زما وطنه! زما د مينې او وينې له بوى او وږمې پللې شوې خاورې ! زما د محروميتونو، دردونو، عذابونو او ګناهونو په لمبو کې سو ځېدلى جنته! پېړۍ کېږي، چې زما له لاسه ستا دسمسورو او زرغونو پسرليو نغمه ييز سهارونه او په طبيعي وږمو کې لمبېدلي ماښامونه په نيمايي کې مړاوي کېږي. ستا ارمانونه او هيلې دځوانۍ فصل ته له رسېدو وړاندې پاڼې پاڼې او د يوه پرلپسې ځور او وحشت غېږې ته په بې شرمۍ سره سپارل کېږي .
اې زما دهيلو او خيالونو ټاټوبيه! زه هم ستا يو ځوان بچى يم ، ستا په هغه خاوره کې مې خاپوړي کړي، چې دنړۍ له بلې هرې خاورې ارزښتمنه او د پېړيو پېړيو راهيسې يې ديرغلګرو او يا هم دخپلو زيارکښو او سرسپارلو بچيانو د پښو خاپونه له ځان سره ساتلي .
ما له همغه پيل نه تر ننه، کله مې چې د مور په ګېډه کې له يوې وړوکې، خو سپېڅلې نړۍ دغه خاورينې او پراخې نړۍ ته سترګې وغړولې، سپږمو مې دلومړي ځل له پاره ستا خاورينه وږمه حس کړه، چې دخپلواکۍ او فطري ياغيتوب تر څنګ په کې يوه بل ډول او نا اشنا وږمه هم نغښتې وه .
زه هغه وخت نابلده وم، نه پوهېدم، چې د څه بوى دى، خوکله چې کلونه وروسته له خاپوړو قدم وهلو ته ورسېدم ، مور مې ويده وه او زه په پټه لومړى ځل بهرته ووتم ، په کوڅه کې يو په وينې لړلى جسد پروت و، يو متر وړاندې ترې په وينو لمدې خاورې پرتې وې، په وړوکو منګلو کې مې را اوچتې کړې ، بوې مې کړې او دخپل زېږون شېبه مې ذهن ته راغله او ايله مې په ياد شول، چې همدا وږمه مې هغه وخت په لومړي ځل حس کړې وه .
زما وطنه! سره ددې چې ستا سپېڅلې غېږه ستا له اصيلو بچو ډکه ده، ستا په غېږه کې په زرګونو داسې څېرې ژوند کوي، چې څېرې يې دپرښتو په څېر سپېڅلې او ښکلې دي ، هغوى شپه او ورځ حتى ستا په وړوکې درد هم اوښکې تويوي ، په رګونو کې يې د ايثار او مينې څپې ستا د غرنيو سيندونو په څېر غورځنګونه وهي، خو دهغوى دغه ارادې او جذبې دهغوى په سترګو کې ديوه لنډ خوب په څېر پاتې شي او سهار وختي له ويښېدو وړاندې يې د دمخ پټو څېرو او واکمنو تور خنجر له سينې وتى او په تلپاتې خوب ويده وي .
ستا واګې له پېړيو پېړيو راهيسې د داسې غلام صفته او خاينانو په لاس کې ده، چې ستا د سبا او سوکالۍ په ځاى له خپلو ناولو بادارانو، حرام سرايونو، ودانيو او عياشيو سره ډېره مينه لري، هغوى ستا دلوڼو دعزت په ځاى دهغوى په عفت سوداګري کوي .
دعفتونو دغه سوداګر، چې ځانونه ستا اصيل بچيان ګڼي او خپلې خونړۍ او داړونکې څېرې يې دپسونو په څېرو کې ټپې کړې؛ ټوله ورځ په دې فکر کوي، چې دشپې دعفت پلورنې او عياشۍ محفل به يې څنګه وي ، خپل بادارنو ته به دهغوى د خوښ ساتلو له پاره ستا کومه برخه د ډالۍ په ډول وړاندې کوي .
دوى خپل اصل او فطرت هېر کړى ، دوى په دې نه پوهېږي ، چې په څومره سپېڅلې او اصيله خاوره کې ژوند کوى، دوى دداسې کسانو غلامۍ ته په بې شرمۍ سره خپل سر ټيټ کړى، چې اصل او آر يې نه دى معلوم، خاوره او هېوادونه يې له دوى وړوکي دي او بالاخره ځان يې په لوى لاس وړوکى کړى دى .
زما وطنه ! زه پوهېږم، چې ستا دغه بې شرمه واکمنان دختمېدو نه دي او نه يې پلورلي ضميرونه بېرته خپلولى شي، هغوى دخپلو ضميرونو په څېر خپل راتلونکى او تاريخ هم پلورلى ، زه ددوى د ورکېدو تمه نه لرم او نه له دې اړخه ستا د ژغورلو خوب ونيم،ځکه دوى دمېږيانو په څېر دي، شپه ورځ يې نامعلوم نسل په زياتېدو دى، نوي خاينان زېږوي او ددوى په غېږ کې دهېواد او عفت پلورنې درسونه وايي .
وطنه! زه ناهيلى نه يم، ما دهغوى دورکېدو انځور له بلې زاويې ليدلى او زېرى درکوم، چې هر څه به ريښتيا کېږي او دغه دشېدو مجنونان به ستا په سپېڅلې خاوره کې د قبرونو له پاره هم يوه لوېشت ځاى ونه لري. ډېر زره ده چې د هغوى د بادارانو ماڼۍ و نړېږي، بيا به د دوى کوم ملاتړى ونه ګورې او په رڼه ميدان به د خپلې بربادۍ په انتظار خړې سترګې ولاړ وي .
٢٠١٣ جون ٢٠
فکر کوم چې پدې لیکنه کې میږیان یا مږیتانه توهین شوي، ځکه هغوی ډیر زحمت خوښونکی، بې ازاره او با اتفاقه قوم دی او
لیکوال دي بښنه ور څخه و غواړي