ډاکتر فاروق اعظم
په جمعه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶ کابل کی یو ځای میلمه وم چی هلته د جمهور رئیس درې مشاورین صاحبان هم وه. په دولت کې پر پراخ او سازماني فساد خبري وی.
په مجلس کې ناست یو لوړپوړي نظامي صاحب منصب وویل: « زه څه وخت دمخه د یو زون د قول اردو نظامی څارنوال وم. تاسی ته معلومه ده چئ زموږ وړه وسله ټوله روسۍ ده لکه کلاشینکوف او نور.  دغه قول اردو ډیر مجهز او ډیره سلاح پکئ وه. خو ما په زرو میله کلاشینکوفونو کې چئ هلته په دفتر کئ قید وه، یو روسی کلاشینکوف پیدا نه کړای سو. اصیل روسۍ یئ ټول خرڅ کړی او پر ځای یئ کچه تیرایي یا دره اي ایښي وه.»
یوه بل تن وویل: دا د خارجیانو پلان دی چې روسۍ وسله ورکه کړي. دا کار د داخلي او خارجۍ مافیایي کړیو په ګډه همکاري سوی دی. خارجی کانتینرونه څوک نه تلاشي کوي چې څه وړي او څه راوړي.
درناوي
فاروق اعظم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *