ما ته مې مور په خپل ژوند کې اته ځله دروغ ويلي دي او زه به هغه اته واړه دروغ چې ما ته مې مور ويلي و، تاسې ته ووايم.
لومړي دروغ دغه کيسه زما له پيداېښت نه شروع کېږي چې زه د يوې غريبې کورنۍ يکې يو زوى يم چې په ښه او بد پوه شوم، نو موږ نېستۍ په مخه کړي و، ان تر دې چې د خوراک څه مو نه درلودل، که کله به څه پيدا شو، نو هم مور به مې خپله برخه خواړه هم ما ته راکړل او دا به يې راته وويل چې “زويه! ته يې وخوره، زه مړه يم ” دغه زما د مور لومړى دروغ و چې ما ته مې مور ويلي و.؛
دويم دروغ: زه چې لږ غوټکى شوم، نو مور به مې د کور کار خلاص کړ، نو زموږ کور ته څېرمه يو ډنډ و، هغې ته به د کبانو (ماهيانو) نيولو لپاره ورغله، بله ورځ يې د الله په فضل او کرم سره دوه کبان ونيول، ژر ژر يې پاخه کړل او زما مخې ته يې کېښودل، ما به چې د کبانو لشکې غورځولې، نو مور به مې هغه بېرته له دسترخوانه راپورته کولې او په هغې پورې به چې د غوښې کوم پوټى نښتى و، هغه به يې خولې ته کاوه، زه مې د مور پر دغه کار ډېر غمجن شوم، نو هغه دويم کب مې د مور مخې ته کېښود چې مورې دغه ته وخوره، نو مور مې هغه کب بېرته زما مخې ته راوړاندې کړ او ويې ويل چې ” بچيه! ته يې وخوره، زما هسې هم کبان نه دي خوښ” دا يې دويم ځلي دروغ و چې ما ته يې ويلي و.
درېيم دروغ: کله چې زه ښوونځي (سکول) ته د تلو شوم، نو مور مې د جامو ګنډلو په يوه کارخانه کې کار شروع کړ چې ګنډلې جامې به يې کور په کور ګرځولې، په ژمي کې يوه شپه باران ورېده، ډېره يخه شپه وه، ما مې په کور کې د مور انتظار کاوه، ځکه چې ډېر ناوخته شوى و؛ خو مور مې لا کور ته نه وه راغلې، نو زه مې د مور په لټون پسې راووتم، په چم ګاونډ کې مې مور څارله، ناڅاپه مې پرې نظر ولګېد چې د يوه کور په دروازه کې ولاړه وه، کالي يې پلورل، نو ما پرې ورغږ کړ چې مورې! بس دى نوره به ستړې شوې يې او وخت هم نا وخته دى، راځه چې کور ته ځو، پاتې کالي به سبا خرڅ کړې، مور مې د دې خبرې په اورېدو راته په خواږه نظر وکتل او ويې ويل چې “نه زويه! زه دمه يم، ستړې نه يم” دا يې درېيم ځلي دروغ و چې ما ته يې ويلي و.
څلورم دروغ: زما د ازموېنې وروستۍ پارچه وه، مور مې ټينګار کاوه چې زه هم در سره ځم، لنډه دا چې مور مې راسره لاړه، زه ترې د ازموېنې صحنې ته ننوتم او مور مې راته بهر په لمر ولاړه وه او د برياليتوب دعاګانې يې را ته کولې چې له ازموېنې وزګار شوم او راووتم، نو مور مې په غېږ کې راونيولم، د ګنو د شربت ډک ګيلاس يې راکړ چې دا وڅښه، د شربتو دغه ګيلاس يې زما لپاره په پيسو اخيستى و، ما چې ترې يو غړپ وکړ او مور مخ ته مې پام وکړ چې خولې يې پر مخ راماتې وې، نو ما ورته د شربتو ګيلاس ونيو چې مورې ستا ډېره ګرمي شوې ده، دغه شربت ته وڅښه، نو مور مې راته وويل چې زه تږې نه يم” دا يې څلورم دروغ و چې ما ته يې ويلي و.
پنځم دروغ: پلار مې مور ته په ځوانۍ کې د بېلتانه داغ په زړه ورکړ، يعنې مړ شو او د کور ټول بوج مې د کونډې مور پر اوږو بار شو، په يواځې ځان به مې مور د کور ټول لګښت له کومه کړى واى؛ خو دا چې زما تره ډېر نرم زړى انسان و، نو کله نا کله به يې يو څه راولېږل، کنه نو هسې به پاتې و، ګاونډيانو چې زموږ حال وليد، نو زما مور ته يې د بلې نکاح مشوره ورکړه او دا يې ورته وويل چې ته لا ځوانه يې که له بل چا سره نکاح وکړې، نو کور به دې ودان شي، نو مور مې ما ته په کتو وويل چې “نه! زه مېړه ته اړتيا نه لرم” دا يې پنځم دروغ و چې ويې ويل.
شپږم دروغ: الحمدلله چې ما خپلې زده کړې سر ته ورسولې، نو د الله په فضل او کرم سره را ته ښه وظيفه په لاس راغله، نو ما له ځانه سره دا فکر وکړ چې نور مې بايد مور ارام وکړي او زه کار، ځکه چې مور مې کمزورې او بوډۍ شوې هم ده او هسې هم زه په کار ولګېدم، نو مور مې له کاره منع کړه او د خپلې تنخوا نه مې د هغې لپاره خرچه وټاکله؛ خو مور مې د پيسو له اخيستو نه انکار وکړ چې “د الله فضل او کرم دى، له ما سره هر څه شته، پيسو ته؛ خو بېخي ضرورت نه لرم، ته يې وساته پکار به دې شي” دا يې شپږ م دروغ و چې ما ته يې ويلي و.
اووم دروغ: ما د خپلې وظيفې تر څنګ خپلې زده کړې هم جاري ساتلې وې؛ خو کله چې مې زده کړې سر ته ورسولې، نو معاش مې هم ور سره ډېر شو، د معاش پر ډېرېدو سربېره انګلستان ته د تلو وړانديز هم راته وشو، لنډه دا چې انګلستان ته لاړم، په انګلستان کې چې مې کار روزګار ښه روان شو او ځان مې پکې ښه پوخ کړ، نو غوښتل مې چې مور هم راوغواړم، کله چې مې مور ته په تليفون دغه خبره وکړه، نو هغې زما د تنګېدلو په پامنيوي له راتلو انکار وکړ او دا پلمه يې وکړه چې زه په انګلستان کې پرې تنګ شم، نو راته يې وويل چې زويه! ته ښه خبر يې چې زما خپل وطن خوښ دى، په پردي وطن کې وخت نشم تېرولاى او هسې هم دلته په خپل وطن کې ټولې اسانتياوې زما په واک کې دي” دا يې اووم دورغ و چې ما ته يې ويلي و.
اتم دروغ: دا چې مور مې څه زړښت او څه زما د بېلتانه غم خوړلې و او د سرطان مرګونې ناروغۍ هم رانيولې وه؛ خو کله چې زه د مور له ناروغۍ خبر شوم، نو هر څه مې پرېښودل او ځان مې ور ته راورساوه، مور مې د مرګ پر بستره پرته وه؛ خو چې پر ما يې سترګې ولګېدې، نو بې اختياره مسکۍ شوه؛ خو د کمزورۍ له امله يې سمې سترګې نه غړېدې، ما مې چې مور په دغه حال وليده، نو خپلې اوښکې مې تمې نه کړاى شوې او بې اخيتاره مې پر اننګو اښکو لار وکړه چې يوه اوښکه مې د مور پر مخ ور پرېوته، نو مور مې سترګې وغړولې او راته وويل چې “ژاړه مه زويه! زه بېخي روغه جوړه يم، هيڅ تکليف راته نشته” دا يې اتم دروغ و چې ما ته يې ويلي و.
هو، مفتي صیب، همداسې ده.
میندې دا ډول دوروغ ډیر وايي.
هر انسان د مور په رحم کې مینځ ته راځي او له زیږیدو وروسته هم د مور دبدن یوه برخه پاته کیږي. داسې میندې ډېرې لرو چې په جګړو کې کونډې شوي دي او بیا یې خپل اولادونه یعنې د زړه ټوټې هم په جګړو کې له لاسه ورکړي دي او یا هم کوچني اولادونه ور غاړي دي. له داسې کسانو سره مرسته نه یوازې انساني او اخلاقي عمل دی بلکې له حده زیات ثوابونه هم لري. د هېواد د وتلي شاعر کاروان صیب شعر درته ډالئ کوم
مورې
مورې مورې تږی يم په لپه کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه راکړه
بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه
ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه
غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړم
ډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله راکړه
سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتې
خوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته راکړه
:زه دغه څو کرښې ژباړه مې او یو بیت شعر چې نه پوهیږم د چا به وي تاسو ته ډالۍ کوم
خیر دی که تر منځ مو هېوادونه او سیندونه دي
لمونځ چې مورې وکړې په دعا کې رالېږه مینه
هغه وخت چې زه ماشوم وم او ستا په خوا کې وم تا به په تودو جامو کې
رانغاړلم، تر څو دشپې له سړې هوا څخه په امن کې پاتې شم. مګر اوس چې زلمی او
پیاوړی شوی یم او ستا څخه لرې یم، نو اوس هم ته خپل لاسونه زما لپاره لپه
کوی او ما په خپلو دعاګانو کې رانغاړې.
Dear mofti Saib.. hope this is a very true story.. the story seems to be totally one sided.. where are the son’s responsibilities… I am sure the writer has done many things for his mother but as we are not parents we no what they want just looking at parents faces with LOVE give them energy and satisfaction for the efforts they have done………… being away from them for years will not be good reward.. even if they do not want us.
Hope you do not take it personal
مفتي صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستا دا مقالة خو زه نه شم وئيلي دوه فقري مي ووئيلي اوله او آخره نور مي طاقت نشته خبله مور دي راته راياده كره
الله دي ستا قلم كي نوره هم خكلا راولي
روره ديره ديره مننه
فضل حق فاضل وفاق المدارس وكلية اللغة العربية
زه دغه څو کرښې ژباړه ډالۍ کوم:
هغه وخت چې ته ماشوم وې او زما په خوا کې وې ما به ته په تودو جامو کې رانغاړلې، تر څو دې د سړې هوا څخه په امن کې وساتم. مګر اوس چې زلمی او پیاوړی شوی یې او زما څخه لرې یې، نو اوس هم زه خپل لاسونه ستا لپاره لپه کوم او تل تا په خپلو دعاګانو کې رانغاړم.
مفتی صاحب ډیره جالبه او په زړه پوری موضوع دی خپره کړی ده موفق اوسی