هغه پوري غر چي په پښو کې يې وران ویجاړخړکورونه درمعلومیږي، هغه غرچي خلګ له ویري دهغه خواته نشي ورتلای هغه چي وني او بوټي يې ټول ایره اوتوردرښکاري، هغه غرچي خونکارغريې هم خلګ یادوي.

داغرکلونه وړاندي داسې نه وو، هغه چي په لمنه کې يې وران کورونه درمعلومیږي،  داکورونه ټول ودان وو، له دې غره سره يې دومره خوند کاوولکه دیوې دنګې پیغلې په لمن چي مرغلري وټومبی په دي کلي کې مينه وه داکلی ټول له پیغلو اوځوانانو ډک وو، په دې کلي کې منګی اوسیتاروو، دلته به هرمازدیګردغره په لمن کي په هغه لوی لوبغالي کې ځوانانو رنګا رنګ لوبي کولې، دلته دهرځوان اوپیغلي په تندي مسکا خوره وه غرټول په ونواوښکلوبوټوپوښلی وو.

دلته داغرټول له ډول ډول مرغانوډک وو، دمرغانو اوازونه اوسندري به ترلیري پوري دانسان زړه ته سکون ورکاوو، د زاڼوسیلونه به په دغه غره طوافونه کول د دې وران کلي ماشومانوبه ورته خولۍ په چپه خواکړې زاڼوبه هم ماشومان نه خفه کول دکلي په سربه يې ورته لوی اتڼ واچاوماشومانوبه ورته په ځمکه لاسونه ټکول پورته پورته به غورځیدل خوشحالیاني به يې ورته کولې، په دي کلي کې هغه دګل خان په نوم شپون هم ژوند کړی چي دغره په لویه ډبره به يې شپیلۍ ته پښی غځولي وې د شپیلۍ اوازبه يې دغره زرکي اونورمرغان په نڅا راوستي ول اودوران کلې جنکۍ به ورته څک غوږنیولي ناستې وې په شپیلۍ کې به يې کله کله داسي خوږه نغمه ونیوه چي د کلي پیغلوبه  د خوښۍ اوښکی ورته تویولی، مرغان به د شپون خواته راغلل خپلي سندري به يې بس کړې د شپانه سندري ته به یوغوږناست وو،

اوس زماکلی داسي نه دی! اوس زماکلی وران اوکنډواله کنډواله دی، ځوانان يې په یوه اوبل نامه ټول ووژل شول ناوي موکونډي شوی، پیغلي مو ډیري په پیکي خواري شوې، نازک اوتنکې ځوانان وروڼه يې ووژل شول، پیغلو دورو ڼوله غمه سرونه سپین کړل زموږ کلی اوس داسي نه دی، زموږکلی اوس له نفرتونو ډک دی،  اوس هغه مرغان زموږ د کلي له غرونه کډه کړي، اوس زاڼي اتڼونه نه کوي اوس ماشومان خولۍ نه په چپه خوا کوي هغه چي زماکلی درته کنډواله او د غره وني بوټي درته تورښکاري دا دباروتولمبوسوځولی اوتورکړی

One thought on “زما کلی/ نبي الله امېل”
  1. بلی دا یو وقیعت دی الله دی پر مونږ خپل رحم وکړی په امید د یو سوکاله افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *