زما مینه موسمي نه ده ، خو هغه باران ته خامخا ورته ده ، چې دپسرلي په نازکو او تاندو ورځو کې له تورو ورېځو په شنو غونډيو، ځنګلونو او غرنيو څانګو ورېږي او دښکلا تلپاتې سندره زمزمه کوي .

  دغویې دمياشتې هغه وږمې ته خامخا ورته ده ، چې دکلو د ویالو ، کروندو او ويلنو خوږ بوی له ځان سره وړي او کوڅه په کوڅه ګرځي ، دټولو ذهنونه خوښ ساتي خو له یوه انسان پرته یې بل هېڅوک هم نه ګوري .

 دهغه مرغۍ له احساس سره ډېره نږدې ده ،چې په همدغه مياشت کې بڼ په بڼ او څانګه په څانګه ګرځي او دخپلې ځالې لپاره مناسب ځای لټوي ، یوداسې ځای چې شنو ځنګلونو ، کروند او سيند غاړو ته نږدې وي ، خو له هرڅه اوچت ، چې څوک يې بچيانو او جونګرې ته ازار ورنه کړي او دنورو  له شره په امن وي .

   زما مينه موسمي نه ده ، خو دژمي په سړو شپو کې هغه ماښام ته مخامخا ورته ته ده ، چې ديوې مور ستړي بچیان له کاره راځي او دهغې په څنګ کې دخوښۍ او ارام احساس کوي ، دټولې ورځې ستړيا یې لرې کېږي او دخپلې مور په سترګو کې دمينې او تسل اوچت غرونه ګوري ، دهغې کیسو ته غوږ نيسي او دماضي په پاڼو کې دخپلې مور دمبارزې او سختيو بابونه لولي .

   زما مينه دهغې ښکلې له احساس نه ډېره لرې نه ده ،چې دمنې دموسم په سړو او سپېرو بادونو کې خپل پړوونی په خپلو سپينو منګلو ټينګ ساتي او دخپلو زلفو او مخ پټولو هڅه پرې کوې او هیله يې دا وي ،چې څوک یې ونه ګوري او دخپلې ښکلا ټوله پانګه يوازې دیوه انسان لپاره دخپل سپېڅلې احساس په پردو کې را ونغاړي او دابد لپاره یې خوندي کړي .

  زما مینې دهمدې موسم په لنډو او ترخو ورځو کې له څانګو دپاڼو دريژون خاموش غږونه ښه اورېدلی شي او دهغو پاڼو فرياد اوري ، چې د ونو له لوړو څانګو نه دسيند په منځ کې را لوېږي او په يوه نامعلوم لوری ابدي سفر کوي .

   زما مينه موسمی نه ده ، خو داوړي په ټکنده او ګرمه غرمه کې یې په کرونده کې د ويده او ستړي کروندګر سترګې هر وخت ښکل کړې ، هغه چې ديخو اوبو ډک جام  يې سر ته اېښې او دڅو شېبو لپاره يې سترګې سره ورغلې ، دخپلې کروندې حاصل په خوب ويني او روح يې دباد غوندې په هر بوټي او پوله د کوچني ماشوم غوندې په مستيو سر دی .

  زما مينې دا حس کړې ، چې داوړي په ټکنده غرمه کې دخپلې ویدې مور له څنګه را تښتېدلی ماشوم ، دکلي په وړوکې وياله کې له لمبا څومره خوند اخلي او همزولو ته داوبو په شنیدلو کې څومره ښکلې وېره ورسره ملګرې وي .

   زه خپلې مینې دهوا او وږمې غوندې په دې ټولو موسمونو کې شېندلی یم ، زما مینه له دې هرڅه سره اشنا ده که زما مينې دکال ديوه موسم غوندې وی ، نو همغسې به دکال په یوه برخه کې دابد په هدیره کې خاورو ته سپارل شوې وه ، ځکه هر موسم چې په هر نوي کال کې بېرته   راځي ، هغه پخوانی موسم نه وي ، هغه پانې چې دپسرلي په نوی موسم کې غوړېږي ، ټولې نوې دي ، دتېر کال هېڅ يوه پاڼه پکې نشته ، خو یوازې پخوانیو ته ورته وي .

  دمني هره يخه او سړه سیلې له یوه نوي لوري او نوي رنګ سره راځي ، د اوړي هره خوله هغه نه ده ، چې تېر کال زموږ له تندي نه څڅېدلې وه ، دژمي په شپو کې دواورو له پاسه دځلېدونکي لمر وړانګې هغه نه دي ،چې تېر کال يې زموږ سترګې برېښولې ، هغه کنګل چې اوس یې ګورې له نوو اوبو او د يخ له نوې څپې جوړ شوی .

  دا هر څه دتېر په رنګ دي ، خو کټ مټ هغه نه دي ، زما مینه بیا هر کال نوې کېږی ، خو کټ مټ همغه ده ، په وينه او رګونو کې مې بهېږي ، زما په رګونو کې خو وينه یوه شېبه هم نه درېدلې ، نو مينه مې هم همداسې وګڼه ، همغسې ګرمه او تازه ده ، ددې لپاره ښه ثبوت بل چېرته دی که هغه نه وی ، نو اوس به زه هم نه وم .! خو که ستا احساس دموسونو هوا وهلی او خپل کړی وي بيا به درته یوازې زه نه ، بلکې ټوله نړۍ  بدله او موسمي ښکاري ، حتی په ځان او مینه به هم بې باوره شې اوموسمي به یې ګڼې .

۲۰۱۲ فبروري ۱۰ ، کابل

One thought on “زما مينه / ګل رحمن رحماني”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *