نیمه شپه وه. د دوبۍ په هوايي ډګر کې ګرځېدم دویمې الوتنې ته مې شېبې شمارلې. زنګ راغی. په لړزيدلي غږ مې د اخښي غږ واورېد.

–        بیرته کابل ته ستون شه، اغا …

پلار ته مو اغا ویل. ومې پوښت:

–        وفات شوی.

–        والله همداسې ….

نورې خبرې به مو هم کړې وي. نه یم پرې پوهېدلی.  په موبایل کې یې عکس و راسره. ومې لید. ذهن ته دا جملې راغلې چې هغه شېبه مې فیسبوک ته پورته کړې:

« ١٩٢٨-٢٠١٤
زما ايډيال، زما لارښود، زما روزونکى او پالونکى زما پلار استاد محمد صديق پسرلى په هند کې ومړ.
روح دې يې ښاده وي.»

دلته د ژوند تېرو شویو کلونو ته ستنېږم، د دوبۍ په هوايي ډګر کې زما ذهن ته د راغلیو خبرو دلایل په کې وینم.

زه د پلار کشری اولاد وم. له کمکیني به یې څنګ ته ناست وم. که به یې د شطرنج لوبه کوله، که به په سیاست بحث کېده، که به ادبي بنډار و، زه به یې ترڅنګ ناست وم. که مې پښې غځولې که مې د دوی په خبرو کې خبره کوله ممانعت نه و. په خپلوانو کې یو چا راته وویل: وشرمېږه د پلار مخته دې پښې غځولي او هغه چې خبرې کوي په خبرو کې یې ورلوېږې.

پلار ته ورغلم. ټوله کیسه مې ورته وکړه. زه به د پنځو کلونو وم. په دقت یې واورېدم. ځواب یې راکړ: پښې که ستړې او وچې شي باید وغځول وشي او خبرې که منطق ولري پر ځای کار دی.

د پېښور یو تود ماسپښين و. اروښاد قدرت الله حداد راغلی و. شاید لس کلن وم. چای مې راووړ او د پلار تر څنګ کښېناستم. پر جنرال ضیاالحق غږېدل. ښه یې نه باله. د دوی د تاوده بحث په هغه منځ کې مې له خولې ورو ووتل: ولې؟

مېلمه نه وم اورېدلی. پلار مې له هغه سره خبرې بس کړې. راته ویې ویل، ولې نه؟ ارواښاد حداد وپوښتلم ، څه؟

ما ویل: هیڅ.

لکه په خپله خبره چې پښېمانه شوی وم. پلار مې راته ټينګ شو. که منطق لرې نظر دې ووایه.

وروسته یې راته وویل، په پټو سترګو څه مه منه. ځان قانع کړه. پوښتنې وکړه. استدلال وکړه. که شک ونه کړې، پوښتنې ونه کړې او په پټو سترګو هر څه ومنې « سړی » نه درنه جوړیږي.

یو وخت مو د ژمي په غرمو کې نژدې هر ماپښين په کور دننه ادبي بنډار درلود. یو نه یو چا به لیکنه کړې وه. لوسته به یې او نقد به پرې کېده. د پلار لیکنې به هم وې. په نقد کې کشر مشر نه و. خوند یې راکړ. ما هم یوه کیسه ولیکله. د یوه جوالي کیسه وه. اوس راسره نه نشته، د هغه وخت لیکنه ده چې لا نهه کلن نه وم. د پلار تر څنګ ناست وم. یادیږي مې وروڼه مې په شونډو کې موسکي موسکي کېدل. خو پلار مې دومره جدي و ته وا د استاد شپون لیکنه چې اوري.  وروڼو مې داسې نقد راباندې وکړ چې زړه ماتی نه شم. خو پلار مې نیمګړتیاوې را په ګوته کړې. نه پوهېږم په هغه ځل و که وروسته خو د لیکنې په باب به یې دا مشوره تل راسره وي:

« چې لیکل کوې ذهن ته دا مه دروله چې پلانی به یې لولي، دا مه ګوره چې چیرې به چاپيږې او په دې هم چورت مه وهه چې څه به پرې ویل کېږي. هغه څه لیکه چې ستا د ذهن او احساس زېږنده وي. که د کار لیکنه وه پيړۍ وروسته به هم خریدار ولري که نه وه د اوس ستایل یې مانا نه لري»

وروڼو مې هر یوه ځان ته تخلص درلود. یوه ورځ مې پلار ته له هغوی پټ شکایت وکړ چې ولې « پسرلی» نه کاروي. پلار مې د کاظم خان شیدا دا بیت راته ووایه:

د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته

نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د ګلو

په خبره یې ورسېدم. خو ومې ویل: زه یې نه منم. همدا پسرلی کاروم. موسک شو. دلیل یې وپوښت. ما ورته وویل له « ایمل  » سره « پسرلی » ښه چسپ راځي. ویې خندل.

یو وخت مې وپوښت چې ولې له کوم سیاسي ګوند سره ملګری  نه شو. ځواب یې قانع کړم. ویل یې زموږ په وطن کې سیاست ، سیاست نه دی پښتو ده. که خلقی وې، کړوسی دې هم د خلقي توب له ټاپې نه راوځي ، اخوانی هم همداسې دی. خو سیاسي دریځونه د وخت په تېرېدا ښايي بدل شي، د انسان غوښتنه او فکر ښايي بدل شي او د غوره کړي ګوند له دریځه واوړي. افغانان یې نه درسره مني که شل توبې هم وباسې تا ترې نه باسي نو ښه دغه ده چې په سیاسي ګوندونو کې ونه اوسې.

ده به ویل هغه چې فکر او نظر د نوي وخت او نویو پېښو په رڼا کې نه بدلوي افکار یې لکه ولاړې اوبه خوسا کېږي.

په ټول ژوند کې یې یوه څپېړه وهلی یم.  اووه کلن به وم. کابل و. خوشال مېنه کې مو د ګاونډي زوی چې تر ما مشر و ښکنځل راته وکړه. کیسه مې په یاد نه ده چې څه وه. ما لاس پورته کړ چې ویې وهم. همدا شېبه مې پلار له کوره راوتلی و. زما پورته شوی لاس یې ونیوه. خپله یې ووهلم. کور ته یې بوتلم. شکایت مې وکړ. راته ویل یې انسان جنګ نه کوي.

څوارلس کلن به وم. پېښور و. د اختر میاشت لیدل شوې وه. هر چا د خوښۍ ډزې کولې. زما ارواښاد مشر ورورامان الله ساهو یوه زنګنه تومانچه لرله. ویل یې د ازمېښت وخت یې راغلی. ما ترې واخیسته چې زه هم هوايي ډز وکړم. پلار مې منع کړم. ویل یې په افغانانو کې دې بیا یو داسې هم وي چې د ډز نه کولو افتخار ولري.

لا تر اوسه مې نه له کوره دباندې جنګ کړی او نه مې په ټوپک ډز.

په ۲۰۰۶ کال کې مې لور وزېږده. د لندن د سهار درې نیمې بجې وې. له روغتونه مې پلار ته زنګ وواهه. ومې ویل:

–        اغا شپنه وزېږده.

–        واه څومره ښکلی نوم، مور یې ښه ده؟

راته ویل به یې چې د لومړنیو اولادونو نومونه یې پلار ایښي دي او وروستیو ته ده نومونه غوره کړي. پر ماشوم د نوم اېښودو لپاره یې راته ویلي و چې ښایسته ، سندریز او مانا لرونکی نوم په دې ښه وي چې د ماشوم پر شخصیت اغېز کوي.

۲۰۰۷ کال و. په کابل کې د ژورنالیستانو ټولنې لطف وکړ ماته یې ماښامی جوړ کړی و. په دې شرط مې ومانه چې مېرمن مې هم راسره وي. ټیلې فون چې مې کېښود. له پلاره مې وپوښتل چې سم کار کوم که نه. ځواب یې و: بهترین کار دی. پښتانه چې تر څو په خپلو ښځو ونه ویاړي نه سمیږي.

6 thoughts on “زما پلار/ ایمل پسرلی”
  1. خدای شاهد دی، چې له چاپلوسۍ او لباس نه پاکه خبره کووم، استاد پسرلي سره مې څو ځله مخامخ لیدلي هم وو، خبرې مې یې هم اورېدلې وې او تر ټولو شاعرانو مې زیات دده شعرونه مطالعه کړي وو، پدې هره برخه کې استاد پسرلی د اجتماعي اخلاقو فابریکه راته ښکارېده، چې اخلاق یې تولیدول او انسان ته یې همیشه ددې ددې جرآت ورکاوه، چې د هر څه په اړه فکر وکړي او په هرڅه باندې شک وکړي. ویل کیږي، چې سقراط به د یونان په کوڅو کې ګرځېده ، د هر څه په اړه به یې له خلکو سره بحث کاوه ، له هغوی به یې پوښتنې کولې او د هغوی په څرګندونو به یې نقد کاوه. که استاد پسرلي ته د پښتون سقراط نوم ورکړو ، فکر کووم، چې ډېره پر ځای خبره به وي . د هغه په هنر کې هر څه هغه څه چې په تاریخي او اجتماعي واقعیتونو پورې تړلي دي، هغه ریښتیا دي نه یې بې دلیله چاته ښه ویلي او نه یې بې دلیله څوک ښکنلي دي…. زه فکر نه کووم ، چې خدای پاک بل پسرلی په پښتنو ولوروي؛ خو د هغه د ژوند له هرې شیبې نه باید زده کړه وکړو …کله مې چې د پسرلي صاحب خاطرې لوستې، د زامنو په وړاندې د هغه له چلند څخه مې دا زده کړل، چې که غواړو چې ټولنې ته ښه او اغېزناک وګړي وړاندې کړو، باید خپلو ماشومانو ته ډېر زیات احترام ولرو او هغوی همیشه دې ته تشویق کړو، چې طبیعي چلند وکړي. یعنې هیڅ باید پرې تحمیل نشي، که زړه یې غواړي، چې پښې وغځوي موږ یې ولې مخنیوي وکړو، که وغواړي چې پوښتنه وکړي، ولې یې ځیله کړو، که غواړي چې نظر وړاندې کړي باید نظر ته یې درناوی وکړو …

  2. ارواښاد پسرلي داسې کورنۍ وروزله لکه د خوشحال خان. الله تعالی دې ورسره ټوله هدیره وبخښي. پیازګل صیب په دې کې د چاپلوسۍ خبره نه ځایېږي.

  3. اېمل پسرلی صاحب
    مننه، ډېرې په زړه پورې خاطرې وې خو کاشکې دې هره خاطره جلا جلا خو لږه مفصله لیکلې وای.

  4. مننه اله ایمل پسرلی چی دپښتو ادب دسالار لارښونی او یادونه چي هر پښتون او هر ادیب ته وړانګه دذهن ده خپری کړی
    میړنی دی چي یادیږی یوازی هغوی چي له قلم سره کار لری په لارښونو یی ښه پوهیږي او ترینه ډیره ګټه پورته کولای شی

    پسرلی صاحب خدمتونه ، دزړه ویني په ریښتیا دپښتو ادب په ډیوکي بلی او تیاره لاره یی روښانه کړه

    ویاړ پرهغو
    چي په توره
    طوفاني شپه کی
    دزړه په وینو باندی
    ډیوی بله وی
    او دتیاور پرلمن
    درڼا غشی اوره وی
    دروښانه سباون لپاره
    درڼا څرکونه

    لټوی
    پندونه دپسرلی صاحب هغه مشالونه دی چي څوانان ترینه ګټه پورته کړي او به تیاروکي روښانه رتلونکی ته لار پرانیزی

    ارمانونه یی باید پلی کړو دادب دډیوو د روښانه کولوله لاری
    ارواح دی ګل وی

  5. دیره په زره پوری خاطره زه د یو افغان په حیث په ایمل پسرلی باندی ویارم

  6. پسرلی صیب نړۍ مننه الله دی زموږ له سره مه کموه
    میندې راوړي ډیرزامن ډیراولادونه
    په دنیاکی دڅو تنو تاج په سر شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *