ستاسو د پوښتنې څوک شته؟ د ستونزې او شکایت اورېدو اداره کومه ده؟

د ماښام په خبرونو کې د یوه تلویزیون له لارې د بې ځایه شویو کډوالو ګزارش خپور شو. چا په کې پخپلې بېوسۍ ژړل او چا په کې د خپلې بېوزلۍ ویر کاوه. دوی ویل چې ژمی راروان دی نه ورته لرګي لري، نه ورته جامې لري او نه ورته کار شته او نه دومره ډوډۍ لري چې ویې خوري او د بدن کالوري یې ورته پوره کړي.

دوی غوښتل چې دولت ورسره مرسته وکړي. دغه ادرس نه دوی ته مشخص و، نه ماته او نه هم خبریال ته چې د دوی د ستونزې لپاره د چا دروازه وټکوي، که څه هم نوموړي خبریال د کډوالو وزارت دروازه وټکوله، خو قناعت ورکوونکی ځواب یې ترلاسه نه کړ او د ملا نصرالدین د ګاونډیتوب کېسه وه. ملانصرالدین په دې اړه دوه کېسې لري. په یوه کېسه کې راځي چې د ملانصرالدین یو دوست له بې کورۍ هغه ته ډېر وير وکړ او په کرایي کور پسې ګرځېده، ملانصرالدین هغه خپل کور ته بوته او د خپلې کوټې له دېواله سره یې ودراوه او ورته یې وویل، دا یو دېوال زه د خپلې کوټې درسره مرسته کولای شم، خو مجبوره یې چې درې نور دېواله یې ته پوره کړی او په دې توګه زما ګاونډی شې او د بې کورۍ له شره وژغورل شې. په بله کېسه کې یې داسې راځي چې ملانصرالدین په یوه داسې کنډواله کې اوسېده چې کوټې یې یوازې یو دېوال درلوده او پاتې درې نور دېوالونه یې نه درلودل، خو ده پرې لیکلي وو چې د دروازې له لارې راشئ.

زموږ د حکومتوالو او دولت کېسه هم همدا ده، عامه خدمتونو لپاره یوه روپۍ په خزانه کې نه لري او کچکول په لاس په نړیوالو دونرانو پسې ګرځي، خو په ټاکنو کې د خپلو کمپاینونو لپاره هر یو شهزاده یې له دوه سوه ملیونه او اویا ملیونه زیاتې روپۍ لګوي او خپله یوه جوړه درېشي په ۱۸۰۰۰ ډالره پېري او د باډي ګاردانو او کروزینونو شمېر یې لا څه کوې. له هغوی ګېله نشته، پخوا د افغانستان لپاره یو فکري چتر موجود وو، چې ګوندې ټول باید په شریکه سره هېواد ته کار وکړو او د پرمختګ او سوکالۍ په لاره یې ورسم کړو او ځانونه هم ورسره د حلالو معاشونو او شتمنیو له لارې سوکاله کړو، خو اوس خبره فردي ده او فکر دې ته تنزیل کړی چې حلال او حرام مهم نه دي، ژوند ېوه سړي ته هر کله چانس په لاس نه ورکوي، د شتمن کېدو بله لار نشته، یا له بهرنیانو ناروا قراردادونه ترلاسه کړو، یا تورې پیسې او یا د دولت کومه لوړه څوکۍ او د خلکو د لوټلو، بډو او اختلاس له لارې ځانونه شتمن کړو.

پخوا ښه وو، که کوم نیم خاین پیدا کېده نو بل به یې مخه نیوله، اوس نږدې ټول چارواکي په خیانت کې د یو بل مرسته کوي او په ګډه یې د ولس او ملت په وړاندې سنګر نیولی او د ملت لوټلو ته یې لاسونه سره ورکړي دي.

د شپې یوه بجه وه خوب یو نه وړم او په دې فکر کې وم چې په دې دولت کې د ستونزو د اورېدو مرجع کوم ده؟

حکومت خو حکومت دی! حکومتیان چې په څوکۍ سره جنګ شي او یا یو بل له څوکۍ لرې کوي، نو وايي چې ولې به لرې شم، د هغه چا په امضا چې ته مقرر شوی یې زه هم مقرر شوی یم. یعنې اصلاً نه ګڼي چې دی دې د افغان حکومت مامور وي، بلکې داسې یې ګڼي چې ګوندې د کوم بهرني بادار مامور یې دی، نو پام مې اخر پارلمان ته واوښت، ځکه چې دا د پارلمان وکیلان دي چې کله پر دوی د حکومت له خوا فشار راځي او یا ورته د بل چا له خوا سپکاوی کېږي، نو بیا هلته یې ولس رایاد شي او ځانونه پر ولس تاوان کړي چې ګوندې د ولس وکیلان دي او له دې پرته خو حقیقت دا دی چې دوی نه د ولس پر رایو راغلي او نه د ولس په کېسه کې دي، ایله پخپلو شخصي کارونو بوخت دي.

په دې نیمه شپه مې زړه ته راتېره شوه چې دا به هم زموږ د کړنو او بدیو نتیجه وي چې الله ج داسې حاکمان او استازي را ګومارلي چې جامې یې د پسونو له وړیو جوړې دي، خو په داخل کې یې بیا لېوان پټ دي، که دا حال نه وای نو لا اقل په اوونۍ کې باید یو کارپوه، یا یو ولسي مشر، د صنفي ټولنو استازی، کوم ستونز ځپلی بل او یا بل پارلمان ته راغوښتل کېدای او خپلې ستونزې یې پارلمان ته اورولی او پارلمان یې هملته په هکله پرېکړه کولای او حکومت ته یې دستور ورکولای.

په همدې کې مې سترګه په خوب پټه شوه او سترګې له پټېدو سره سم د ولس د استازۍ  د وینا مېز ته وختلم او هلته مې جانانه وینا واوروله.

لومړی مې څو وارې ستونی کش راکش کړ او غاړه مې صافه کړه، بیا مې بسم الرحمن الرحیم او ورپسې دوه درې درودونه وویل او په پای کې مې د ولس استازو ته په بوجیو بوجیو سلامونه وړاندې کړل، خو چا راته سر وښوراوه او چا نه. بیا مې سترګې په ناستو وکیلانو ورښخې کړې او هغوی ته مې وویل چې دا تاسو والله زموږ وکیلان یاست، موږ هم په تمه یو چې بالاخره یوه ورځ به تاسو زموږ غم خورئ، که ستاسو کورنۍ داسې حال ولري چې دغه بې ځایه شوي کډوال یې لري، نو حکومت به مو تر څومره غومبر لاندې نیولی وای.

بیا مې دوی وپوښتل، خدای پېژنئ، قرآن پېژنئ، محمد ص پېژنئ، حضرت عمر رض پېژنئ، اسلام پېژنئ، جمهوري اسلامي افغانستان پېژنئ، خپل اسلامي مکلفیت او دنده پېژنئ؟

الله:((هر یو د ستاسې پخپل رعیت مکلف دی، لکه شپون چې پخپلې رمې مکلف وي، د خپلو کورنیو په وړاندې هم همداسې مکلفیت لرئ او تاسو ټول مکلفیت لرئ))

تجسس او کنجکاوي هم بد عادت چې له کوچنیوالي راپاتې دی، نو د پارلمان له غړو مې وپوښتل دلته د شپون مثال ولی راغلی دی، د نجار، معمار او پښ مثال یې ولې نه دی راوړی؟

یوه او بل ته سره وکتل او اوږې یې پورته وغورځولې ……

ما ورته کړل بې نظمي مه کوئ زه یې خپله درته وایم، تاسو به لیدلي وي چې کله رمه وږې وي، شپون یې مړولو ته بیايي، چې تږې شي اوبولو ته یې بیايي، چې ناروغه شي وترنر ته یې بیايي، خو د دې ترڅنګ کټوه هم په رمې پسې ګرځوي د شېدو لپاره یې تیونه راکاږي او ډانګ هم ورسره وي د سرکشۍ په صورت کې له ډانګه یې هم په وړاندې کار اخلي.

چې کتل مې ټولو وکیلانو راته برګې برګې کتل او سترګو یې ځلا کوله، نو مې ورته کړه چې څه برګې برګې راګورئ، د حکومتولۍ کارونه همداسې دي، چې کله د چا د لوږې، تږې او ناروغۍ غمه یې خورې، نو پۍ خو به هم درکوي او کله چې څوک سرسبیله کېږي نو له ډانګ پرته څنګه اصلاح کېدای شي، نو په دې کې د بشري حقونو د مامورینو څه کار دی چې له تاسو یې خوا بدېږي.

((محمد، پر تاسو ډېر مهربانه او پر کفارو سخت دی.)) تاسو هم همداسې پر مسلمانانو چې مهربانه یئ، مهربانه اوسئ او پر کفارو چې سخت یئ سخت اوسئ، که په سفارتونو کې یې چاینونه هم څکئ.

((ما(الله) محمد تاسو عالمیانو ته رحمت ولېږه)) تاسو یې هم موږ ته عزت لېږلي یاست، لکه په قطر کې چې پوزه مو راپرې نه کړه، مه یې راپرې کوئ.

های های! دغه رحمت العالمین ځان ته په دې نړۍ نه بنګلې جوړې کړې، نه په کروزینونو کې سپور شو او نه یې ترشا ماڼۍ او خزانې پرېښودې.

خو واورئ! خو واورئ!

سوره مزمل((صبر وکړه د شتمنو او د هغوی په خبرو چې د قیامت، د محشر او پوښتنې پر ورځ باور نه لري او هغه دروغ ګڼي، ته باید له دوی سره د مراودې معقوله شېوه واخلې او سخت صبر وزغمې. ته دغه ولي نعمتان او دروغ ګڼوونکي ماته راپرېږده، د دوی لپاره یو څه مهلت دی. له موږ سره د ځنځيرونو، اورونو، بدمزه خوړو او جزاګانو زېرمې دي))

بیا موسک شوم، سر مې راپورته او غاړه مې صافه کړه او د لاس په پورته کولو سره مې دوی مخاطب کړ چې تاسو یې هېڅ غم مه لرئ تراوسه له تاسو نه څوک آخرت ته نه دی ورغلی، که کوم او کوم ورغلی هم دی تاسو ته یې خبر نه دی درکړی چې هلته څه تېرېږي، خو د آخرت په اړه په حدیثونو کې راځي چې الله ج خپله محاسبه لومړی له درې کسانو پیلوي او دغه حدیث هم د اخلاص د حدیث په نوم نومول شوی دی.

د جهاد شهید: الله ج ورته لومړی خپل نعمتونه بیانوي چې دا او هغه او هغه نعمت مې درکړ او بیا ترې پوښتي چې تا ماته د دې نعمتونو په بدل  کې څه وکړل؟

نوموړی شهید ورته خپلې کارنامې بیانوي چې دا مې وکړل او هغه مې وکړل او په پای کې خپل خوږ ځان مې هم ستا په لار کې شهید کړ.

الله ج ورته وايي، ته دروغ وايې، تا دا کارونه زما لپاره نه کول، بلکې د دې لپاره دې کول چې مشهور شې، تاته خلک زړور او مجاهد ووايي، عزت او احترام دې وکړي.

الله ج یې په اړه ملایکو ته حکم کوي چې سرچپه یې اور ته ورګوزار کړئ.

دویم کس شتمن راغواړي، هغه ته هم لومړی خپل نعمتونه بیانوي او بیا یې پوښتي چې تا زما د دې نعمتونو او دا چې ډېر شته مې درکړل په بدل کې یې زما لپاره څه وکړل؟

شتمن ورته له خپلو کړنو وايي چې دا مې وکړل او هغه مې وکړل او په پای کې تاسو لیدل چې په هر ځای کې به که کوم نیازمن او مستمند و، نو هغه ته به زما صدقه هرو مرو رسېده. الله ج ورته وايي چې ته دروغ وايې، تا دا کارونه زما لپاره نه، بلکې د خپل شهرت لپاره کول، تر څو تا ته خلک سخي ووايي، عزت او احترام دې وکړي او ملایکو ته حکم کوي چې سرچپه یې دوزخ ته ورګوزار کړئ.

دریېم کس عالم دی چې راغواړي یې او الله ج ورته لومړی خپل نعمتونه بیانوي او بیا یې پوښتي چې تا زما لپاره د دغه پوهې او نعمتونو په بدل کې څه وکړل؟

عالم ورته وايي چې ای الله! کوم ځای و چې ستا د دین غږ ما هلته ونه رساوه او خلکو ته مې دین او پوهه زده نه کړل.

الله ج ورته وايي چې ته دروغ وايې تا دا کارونه زما لپاره نه بلکې د خپل شهرت لپاره کول، چې تا ته خلک ملا او عالم ووايي، عزت او احترام دې وکړي او ملایکو ته حکم کوي چې سرچپه یې دوزخ ته ورګوزار کړئ.

په دې وخت کې یو فرانسوي ډوله ږیرې لرونکي پنډ هلکي را غږ کړ چې شکر ما نه چاته د الله ج کلام رسولی، نه مې کومې ادارې ته دین رسولی، نه مې چا ته سبق ورکړی او نه مې له چا سبق لوستلی، یکي راست پارلمان ته راغلی یم. نو ما هم ورغږ کړ چې ته هېڅ پروا مه لره، ځکه تا به ملایکې سرراسته اور ته وغورځوي.

ما وېل چې لږه صحنه بدله شي، نو د استجواب او مسوولیتونو په اړه ځینې چرندیات مې دې او هغې خوا ته واړول راواړول، خو لیدل مې چې چا خوښول او چا نه خوښول، خبره رایې ته وتله، نو له حکمته مې کار واخیست او ژر مې د حضرت عمر رض دغه بېلګه راواخیسته:  ایا د حضرت عمر هغه روایت مو سترګو ته نه درېږي، چې یوه شپه یې د ګزمې پرمهال ولیدل چې له کلي لرې په یوه شړه کې اور بل دی او دی چې ورغی ګوري چې یوې مور خپلو درېو ماشومانو ته واښه په دېګ کې اچولي وو او جوشول یې تر څو د دوی نسونه پرې ماړه کړي او ورته وايي چې درې ورځې کېږي ماموشانو یې څه نه دي خوړلي. حضرت عمر دوی ته خواړه راغواړي او پخپلو لاسونو یې ماشومانو ته ورخوروي او تر هغه همدلته کیني چې ماشومان په لوبو او خندا راشي. ملګري یې د ځنډ په هکله پوښتي، نوموړی ورته وايي، ما دا ماشومان د ژړا په حالت کې لیدلي وو، تر هغه چې د خندا په حالت کې مې نه وای کتلي، نو د الله ج په وړاندې زما مسوولیت نه رفع کېده، ځکه تر خندلو یې وځنډېدم.

بیا مې سترګې وغړولې او ومې ویل چې یاره دا پخوانۍ خبرې خو …. چې لیدل مې ځینې رابرګ شول او راته یې کړه ته خو بې له هغه هم زموږ د بهرنیو دوستانو له سترګو غورځېدلی یې، په داسې خبرو هغوی خپه کېږي موږ به هم هغوی له سترګو وغورځوې.

د دې پرځای چې دا خبرې پرېږدم او د ۱۸ کلونو د دست آوردونو خبره راواخلم، چې دوستان ورته ډېر خوشالېږي، خو خبره رانه خطا شوه او بیا مې وویل چې په بل روایت کې راځي چې حضرت ابو ذر رض د یوې اړتیا له مخې شپه ناوخته په  حضرت عمر رض پسې بهر ته ووته، دی یې د یوه کاروان په پنډغالي کې وموند چې د مواشیو د ملا ټپونه په تورو تېلو غوړوي، ابو ذر ورته وايي چې خپل دغه کار دې یوه غلام ته وسپاره او پخپله دارالخلافه ته ورشه چې هلته خلک د یوه کار لپاره درته منتظر دي. حضرت عمر رض ورته وايي، ای ابوذره! که د یمن په پلاني پول کې یو سوری وي او د کوم پسه پښه په کې بنده او ماته شي، نو په والله چې پوښتنه یې له ما کېږي او په دې توګه چې حضرت عمر رض د وروستي مال د ملا ټپ له غوړېدو خلاصېږي بیا دارالخلافې ته ورستنېږي.

بیا مې مکث وکړ، دا خوا او اخوا مې وکتل راوکتل، فکر مې لږ ارام کړ او شل کلنې لاسته راوړنې مې یو په بل پسې راواخیستې، تاسو وګورئ، واخ واخ څه ښکلې ټاکنې! ټولو قسم خوړلی که یوه کس وګټلې نو ټول به له خېمو سره یوځای سړکونو ته اوځو او که ټولو مو بیا ګټلې، نو ټول بیا له ګلونو سره دفترونو ته ننوځو او د ملي وحدت د حکومت تمثیل به کوو، لوبې به کوو او د یو بل لاسونه به سره تړو او کله چې پنځه کاله وروسته بیا له خپلو دفترونو او خونو په ټاکنو پسې اوځو، نو خلکو ته به وایو چې سمدم خدمت مو ځکه درته ونه کولای شو، چې پلاني او پلاني لاسونه راتړلي وو، خو که دا ځل مو رایه راکړه وخت ورته نه ورکوم چې لاسونه راوتړي.

بشري حقونه او پلرني بمونه، څه ښکلې کلمې، ښځې دې نه خپه کېږي، تبعیض دې نه ګڼي، د بمونو مور هم شته، په روسیه کې ده. پخوا مو چې شورویان دوستان وو، د بمونو مور به د دولت له مخالفانو او د هغوی له حامیانو پرې ساتلو، اوس مو چې امریکایان دوستان دي نو ځانونه د بمونو په پلار ساتو.

انتحار، اختناق، وژنې، خشونت دا ترخې خبرې دي، په بشري حقونو کې ځای نه لري، خو زموږ د ټولنې یو واقعیت دی او واقعیت خو بیا داسې یو شی دی، چې سترګې دې ورته برګې نیولې وې، نو درته ښکاري، ځوروي دې او که سترګې ترې پټې کړې نو بیا هېڅ هم نشته او ځه ورځه چړچې کوه د ورځې د ۳۰۰ کسانو وژل څه دي؟

زه وایم دا داعش او شل نورې ډلې او یا دا صفر یو، صفر دوه او صفر………. دې نور هم ډېر شي، که دنیا اوبه ونیسي خو د هیلۍ له ښنګرو هم نه اوړي!

په دې کې ټولو وخندل او ګوتې یې په ماپسې ښورولې راښورولې چې ګوندې هو والله بلا یې بلا ………..

راځئ چې له نورو لاسته راوړنو مو هم خبر کړم، وايي چې په ریاست جمهوري کې په سازماني ډول فحشا خپرېږي، خو خپروونکي یې څوک نه شي لیدلای او نه محاکمه کېږي، له دې بل ښه کار شته چې په داسې پرمختګیزه او ملي پروژو کې مو له کورنیو او بهرنیو دوستانو سربېره پېریان هم مرستې ته راودانګي او راسره ملګرتیا وکړي؟

د بیان ازادي خو واه واه! مه یې رایادوه چې زړه مې ورته ګل رېدی ګل رېدی نه شي!

اه ریدیه ګله ګله ریدیه ببوجانې ته دې وړمه

د یوې وکیلې په دې غږ سره خدایږو فضا بدله او څو څو وارې مو څڼې سره واړولې راواړولې. ځکه داسې دست اوردونو ته له ورایه د خلکو اوږې غورځي راغورځي.

ایا د بیان ازادي زموږ په اساسي قانون کې تر ټولو جامع نه ده تعریف شوې؟ د بیان ازادي یعنې د یو چا نه سپکول، نه ښکنځل، نه هتک حرمت کول او خپلو چارواکو ته په پوره غوړه مالۍ او عزت سره د اوړو د پوزې ایښودل.  د دغه نازنین قانون پر اساس که یو چا ټول هېواد ولوټه نو هغه ته غل نه شئ ویلای بلکې نوم به یې په پوره درناوي سره اخلئ او هغه ته به زورمند وايي، همداراز که څوک د ناروا جګړې، فساد، فتنې، جنایت او حیانت په وخت کې هم ومړ، نو تاسو به یې اعمال پرمخ نه راوړئ، بلکې ….. مشر، قوماندان، رهبر، استاد، شیخ، حاجي، اتل، مولوي او د شهید وروستاړی به هم ورسره زیاتوئ. استدلال دا دی چې ازادي ازادي ده، لاقیدي خو نه ده او د دموکراسۍ په لومړۍ ورځ موږ له بوشه او نړیوالې ټولنې غوښتي وو، چې منو خو یې منو درسره، خو عزتمنده دموکراسي درسره منو، نه دا چې سبا بیا موږ له دې نوم نه په استفادې د جنګي جنایتکار په نوم محاکمې ته ورسره راکاږې او هغوی هم ورسره همدغه عزتمنده دموکراسي منلې وه.

نو اوس خبره عزتمندې سولې ته راغلې ده، دا چې عزتمنده سوله څه ده په دې زه هم نه پوهېږم چې تاسو ته یې ووایم.

تاسو ټولو وکیلانو به په کوچنیوالي کې د غل او پاچايي لوبه کړې وي، ما ډېره کړې ده، هغه وخت زموږ په جومات کې یو طالب ګوټی و، د ملا په ډوډۍ پسې به د یوه او بل دروازې ته ته او راته او د خلکو له کورونو به یې ځان او ملا ته ډوډۍ وړله، دا په هر صورت ورسره به لکړه هم وه او سپي به یې راوهل، زموږ د ټولو انډیوالانو دغه طالب ګوټی ډېر بد اېسېده او د غل او پاچايي په لوبه کې به مو تل غل ایسته او بیا به مو چې هر څه زړه غوښتل هغه به مو ورسره کول.

وکیلانو راغږ کړ، دا څنګه دا څنګه؟

ټول ورته یو لاس وو، یو بل سره مو قطعه راتېروله راتېروله او لار به مو پرې جوړوله، خو هر څه به مو د ده له سترګو پټ کول.

یوه ورځ ده فکر وکړ چې ګوندې خبره دې په ځای کې نه وي؟ نو وار تر وار یې خپل ځای بدل رابدل کړ، خو بیا مو هم غل واېسته او ورته مو وویل، که شرق ته کېنې، که غرب ته، که جنوب ته کېنې، که شمال ته، موږ ته غل یې غل یې بیا به هم غل یې او بیا به هم قطعه تېروو راتېروو  او غل به دې باسو، ځکه موږ د عزت والا خلک یو، نه غواړو چې بې عزته شو، نو ځکه د سولې په شمول هر څه ځانته عزتمن غواړو، لکه عزتمنه ډموکراسي، عزتمنې ټاکنې او عزتمنه سوله، یعنې همدا چې موږ دې تل موږ اوسو او ته دې تل ته اوسې …………….

په دې خبره د وکیلانو خولې په خندا جینګې شوې، خو ما ورته په شاسانه انداز وویل، لکه تاسو حلیم او پرهېزګاه کسان باید لږ وخاندي او ډېر وژاړي. خو وکیلانو په یوه خوله ویل د ټاکنو او ژړا ورځې مو نورې تېرې شوې دي، پاس شوي وکیلان یو او اوس مو د چړچو ورځې دي، چې ټاکنې اعلان او وزیران رامعرفي شي نو ته به یې بیا وګورې……..

نو د دې لپاره چې خپله خبره مې پر مسند کېنولې وي، نو له وکیلانو مې وپوښتل چې ایا خدای به له تاسو د خپلو موکلینو د حال په هکله ونه پوښتي.

ورپسې مې ستونی صاف کړ، سرتېري مې په قربانیو وستایل او خبرو ته مې نور هم زور ورکړ او راغبرګه مې کړه، هره ورځ په هېواد کې تر ۳۰۰ زیات کسان په جګړه کې وژل کېږي، په داسې حال کې چې تاسو ټول د جګړې دواړه افغاني غاړې مسلمانان بولئ، ایا تاسو ته مو پیغمبر نه دي ویلي چې کله یو مسلمان په بل مسلمان پسې توره رااخلي ، قاتل او مقتول دواړه په دوزخ کې دي.

ځینې اصحابان له پیغمبر ص څخه پوښتي چې قاتل خو سهي اما مقتول ولې؟

پیغمبر ص وايي، ځکه که د مقتول لاس بر شوی وای نو هغه بل یې واژه.

بیا همدا تاسو او امثالهم نه یاست، چې په همدې جګړه کې خپلو وژل شویو کسانو ته شهید، غازي او جنتي وايې، بنډارونه ورته نیسئ او په ملیونونه روپۍ یې پر قبرونو او د کلیزو په نمانځنو لګوئ.

په دې اړه تاسو له چا الهام او دستور اخلئ؟

که د الهام او دستور مرجع الله ج او قرآن وي، د مسلمانانو ترمنځ یې جګړه ناروا بللې ده، متجاوز یې غندلی دی او له نورو مسلمانانو یې غوښتي چې په وړاندې یې تر هغه وجنګېږي چې له جګړې لاس واخلي او سمې لارې ته راشي او بیا يې تاکید کړی چې کله دی بېرته سمې لارې ته راګرځي نو له ده سره تعدا مه کوئ.

څنګه کولای شئ، د مسلمانانو ترمنځ جګړه توجیه کړئ، خلک ورته وهڅوئ او فتوا ورته ورکړئ.

د الله په شریعت او سپېڅلي دین کې تر ژوند کوم ارزښت پورته دی، د یوه انسان قتلول د ټول عالم قتلول او د یوه نفس ژغورل د ټول عالم ژغورل نه دي؟ د یوه مسلمان د قاتل لپاره ویل شوي نه دي چې ابداً په دوزخ کې به وي، خدای به پرې هلته غضب وي او لعنت به پرې وايي او سخت عذاب به ورته ورکوي. نو بیا ځینې تاسو ولې خلک د مسلمانانو قتلولو ته رابولئ او دوزخ ته یې ورسموئ او یا هغه څوک چې په حکومت کې دي او دا کار کوي تاسو ورته څه نه وايي او ستاسو د مسوولیتونو په شته والي کې د پیغمبر ص دا خبره متحققه کېږي چې ځینې حاکمان خلک دوزخ او ځینې حاکمان خلک جنت ته وربولي.

همدا راز پیغمبر ص وايي، الله ج  ځینو کسانو ته په لاس د خیر کیلۍ او د شر قلفونه ورکړي وي او ځینو کسانو ته یې د شر کیلۍ او د خیر قلفونه ورکړي وي.

په دې کې یو شین خېټی وکیل چې کوږ راکوږ کېده او ویل یې چې ای اوقي، پخوانی وخت نه دی، چې وطن به زموږ و، بانک به یې زموږ و او کیلۍ به یې زموږ وې، اوس هر څه د مشر لالا دي او موږ یې یوازې کمېشن کاران یو او کیلۍ له موږ سره نه بلکې له هغه سره دي او موږ ټول ورسره په څلورنیم ملیارد ډالره ګرو یو، خدایږو که سترګې یې رابرګې کړې، دا پخوانۍ خبرې به خو دې درته …………

ای د خدای خواره، د ډوډۍ وږیه! زه هم څو کاله وړاندې لکه تاغوندې د ډوډۍ وږی وم، جامې مې لږې را سمې کړې، په وېښتانو مې یو څه ګوتې ووهلې او په لبانو مې یو څو لبسرینې امتحان کړې او د فورمولي تخلص مې ځانته راغوره کړ، اوس دا دی ورځ مې ….. او شپه مې …..

اوس وخت د زړو خبرو نه دی فورمولي اوسه او فارمولې کاروه.

پخوا خبره اسلامي وه او خلک یې مسلمانان، اوس خبره جمبوري ده او خلک یې جمبوریان.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *