زموږ د هر ولسمشر پام، په پای کې خپل ولس ته شوی او ایله یې عقل سر ته ورغلی چې: (سړیه! ته خو د یو داسې ولس بچی یې، چې لا تر اوسه یې پر سترګو باندې نه ده رڼا شوې، همغسې شډل پډل، خټین کورونه، بېوزله او حیران لاس تر زنې ناست او له کلونو کلونو راهیسې په دې تمه، چې ګوندې د یو بچي خو به یې په ښه ورځ باندې ورته پام شي.)
خو کاشکې چې د دغه ارمانجن ولس دا ارمان پوره شوی وای.
پر تېرو ولسمشرانو باندې خو اوس خاورې ور اوښتي دي، ضرور هم نه ده چې د هغو په تېروتنو او همدغې نیمګړتیا باندې خپل سرونه وخوږوو، ځکه تاریخ یې په اړه واضحاً قضاوت کړی دی. راځئ د اوسني ولسمشر په اړه همدغه ویر شریک کړو، چې په تاسف سره دا نازولی بچی هم کټ مټ لکه د نورو په شان وخوت.
د واکمنۍ په سر کې یې ارمانجن ولس ته پیغام ورساوه، چې نور به انديښنه نه کوي او یو ریښتینی بچی یې واک ته رسیدلی، که خدای کول ټول دردونه او زخمونه به یې ورته ورغوي.
ساده او خوشباوره ولس هم پرې باور وکړ او یو ځل بیا یې د تمې پر ټغر باندې پښې وغځولې. ورځې په میاشتو واوښتې او میاشتې پر کلونو باندې. خو بیا هم تمه یې لا همغسې تمه پاتې شوه، ان تر دې چې ګیلې او ګوزارې پکې رامنځته شوې او د نه زغم له کبله بالاخره ګیلې په جګړه واوښتې او زښته ډیرې وینې وبهېدلې، چې اوس د دغو وینو پاکول، د زخمونو رغول او د وژنو په وړاندې تسلي او بخښل هم څه اسانه کار نه دی.
که څه هم دغه حاضر ولسمشر له پیله په ډیرې هوښیارۍ سره دا وښووله، چې ګواکې د خپل ولس غم ورسره شته، خو په عین حال کې به یې پړه هم پر ناسمو شرایطو باندې واچوله او په ډیرې ځیرکۍ سره به یې د خپل یو اړخیز قضاوت له مخې ځان بېګناه ثابت کړ.
زما ولسه! په رښتیا چې په نړۍ کې یو بې ساري ولس یې! ستا ټول حقوق پردیو ته ورکړل شول، ته په ناحقه مجرم او ګناهکار وبلل شوې، له هر ډول امتیاز نه بې برخې شوې، وټکول شوې، وربړول شوې او په ډیره بې رحمه توګه ووژل شوې. خو ستا همدغه بچي، ولې هغه وخت دا دریځ نه خپلاوه، چې نن یې په یوه پیڅه کې دواړه پښې ننویستلي او ټوله نړۍ یې پر ځان پورې حیرانه کړې ده؟
هغه وخت د دې لپاره چې په واک کې پاتې شي، ستا ټول امتیازات یې پر هغو خلکو باندې وخوړل، چې له ډیره وخته ستا د تباهۍ په هوډ راپاڅېدلي دي، د حکومت څوکۍ یې ورسره ووېشلې، مصلحتونه یې ورسره جاري وساتل او په یو ډول یې د خپلو ګټو او خپلې څوکۍ خوندي ساتلو لپاره، خپل ځان د همغو په لومه کې وغورځاوه.
نړیوالې دولس کلنې مرستې، یوازې د همدغو دښمن صفته خلکو لاسونو ته ورغلې، ماڼۍ یې ورباندې ودانې کړلې، شخصي کاروبارونه او سوداګرۍ یې ورباندې پیل کړې او همدارنګه په ګڼو مافیايي چارو باندې ولګېدلې. خو ستا همدغه ولسمشر بچي ورته کتل، ستا هغه نور مرور بچیان چې د کوډګرو په ووده کې یې خپل هر څه بایللي، هغو لا هم په غرونو کې ځانونه ټینګ کړل او ته خوارکی چې حیران وې، همغسې حیران پاتې شوې.
زه خو همدا اوس هم شک ورباندې لرم، دا سمه ده چې ستا بچي تا ته مخ در اړولی او تا هم د تېر په هېر په دود غېږه ورته خلاسه کړېده. خو ماته یې دا دریځ، که څه هم چې ډیر مبهم دی، خو د باور پخېدو په موخه یوه سیاسي هوښیاري بریښي.
خیر، اوس چې هر څنګه دی، خو تر اوسه پورې داسې ښکاریږي، لکه د تېرو ولسمشرانو په شان، دا تجربه بیا هم تکراریږي، چې هغه ده، دا ښاغلی هم د واکمنۍ په وروستیو مرحلو کې هڅه کوي، تر څو خپل ولس ته ځان سپین کړي او په یو ډول بېرته د خپلو خلکو زړونو ته ننوځي.
خو تا بیا هم ولسه! هر څه هېر کړل. ستا بچی چې باید په ښه ورځ یې په یاد شوی وای، د غم په ورځ یې پر زړه ور وګرځېدې او ځان یې درباندې ونازاوه.
زما ولسه سلام دی درته!! رښتیا هم چې بې جوړې یې. خو که نور دا ړانده نه درته ګوري؛ الله دې ستا اخلاص، ستا بېوزلۍ او ستا حیرانۍ ته وګوري او همغه لوی ذات دې مل شه، چې د هغه د رضا په خاطر ستا وینې بهیږي.
lekwala,
har sok chi ye, za hum yew afghan zwan yem. aw taa ta wayem chi pa intiqad sa na jorizhi. taa hom da watan da awlad pa tuga, kuma toora na da wahali. intiqaadi likani der asaana kaar dai. ta raa ta woo waaye chi da waten la paara di sa kari di? preta la intiqaad.
Khan
لیکوال صیب ډیر یو اړخیز قضاوت مو کړیدی
زه د کرزي دفاع نه کوم. او نه دومره سم سړی دی چې باید هرڅه ېې سل په سلو کې په تله تل شوي برابر وي.
دا کومې نادوې چې تا یادې کړي او ستا په ولس تیریږي، دا د کرزي ګناه نه بلکه ده د همدې شډل او ګمراه ولس ده. ښه به وای تاسو کرزی د محقق او پښتانه د هزاره ګانو سره پرتله کړي وای. ښه به وای چې تاسو کرزی د فهیم او پښتانه د تاجیکانو سره پرتله کړي وای. بیا به مو ستا پدې یو اړخیز قضاوت باور کړی وای.
ستا ولس او ستا جاهل قوم خو تر اوسه پورې د ځنګلي ژوند خوبونه ویني. د خپل اولاد راتلونکې په لوی لاس تیاره کوي. پل نړوي، ښونځی بندوي نجونې له تعلیمه منع کوي، عسکر ملي اردو کې وژني، نو خود به کرزی بیواکه او ناتوانه کیږي.
کچیرې په کرزي پسې ستا شډل قوم داسې دریدلی وای لکه په بیسواده محقق پسې چې هزاره ګان دریدلي بیا به تاهم لیدلي وای چې کرزی څه کولی شول او څه نه؟