د مور د ورځې په پار

موږ افغانانو باندې د جګړې سونامي له شمیره وتلې نورې سونامي ګانې راوستي دي چې اوس هم په کې ډوب یو، لاس پښې په کې وهو او ځان له دې خپل لاس جوړ کړو سونامي ګانو څخه نه شو خلاصولای: د جګړې سونامي، د لوږې سونامي، د بې باورۍ سونامي، د بې سوادۍ سونامي، د نا پوهۍ سونامي … سونامي او په پای کې د مځکې د کُرې تر ټولو ښکلي او مقدس موجود، یعنې ښځې ته، مور ته د نه درناوي سونامي.

په دې سونامي ګانو کې له راګیر کیدو سره سره به مور یاده کړو. زه فکر کوم چې د مور ورځ خو باید هره شیبه وي، هر ساعت او هره ورځ وي. دا په دې چې دا یاد، د هغه چا له پاره دی چې د هغې له برکته موږ یو، هغه څوک چې، که زموږ په زړه کې د مینې او عاطفې یوه زره هم وي، نو باني او مولد به یې همدا مور وي.

د مور د ورځې له پاره به زه د مور او مور ولۍ په باب د لیف تولستوی یو څو جملې را واخلم. دا جملې چیرې د هغې ماشومې له خولې را وتلې دي چې خپله مور یې له سترګو پناه شوې وه او د هغې لټون یې کاوه. د تولستوی دا خبرې ښاغلي اجمل روهي په هنرمندانه ډول ژباړلې دي:«

د مور د ورځې له پاره

څوک تر ټوله ښه ده؟

ليکوال: ل. ن. تولستوی

ژ: اجمل روهي

په کوڅه کې، د بيروبار په منځ کې، ماشومه ورکه شوې وه. منډې او چيغې وهي، مور لټوي.

خلک له ماشومې پوښتي:

«مور دې څوک ده و جينۍ؟»

ماشومه په داسې حال کې چې اوښکې يې بهيږي، په ځواب کې وايي:

«نو تاسې په دې نه پوهيږئ؟

زما مور هغه ده، چې تر ټوله ښه ده.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *