تاسو خو د ټولنې سترګې او غوږنه یې، دا ټولنه خو تاسو ته تر هرچا زیاته اړتیا لري،تاسو ګوته په شمار خلک یې چې ټولنې او ځوانانو ته لید لورې ورکوئ، تاسو یې چې سکوت مو مات کړ، تاسو یې چې حقو ته په حق ویلو او باطلو په غندلو مو خوله خلاصه کړه، تاسو یې چې دکورني او بیروني دښمن پر وړاندې په منظم صف کې ودریدئ،تاسو ددې هېواد اصلي او خواره واره ځوان وارثین دفیس بوک په دنیا کې سره دختیځ،جنوب،لویدیځ اوشمال نه مو سرونه را وټوکول، لاسونه مو سره ورکړل،زړونه مو سره ورکړل، مبارزه مو پيل کړه، ښه مخکې لاړئ د دښمن دسترګو خار شوئ خو اوس، اوس دا څه اورم…..
داڅه اورم، د خدای لپاره دبیټ نیکه لمسیانو پرتاسو څه وشول، دیو خاین او جعلي اتل پرسر سره اوس ترمنځ دبیلتون کرښې کاږۍ، یوبل سپک ګڼئ،یو بل رټئ او بیرته جوړ شوی صف پاشئ،له تاسو دټولنې همدا هیله وه؟ستاسو د مبارزې او ملي سنګر پایله همدا وه؟د هېواد دد ښمنانو پروړاندې همداسی سرټیټي منئ؟
که داسي وي ستاسو رټلی دښمن بریالی او ستاسو مبارزه دتل لپاره ناکامه شوه، بیا نو دتل لپاره خپل مخونه تور کړئ او دفیس بوک دنیا دښمن ته پریږدئ.
نه نه داسي نشي کیدای، تاسو سره ورونه یې، زما چغه اورئ!تاسو ته دامیدونو بلا غړیدلي سترګې په انتظار دي، ستاسو مرستې ته اړتیا لري، د دې هېواد دملي خاینین او بد نامې څیرې پدې نه ارزي چې تاسو پرې جنګ وګړئ، سره خوا بدي شئ، سره بیل شئ، دهر انسان غوښتنې او فکرونه سره فرق کوي خو دچا په شخصي انګیرنه باندې هیڅکله دهغه څخه د واټن پریکړه مه کوئ، ارزښتونه او ګټې تاریخ ته پریږدئ، خو تاسو فرهنګي کهول(ملي سنګر) ملګرو پرمخ ولاړ شئ…..هله ژر سئ پرمخ ولاړسئ…