زما لوری دغه دی پوره یوولس کالونه له هغی غم لړلي ورځې او پيښي تیر شول چی ته (تانده څانګه) یی زموږد کور د ګلبڼ څخه و ریژولی او زه لا تر اوسه په دی هیله شپی او روځي تیروم او په لوڅوسترګوهغه خوبونه وینم چی یوه روځ به پدی بیوفا نړۍ کښی ستا د سپیڅلو وینو سره نیاو وکړم، مګر څه هیله اوڅه خوبونه؟؟؟؟ اوله چا څخه ؟؟!! له هغوی  نه چی د واک په ګدۍ ناست اونشه دی ! نه نه ! د هغوی په شتون کی د داسی خوبونو لیدل لکه د لیونی دخوبونو غوندي دی چی مانا نلری.

لوری! د نړۍ دود اودستور دۍ چی وایی : اوس یی یادونه ا فساني ښکاری««»» داسی دستور د زماني ښکاری

مګرد زماني دغه دستور زما لپاره ندۍ ! دلته دیوه پلار د زړه په ورانه جونګړه کښی ستا دیادونو څانګي لاهماغسي تاندي ولاړی دۍ او هیڅ یی د افسانو بڼه نده غوره کړی:

لوري! ستا د یوویشت نیم کلن ژوند ټولې خاطري مي یوه په یوه په زړه او دماغ کی همداسی تازه اوپیچلي نغښتي دی لکه زموږ په کلیوالی دود کی چی کوم سپیڅلۍ توکۍ په پاکو ټوکرانو کی نغاړی او د درنښت په دود یی د کوټي په لوړه تاخچه کي ساتی. له هغی روځي چی دسلواغی میاشتی په یخنۍ کی د کابل ښار کی سیلوته څیرمه د پوهنتون سرک د سنکشانو جومات ته نیږدی په یوه کرایی کورکی د سهار په خړه تا خپلی سترګی د لومړی ځل لپاره دی نړۍ ته پرانیستلی اوبیا ترهغه دمه چی د مامورینو کارتي د پنځم سرک په بل کرایی کور کی د ماښام په اووبجو اوپنځلسو دقیقوباندی د هیواد اوستا مورنۍ پښتو ژبی قسم خوړلو غلیمانو دیوی (۲۵.۶) ګرامه سرپي مرمۍ پوسیله ستاد ژوند ډیوه مړه کړه یوه په یوه می په یاد دی. اوله هغی وروسته بیا دنړۍ په کچه په فساد کی اتل دولت هغه ناکردی چی د قانون پنامه زموږسره وشوی او لاهم روانی دی هم می ټول نوی نوزی د خاطرو په صند وخچه کی دی.

لوری دا اوږدی کیسی پدی لنډو پاڼواو کرښو کی نه را لنډیږی، لکه هر پلار ستا د ژوندون تاند نیالګۍ می د خپل تندی په خولو اوبه کولواومور به د هم لکه يود نده پيژوندونکۍ چوکیدار په څیر ستاپالنه کوله ،پدی هیله چی زموږد غریبۍ مګر دغرور او پښتنی هسکی شملی ځونډۍ به شي اوموږ دواړو به تل په ویښو سترګو دغه خوبونه لیدل چی دغه د ۱۵کلنۍ کډوالۍ او مورنی هیواد ته د راستنیدو په ویاړ به موږ خپلي جنګ ځپلي ټولني ته تا غوندی لوستی، دینداره او په پښتنی اود علم اوپوهی په سینګار پسوللی سوغات ډالۍ کړو اوهمداسی مو هم وکړل.

لوری! په لومړیو کی د د خپل مورنی اوپلرنی هیواد د ژبو(پښتو اودری) سره ستونځي درلودی، مګرتاهم لکه پلار د ډیر ژر بی له توپیره د هیواد په دواړو خوږو ژبو بر لاسۍ وموند. اوموږ هم ډیرخوښ وو چی زموږ په لاس پالل شوی تانده څانګه ښه وده کوی او نوروته مثال ګرځي (څانګه به نن سبا کی ګل شی ««»» ما یی په سر کی سري غوټۍ لیدلی دینه.

لوری! ستا په روح کی لکه ستاد کورنۍ په شانی هیڅرنګه ژبنۍ توپیر،کرکه اونفرت نه وواو لکه چی د روځنیو یادونوپه کتابچه کی د لیکلی وو (لمن می ډکه ده له کاڼو څوک پری نه ولمه««»» په عادتونو کی دا یو عادت دغره لرمه). اوکله چی د لومړي ځل لپاره د کار وړاندیز درته وشو اوزه د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کی په دنده بوخت وم نوما د تیلیفونی خبرو اوارزونی په پای کی درته وویل چی لوری! په پښتنی ټولنه کی د مور او پلار عزت د لور د پوړنی په پلو پوری غوټه وی اوتا راته وویل چی آغا! زه پوړنۍ په سرایږدم. نو ستا د مانا داره ځواب څخه وروسته زه په کالیو کی نه ځاییدم.

لوري! کله چی دپولیتخنیک پوهنتون په تالار کی د ځوانانو کنفرانس کی د یوه ګروپ مشرتابه دنده تا ته درکړل شوه نو هر هغه چا چی زه یی پیژندلم ستا د ځیرکتیا، زړورتیا او پوهی ستاینه یی کوله.

لوری! هغه می هم پاد دی چی د بی بی سی رادیو د پښتو څانګی مشره خبریاله په تا اوخور پسی د هم زموږ کور ته د موټر سره راغله.او بیا هم لوری د بدمرغه ۲۰۰۷ د همدغی مۍ میاشتی په شروع کی ستا ژوندۍ مرکه د امریکا غږ آزادی رادیو په څپو کی خپره شوه نو زه پدی پوه شوم چی زما هڅو اوهاند نتیجه ورکړه او ته اوس هغی پوړ ته رسیدونکي يي چی علم او مسلکی پوهه په سپیڅلۍ اسلامی اوافغانی دود وړاندی کړی او هغوی ته چی عصری علوم دفرهنګ او سپیڅلو دودونو په پریښودلو کی لټوی یو غاښ ماتوونکۍ ځواب شی.مګر !

لوری زه نه وم خبر چی زموږ د هیواد او ژبی قسم خوړلی غلیمان ستا اوستا غوندی نورو په هیواد مینو شتون نشی زغملۍ! اوبهرنیو ګاونډیو لا د وخته دلته ځالی کړیدی او خپل لاسپوڅی یی په حکومتی اډانه کی لګولی دی.

لوری! ته یی رانه په ډیره ناځوانۍ واخسیتی اود هغی زړه په سر یی برابره ویشتلي وی چی ستا هیواد اوخلکو ته له میني ډک وو. د دی وطن په نصیب ندی رسیلی خلک ««»» چی یی موندلی دی په کاڼویی ویشتلی خلک.

لوری! په ما او مورخو د آسمان را ټوټی شو مګر هغه به د نه وی اوریدلی چی: لمدی غوښي اورنه اخلی.

لور په لور مو ودانګل ،هره دروازه مو وټکوله مګر زموږ اوستا بخت اوبرخلیک لکه د پښتو او پښتنو غوندي اسکیرلۍ او ویده وو. ژبنۍ، سمتی، ګوندی کینو اود بډو ناولی فساد د دولت بدن ټول مًنتن (خوسا) کړۍ وو.

لوری د نیاو پځای یی زه ستا د وژلو په تور بندی کړم ،هم مړهم پړ! قیامت نوبل څرنګه وی؟! (بیلتانه ښي چاری راوکړی!««»» ځان یی ملا کړو زه یی غل دکلی کړمه) ، زما په نه شتون کی یی ستا مینه ناکه کورنۍ تر فشار لاندی نیولي وه چی د نیاوغوښتلو نه تیر شی. دلته د قاتل آزاد ګرځي اونیاو غوښتونکۍ (متضرر) د بیا محکوم اوچارمارۍ کیږی. دا جهان قصاب خانه کړ خدای وماته ««»» لاس تړلۍ پروت په غولی دقصاب یم.  د ګاونډی ملک استخباراتو او تالی څټیو د هر کار تابیا لا د مخه کړۍ وه . په بندیخانه کی یی زما د وژلو بشپړه تابیا د هماغه څارنوال پوسیله کړی وه کوم چی ستا دقتل د څیړلومسولیت یی درلود. پیسي څه کارونه نه کوی؟ هلته یی زما خوله وتړله او دباندی یی د دیموکراسۍ پنامه د پردیپال تلویزن سره دټولو وضعی قوانینو خلاف زموږ د سپکاوی اوکم راوستلو لړۍ د لوی څارنوال پوسیله په مخه بوتله. چی دهمدی تلویزیون اړوند دوه چلوونکی بیا په همدی تور محکوم هم شول.

لوری! د وخت اولس مشر په خلاصه خوله د رسینو له لاری اولس ته ستا د قاتل د غرغره کیدو ژمنه ورکړه، موږ ډاډه شولو چی د ۳۲میلیونی ملک د مشر ژمنه او قول دۍ!، مګر دا زه او ستا غم ځپلی مور وه چی نه پوهیدلو چی دلته د اولسمشر او دمحکمو د مخی د کرایی قسم خوړونکیو ژمني یو شۍ دی. وروسته را پته ولګیده چی د هیواد اولسمشر یی هم له هم هغوبهرنیو توروکڅوړو خوری کوم چي ته یی راڅخه وخوړلی! نودلته می بیا هماغه پښتو متل سترګو ته کلک ودریدو کوم چی وایی: نیا یی چی په اوبو پرته وی نو اولادونه یی هم پکي پریوزی!

لوری ! یوي ښځينه څارنوالي ستا د دوسیی په اقامه کی داسی لیکلی وو؟ ښه ورته ځیر شه!: (دلایل که ثابت میسازد که قتل څانګه آماج توسط پدرش بنا بر احساسات پشتونولی صورت ګرفته که نمی توان از آن چشم پوشی کرد).

لوری! یو ځلی داسی وخت هم راغۍ چی باید لاسپوڅي دستګاه ستا د کرغیړن قاتل نیولو ته اړه شوی وای،مګر پوهیږی له هماغه ګاونډی ملک نه بیا راته تهدیدونه وشول چی پخپل وخت می په اصطلاح ملی امنیت ته په لیکلی بڼه خبر ورکړو چی تر اوسه پوری پسي ګرځي!!!. بل ځلی می همدغی ستری محکمی ته په پښتو ژبه عریضه ولیکله راته رد یی کړله بیا می تر هغی ترخه عریضه په دری ژبه ورته ولیکله چی زما غوښتنه یی سمدلاسه ورباندی ومنله. دیته وایی ژبنۍ برابری؟!!. اودغه زما او ستا ګناه ده؟!. په سبب د ظالمانو حاکمانو««»» کوراو ګور او پیښور دری واړه یو دی.

لوری نور به څه درته ولیکم زما او ستا خواله نه تمامیږی.خو زړه می ډیر ډک دۍ غواړم لږ ښی خبری درته وکړم.

لوری! لکه ستا چی لوړ غروردرلود اوزما شملی ته د ډیر پام وو همداسی هم زه ستا د پوړنی او پښتنی وقار خیال ساتم:

ستا د شهادت نه وروسته د ډیرودرنوخواخوږوترځنګ د امریکی استاز ولۍ (سفارت) هم ور وغوښتلم او ستا د بی وخته مړیني او شهادت غمرازی یی راسره وکړه او هغه یی هم په لیکلی بڼه، بیا یی څوځلی په تکرار زما څخه وغوښتل چی آیا زه په امریکه کی پناه غواړم او کنه؟ چی ما ستا د لوړغرورپه درناوی رد کړه: وږۍ تږۍ پروت پخپله بوریا ښه یم ««»» نه په تخت د پاسه ناست د بل کره.

لوری! زه او ته دواړه د زده کړو ډیر مینه وال وو. نو ښه زیرۍ درته لرم: ستا یوه خور په هماغه پښتنی او اسلامی غرور اوس ماسټری بشپړه کړه اود همدی را روان جولای په پای کی یی دیپلوم تر لاسه کړی، هماغه کشره خور د اوس په همداسی بڼه او کورنی اصیلتوب د طب زده کړی په مخ بیایی او سږ کال اګست کی به انشاالله لاسوند تر لاسه کړی. هغه مشر ورور د اوس پخپلو پښو ولاړ او د علم د رڼا د لاری لاروۍ دۍ،همداسی هغه منځوۍ ورور د اوس په پوهنتون کی دکمپیوټرساینس پوهنځۍ کی اول نومره دۍ  او تر ټول کشرورور د کوم چی ستا دشهادت په مهال یوازی پنځه کلن وو اوس د زده کړو تر څنګ اوس د کانکورتابیاکوی او ډیر ښه سپورت کوی او ډیر ښه د قرآنشریف تلاوت کوی او تل اول نومره وی.

خو لوری! ستا مور هغه ستا په سپیڅلو وینو رنګ پوړنۍ تل په خپل بالښت کی ساتی اوسرورباندی ږدی.

لوری ټولی کیسی د نهیلۍ هم ندی ،ستا له تللووروسته ډیرو احساس لرونکو افغانانو له لر اوبره ستا په ویرکی زموږ سره غمرازۍ وکړی ستا مینی اوبیا د دمړینی ناورین ټولی ړندی پولی ماتی کړی او هغه د افغان اهل هنود غوره کړل شوی استازی (آغلی انار کلی هنر یار) تر ټولو زیات درباندی وژړل. ډیروزیاتو افغانانو درته خپلی ولولی د شعرونو په دود ډالۍ کړی.

مګر یوازی د دولتی پلورل شویو ضمیرونو خاوندان دی چی حق نه وینی. خوته نهیلی کیږه مه ! موږ هوډ لرو چی ستا غچ به له هغه سوچ نه اخلو کوم چی دا وطن یی په ژبنیو،سمتی اوداسی ورته بریدونوویشلۍ.لوری په موږ باور ولره چی انشاالله پدی هیواد کی به سوله او ورور ولی راځی اونیاو به د ظلم ځای نیسی. اوبیا به ستا مزار ته د درناوی لپاره درځی.

نو زما د زړه ټوټي او پښتنی شملی ګله شکیباڅانګي آماج ستا د شهادت یوولسم تلین د په جنت وی تل زما په زړه او دوعاګانوکی یی. دفلک له لاسه چاته کړم کوکار ««»» ریژوی هر ګل چی خاندی په بهار. ستا په زړه زخمی پلار

د خدای بښلی شکیبا څانګی آماج شهادت په یودرشم می ۲۰۰۷ باندی پیښ شوۍ دۍ.

4 thoughts on “زما لوري | انجنیر محمد ربي اماج”
  1. آخ آماج صیب دېر یې ودردولم . الله ج د زړه صبر درکړي. قاتل او د هغو ملګرو ته د الله ج اسفل سافلین کې ځای ورکړي.

  2. ګران ورور ، همکار او هم مسلک انجنیر صاحب ربی جان آماج. که درنه هیر شوی نه یم نو مونږ دواړو ډیر کلونه په یوه ادارکی وظیفه اجرا کړیده. زه د ګرانی وریری څانګی آمج له شهادت نه چی په یقین سره یی دیوه تره په بڼه دومره زورولی او ژړولی یم چی په کمو خلکو به می دومره ژړا کړی وی. دی لا نور هم پسی وزورولم چی د هغی د وژلو په تور یی تاسو بندیخانی ته بوتللی. داسی کیسی می هم واوریدی چی د هغی په شهادت کی څه لویو مامورینو هم ونډه در لوده. په هر صورت څانګه شهیده شوه، انجنیر ربی د هغی د پلار په صفت د قتل په تور زندان ته ولاړ، غنزپلی مور، خویندو اوږ ورونو یی په ژړا شبی سبا کړی ، د غربی دموکراسی نه رازیږیدلی عدالت د حامد خان کرزی د سلطنت په دوره کی تامین شو.
    ګرانه ربی جانه زه تاسو پیژنم چی د څومره لوی همت لرونکی انسان یی، څومره ستره حوصله او صبر لری، خو ګوره ګرانه د څانګی قاتلین د بخښنی وړ نه دی. تلاش به کوی چی دا انسان په پاکه جامه کی پوښل شوی تور انسانان د داسی سزا او جزا سره مخامخ شی چی نور د وطن پیغلو او زلمیانو ته داسی په ټیټه ستر ګه څوک ونه ګوری . ګرانه زه په کاناډا کی ژوند کړم که دی په میډیا کی دا مسله را پورته کړه زه دی هر ډول ملګتیا ته تیاریم.
    د اوس د پاره زما تسلیت تاسو او ستاسو ټولی کورني ته وړاندی کوم او د الله ج له دربار څخه درته صبر غواړم. په درناوی ستاسو دوست او همکار انجنیر سلطان جان کلیوال.

  3. آماج صایب مننه چی دا لیکنه مو کړیده او باالخره مو د دغی غمجنی پیښي په تړاو خپلو هیوادوالو ته یو څه مالومات هم وړاندی کړل ځکه دغه پیښه لا هم یو ډول پټ حالت لري چی خلک یی هیڅ په حقیقت پوه نه دي خو هغه څه چې هر څوک ورباندې ځوریږي هغه د خدای بښلې څانګې مرګ دی.

    د دولت په مفسدیت او شرارت کی هیڅ شک نشته، ډیر چارواکی د ترهګرو د سکی بل مخ دي. پخوانی ولسمشر کرزی نه یوازی چی پخپله یو لوی فاسد چارواکی وو د عدالت په تامین کی همدومره بیباکه وو لکه د ټلوالې او مجاهدینو خرڅ شوی چارواکي، له دوی څخه د عدالت تمه دومره لیرې ده لکه څارویو څخه ساینسي اختراعات.

    هیله لرم چې یوه ورځ عدالت تامین شي او مجرم یا مجرمین د دغی نه بښونکی او وحشیانه جرم جزا وویني. ستاسو کورنۍ ته د زغم او صبر هیله کوم. .

  4. ښاغلی آماج صیب
    لورجانی ته مو د بښنی او تاسوته د صبر دعاکوم
    خو یوه خبره چی باید وروسته تردی یی باید هرپښتون په یاد ولری هغه داده ( لکه څنګه چی یهود و نصارا د مسلمان دوست نشی کیدی ، همهغسی تاجک د پښتون دوست نشی کیدی)
    کیدی شی یو نیم به وی خو اکثریت یی همداسی دی، ولی پښتانه هرځل له یوی سوړی چیچل کیږی خو درس نه اخلی؟

    خدای دی یو ځل دا امریکایان له دی وطنه شرمیدلی وباسی بیابه که خیر وو له کورنی نوکرانو سره حساب کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *