تر ۲۰۰۱ ز کال وروسته ولس د دریم ځل لپاره ولسمشر ټاکي؛ دوه ځله ولسمشر کرزی او دریم ځل به یې له اتو یو ګټي.

په درغلیو او حکومتي نوماند نه غږېږم، بلکې د ولس په شوق او ذوق لیکم چې؛ له ټولو تهدیدونو سره د رایو صندقونو ته ولاړل او د خوښې نوماندان یې انتخاب کړل.

ټاکنې په ټوله نړۍ کې سل په سلو رڼې نه وي، خو د درغلۍ پېښې هم پکې د ګوتو په شمېر وي؛ اما په افغانستان کې چې درغلي زورواکو ته په میراث پاتې، پراخې هڅې یې وکړې، خو په نسبي ډول سږنۍ ټاکنې تر پخوانیو غوره وې.

دا ځل ولس په پوره شوق د بهرنیو له انحصاره د خلاصون لپاره ټاکنو کې برخه واخسته. اوس ددې انحصار نښې یوازې په کور دننه پاتې چې؛ د قوم، ژبې او سمت په ادرسونو سربېره د رایو بانکونو درلودونکو له لوري رامنځته کېږي او مطرح کېږي.

که هر کاندید انتخاب شي، ولس ته به یې پېژندل له هغو ډېر د درک وړ وي چې؛ تر افغان خاورې ډېر لېرې ټاکل کېدل او دا ځل چې د ولسواکۍ اصلي تمثیل کېږي، نو په ټاکنو کې د ولس د برخې اخستو کچې زیاتوالی دا ارمان د تحقق پولې ته بیخي نېږدې کوي.

د مشخصو کاندیدانو په ګټه د یو شمېر دولتي چارواکو او زورواکو هڅې یوې خوا، په شوق ټاکنو کې د ولس برخه اخستل او د شفافیت لپاره د ټولیزو رسنیو ونډه بله خوا، د تېرو ټاکنو په پرتله سږ مثبت ټکي وو.

پرون د شکایتونو او اورېدو کمېسیون فعال رول او د رایو ورکولو له مرکزونو د رسنیو څارنې خلک د خپلو رایو په اهمیت او سرنوشت ښه پوه کړل، خو اوس ټوله اندېښنه د شته شکایتونو او درغلیو د څېړلو په اړه ده.

د نا امنو سیمو د رایو مرکزونو کیسه یوې خوا، خو په امن سیمو کې د رسنیو موجودیت، د خلکو ونډې او د ټاکنو کمېسیون اړوند کارکوونکو او ناظرینو فعالیت د ملي یووالي ښکارندویي کوله.

په ګڼو ولایتونو کې د رای پاڼو د کموالي راپورونه خپاره شول، چې ګڼ علتونه یې کېدلای شي او باید د شکایتونو کمېسیون یې په جدي ډول وڅېړي.

پراخ ګډون:

لومړی: د خلکو پراخ ګډون ددې سبب شو، چې د ټاکنو کمېسیون له اټکل پورته او زر د رایو په مرکزونو کې رایې پاڼې خلاصي شي.

ټاکنو کمېسیون په هره سیمه کې د خلکو د نفوس انډول د رایو مرکزونو ته رایې پاڼې استولې وې، خو تر وخت وړاندې یې کموالي ثابته کړه چې؛ خلک د تېرو ټاکنو په پرتله په خوښۍ او پراخ ډول ټاکنو کې برخې اخستو ته چمتو شول. خو ورسره جوخت دا پوښتنه هم نا حل پاتې چې؛ د ټاکنو کمېسیون له ارزونې سره ولې رایې پاڼې کمې شوې؟

که ټاکنو کمېسیون نا سمه ارزونه کړې وي هم پړ دی او که رایې پاڼې ورکې شوې هم. د ورکو او کمو رایو پاڼو ترمنځ فاصله کې د درغلۍ نښې ښکاري او د شکایتونو کمېسیون دې په یاد وساتي.

دویم: ځینې نظرونه داسې هم دي چې؛ د رایې پاڼو محدودیت ددې لپاره و چې؛ د تېرو ټاکنو په شان ناظرین او د انتخاباتي سایټونو کارکوونکي بیا پاتې رایې پاڼې د خپلې خوښې نوماندانو لپاره ډکې نه کړي.

د ټاکنو قانون په اساس دا وار د رایو ورکولو په مرکزونو کې د رایې پاڼو راکړه ورکړه، پخپله د سایټونو د کارکوونکو ترمنځ هم بنده اعلان شوې وه او دا هغه تجربه ده چې؛ تېر ځل یو سایټ ل�� بل سایټ رایې پاڼې یوړې او د یو مشخص کاندید په ګټه وکارول شوې.

درېیم: د ټاکنو کمېسیون له لوري د یو ساعت وخت زیاتول او یو شمېر مرکزونو ته د کمو رایې پاڼو استول ددې لپاره هم بلل کېږي چې؛ کمېسیون لاسي پدغو سیمو کې درغلۍ ته زمینه سازي وکړه.

څلورم: د شکایتونو کمېسیون نه ستړې کېدونکې دنده اوس پیلېږي چې؛ څه ډول په ولایتونو کې په لویه کچه راټولې شوې درغلۍ څېړي؟

د درغلیو د څېړلو لپاره د بیان شویو اصولو عملي کول مهم دي چې؛ په نسبي توګه د سږنیو ټاکنو شفافیت خوندي کوي او که ثبت شویو شکایتونو ته په ټوله معنی رسیده ګي ونشي، نو د ټاکنو شفافیت به له سوال سره مخ شي.

د امنیتي ځواکونو هڅې:

د وسله والو له پراخو تبلیغاتو او د بهرنیو له مرستې پرته د افغان ځواکونو تر نظارت لاندې ددې ټاکنو ترسره کېدل په مطلق ډول ۲۰۱۴ ز کال د افغانستان لپاره په ځان د بسیاینې کال ثابتوي.

دا بسیاینه له نظامي پلوه تر تمې لوړه وه، افغان ځواکونو په پوره توان د مخالفینو له پراخو منفي تبلیغاتو او هڅو سره، سره د رایو ورکوونکو امنیت ټینګ کړ. د ولس د باور په کچه کې هم زیاتوالی لیدل کېږي، ځکه له ټولو تهدیدونو سره ولس په افغان ځواکونو باور وساته او د دوی د نیمچه وسلو د دفاع د ماشې تر شا یې د خپلې لوړې ارادې او باور ننداره وړاندې کړه.

د ګټوونکي مسوولیت:

ولس رایه ورکړه، د خپل سرنوشت د تغیر لپاره د شوق او ذوق پدې ننداره کې هر څه ته یې غاړه کېښوده، خو چې ګټوونکی ورسره څه کوي، اوس دا راونډ پیلېږي.

د ۵۰+۱ قاعدې په اساس که یې هر مشر وګټي د افغان ولس زعیم به وي، خو د ګټوونکي مسوولیت تر دې پړاو وروسته څه دی؟

ګټوونکیه! ته د ټولو فکرونو او ډلو مشري کوې، د یوه افغانستان مشري، خو لکه د تېرو په شان دا ځل به معاملې نه کوې!

پخپلو وعدو به وفا کوې او خپل هغه شعارونه به عملي کوې چې؛ لپاره یې دوه زړونه جدا شول، دوه نېږدې ملګري خفه شول او دوه ډلو خپلې لارې بېلې کړې، خو دا ځل دا بېلوالی د سالم رقابت لپاره وو، نه د عداوت او وسله وال مخالفت لپاره.

د ځوانانو مسوولیت:

چې په اکثریت رایو مو د خوښې نوماند په ارګ دننه کړ، نو همداسې بې تعقیبه به یې نه پرېږدئ. پرون مو چې د کمپاین لپاره ورته توجیهات لټول، په ډېر فخر مو منفي ټکي ورته مثبت اړول، نو سبا هم دا جرئت ولرئ چې؛ د یو پرمختللي افغانستان لپاره یې منفي، منفي وبولئ او د اصلاح لپاره یې لکه د پرون په ګډه مبارزه وکړئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *