هغه وخت به عرب شیخانو ډير خوبونه لیدل، ښه خوبونه یې د خپلو خلکو لپاره وو خو چې د قیامت د راتګ خوب به و، نو هغه به یې تر موږ مهاجرو را رساوه. موږ چې په وطن کې له روان (قیامته) تښتیدلي وو، نو د قیامت له نومه ډير ویریدو.
په هغه ورځ هم د کوم عرب شیخ لیدلی خوب، چې په کاغذ یې پښتو ژباړه لیکل شوې وه، زموږ تر ښوونځي را ورسید. غالباً دوهم ټولګي کې وم. خط مې په ډير مشکل لیکه. خو لوستل یې راته ستونزمن نه و.
یوه زدکوونکي همدا کاغذ را کړ . اوږد خوب پکې لیکل شوی و، د قیامت په اړه و. قیامت را راوان و. د قیامت ټکانونه خو مې هغه وخت عملاً حس کړل چې په وروستۍ جمله مې سترګې ولګیدې : که دا خوب څوک ۷ ځلې ونه لیکي او نورو ته یې ونه رسوي نو په کور به یې لوی غم راشي!
دې لوی غم مې پښې سستې کړې، دا لوی غم راته د مور مرګ ښکاره شو. ما پلار په ډیر کوچینوالي کې له لاسه ورکړی و؛ خو د مور مینې د پلار غم رانه هیر کړی و. یواځینۍ تکیه ګاه مې همدا وه.
ما چې ځان کې د دې خوب د لیکلو او بیا نورو ته د رسولو وس نه درلود، نو د مور ژوند مې په خطر کې ولید. یو نا څاپه مې چیغه کړه او بیا همداسې سلګیو ونیولم. شاګردان راټول شول خو ما ځمکې ته کتلې اود بڼو له څوکو مې اوښکې څڅیدې.
یو ښوونکی راغی، پوښتنه یې وکړه. کیسه مې ورته په سلګیو کې تیره کړه. هغه مې پر سر د مهربانۍ لاس کش کړ. کاغذ یې واخیست، ټوټه ټوټه یې کړ او بیا یې راته ویل: ته خلاص یې، دا لوی غم دې په ما راشي!
ایله مې د سکون ساه واخیسته او ایله مې ژړا کابو کړه.
ربه!
که دا مهربان ښوونکی مې ژوندی وي نو له روغ صحت او عزت سره اوږد عمر ورکړه، په ټولو خوشحالیو یې ونازوه او که خدای مکړه وفات شوی وي، نو روح یې د جنت د باغچو بلبل کړه.
زما ګران او مهربان ښوونکيه، دا ورځ دې همدا تاته مبارک وي!
دا ورځ دې ټولو مهربانو او زړه سواندو ښوونکیو ته مبارک وي!