زه چې په کلي کې وم ښې ډېرې لنډۍ مې زده وې

زما اواز د کلي ټولو جينکو پېژانده

زه چې په کلي کې وم رود مې د سندرو يار و

مستو څپو مې هم اهنګ د ترانو پېژانده

زه چې په کلي کې وم ښه ډېره شوخي مې زده وه

مازېګری به مې د باغ ونو کې پاس تېراوه

چې پسرلی به شو او ونو به غوټۍ وکړلې

منې چې څانګو مې پر سر د ګلو لاس تېراوه

زه چې په کلي کې وم ډېرې ژبې زده وې راته

د چېنو ژبه ، د نښترو ، د څېړيو ژبه

مابه له رود سره په غبرګ غږ کې سندرې ويلې

ماته وه ياده د بلبلو ، توتکيو ژبه

زه چې په کلي کې وم ژمي کې حجره ګرمه وه

د منګي ټنګ ته به نو زه هم د سيتار ژڼی وم

او که خبره به د څڼو غورځولو راغله

نو په اتڼ کې هم په ډېرو کې د کار ژڼی وم

زه چې په کلي کې وم مست غوندې بنډار مې درلود

د شنه چېلم په کټ کټا به مې خومار ماتوه

چېنې ته څېرمه د شنو بنګو د ځنګله له منځه

په يه قربان! به مې د نجونو سم کتار ماتوه

زه چې په کلي کې وم اوړی به غرمه مهالې

د چينار سېوري ته رڼو شګو کې خوب وړی وم

که به د مور خوږو نارو را پاڅولی نه وی

زه به د قاف غرو ته خوبو د زلميتوب وړی وم

عجيبه وخت و په دې ډېرو کېسو نه پوهېدم

زه چې په کلي کې وم ژوند لکه چينه ښکلی و

د پسرلي مازيګري کې کوکنار ګل د کلي

لکه له اوو رنګونو جوړه زرغونه ښکلی و

خو دريغه دا چې کلي اور واخيست له تندې وسو

نه يې چېنه او نه يې رود نه جينکۍ پاتې شوې

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۸) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۰\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ