا کرار شوي و ، خولاهم په خلکو د فقر، بیوزلۍ او غربت سیوری غوړیدلی و ، له کلي مسافرې کورنۍ او ځوانان چې له خپل کلي لرې پاتې شوي کلي ته راتلل ، احمد تکل هم همداسې و، کله کله به کلې ته راته او بیا به موږ د والیبال دلوبو پر میدان کې لیده .

کله به چې ښوونځي ته د بی بی سي د تعلمي پروژو له لوري د ماشومانو لپاره مجلې راتلې او موږ به لوستلې نو د مجلو په یوه څنډه کې به مو د احمدتکل په نوم سترګې لګیدې، یو بیل احساس به مو کاو ، او دابه راته ډیره جالبه و ، دښوونځې په دوران کې مې په لومړي ځل دکروندې په نوم د تکل پر شعرې ټولګه سترګې ولګیدې ، او هر شعر مې څو ځلي ولوست ، که څه هم دامهال د کتابونو، ورځپاڼو او مجلو هیڅ کمی نشته خو هغه مهال دیوې مجلې یا کتاب موند خورا ګران و .

داحمد تکل ژورنالیستکي فعالیتونو او هڅو زموږماشومانو اوتنکیو ځوانانو ته یوه ځانګړې انګیزه ورکوله ، داسې چې دتکل یواځني پرمختګ او لاسته راوړنې دهغه دزده کړو او زحمت له برکته دی ، ممکن زما دڅه نا څه منډو ترړو یوه انګیزه همدا وی .

د یو لیکوال شاعر او ژورنالست یو ستر مسؤلیت همدا دی چې خلکو ته فکري انګیزه ورکړي او دغه ولاړ وګړي په حرکت راولي .

د تکل په شعر کې په زړه پورې انځورګري او له رازه ډکې جملي لوستونکي فکر ته هڅوي، د تکل له دریو شعري ټولګو څخه مې یواځې د پنجرې شاته ټولګه ډیره لوستې ، دتکل په دغو شعرونو کې   کارول شوي کلیمات په زړه پورې دی ، دلته شعري بڼې یو ځانګړي سبک لولو ، چې کلیشې پرځای ورکې نوښت ته ځای ورکړل شوی دی .

له مانه مه ډاریږه

مه ترهیږه

نه دنیسم

دهندوکوش هوسکۍ

درسره مینه کوم

دتکل په دغه لنډکۍ شعر کې دهیواد د ټولو ترخو حالاتو او ناخوالو انځور ګري شوي ، دلته دویرې ډار وحشت اوظلم کیسه لولو ، دلته دانسانانو دکړاونو ترڅنګ دهیواد حیواناتو ، مرغانو او نباتاتو ویره او پردوی تیرشوي حالات انځورشوی .

.  ارسطو وايي : شعر نقل دى، خو توپير يې دادى چې انځورګر يوازې تش انځور رسموي او شاعر د هر ډول خيالاتو، جذباتو او احساساتو انځور رسمولى شي.

دتکل په یو ازاد شعر کې لولو چې

ورمو څوک نه ډبوی

کلي کې نه وایي څوک

چې زه ورځمه د احمد دوی کورته

کلی هر چاته ګران دی ځکه دژوند ډیرې خاطر ېې ورسره تړلي وی په پورتني شعر کې له کلي دلریوالي او جلا والي دردونکې کلیمات داسې پیل شوی چې دبیلتون ترخه کیسه کوي .

دلته په لاره کې ښکاریږي دهوسیو دسومونو نښې

هلته دپاڼو منځ کې

دیو ه پړانګ دسرو خپړو پلونه

لږوړاندې

یوه لویدلي څو کې

دمرګ او ژوند لپاره

دهڅو نښې دګلپاڼو پرمخ

دریژیدلو پاڼو منځ کې دنښتې کیسه

««««

بیګا په دې ځنګله کې څه تیر شوي .

ــــــــــــ

په همدې څو جملو کې دخپلې ټولنې د څولیسیزو ناورین وینو ، دهو سیو سومونه ، دپړانګ خپړې ، دهڅو نښې ، ددغو کلیماتو کارول داستاد غضنفر خبره رایادوي ، دلته شاعر دا هنري کلمې داسې کارولي لکه خټګر چې ددیوال په جوړولو کې خښتې کاروي او هره خښته پرخپل ځای ږدی ، که یو دوه خښتې یو له بله تیرې بیرې شي نو ټول دیوال خرابیږي ، همدا وجه ده چې شاعر باید د

کلیماتو په کارولو کې محطاط و اوسیږي او کلمې پرځای وکاروي دلته همداسې شوي .

دپنجرې شاته دتکل دشعري ټولګې شاعري راته د محمد حجازي خبره را په زړه کړه

محمد حجازي وايي ، هغه چې په شعر نه پوهېږي په ماغزو کې يې ژمى دى.

که څه هم دتکل ازاد شعرونه پیچلي او له رازونو څخه ډک دی او لوستونکی فکر کولو ته هڅه وی خو عادي لوستونکی ېې دمانا تل ته په اسانۍ نه شي ورکوزیدی .

د شیلي په وینا ، شعر وېده اروا راويښوي او فکر رښتيا پېژندلو ته چمتو کوي.

ویلیام بیا وايي:شاعر د ژوندانه له زهر لړليو شونډو نه شات څڅو

تکل هم دژوندانه له زهر لړلیو شونډو شات څڅوي ، دتکل په شاعرۍ کې درد ، مینه ، عاطفه ، حساس ،ښکلا ټول لیدل کیږي دښه شعر لپاره معیار نوښت ، انځور ، وزن ، موسیقي ، تړاو او نور ، چې دتکل په شعرونو کې شته ،

تکل دپښتوژبی پیاوړی لیکوال ژورنالیست او شاعر دی چې په دغه برخه کې ېې پوره خدمت کړي ،دتکل دشعر او ژورنالیستکو هڅو په اړه باید ډیر څه ووایو او ولیکو خو په دې لنډه لیکنه کې نه رانغاړل کیږي ، تکل ډیر څه لیکلي او ټولنې ته ېې وړاندې کړي .

د ښاغلي تکل په دې شعر خپلې خبرې راټولوم

شیبه

زه یوه داسې شیبه ښه پيژنم

چې یوه مور پکې ستاینې کوي

زه یوه داسې شیبه ښه پیژنم

چې د یو پړانګ خپړې

دهوسکۍ مرۍ کې

داخري شیبو ترپکې وژني

زه یوه داسې شیبه ښه پیژنم

چې یو ماشوم په خوب کې دار وویني

زه یوه داسې شیبه ښه پیژنم

چې پسرلی تازه شنیلی نه لري

او اوراخیستې غیږ ېې

له سرو ګلونو پرته هرڅه لري .

احمد تکل ته داوږد عمر او لا بریالیتوبونو هیله کوم ، دتکل دسترو تکلونو په هیله

درنښت

صفي الله عمرخیل

صدارت

مرمرینه ماڼۍ

1394/6/2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *